افغانستان څومره اوبه لري؟

اوبه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د یوه هېواد د اوبو کچه د هغه له نوې کېدونکو زېرمو څخه ترلاسه کیږي چې په سطحي او ځمکې لاندې برخو وېشل کېږي.

اوبه د هېوادونو ترمنځ سیاسي وېش نه پېژني او په نړۍ کې په طبیعي ډول وېشل شوي دي. له همدې کبله د هېوادونو تر منځ تر پولو تېرېدونکې اوبه شته.

په نړۍ کې ۲۶۳ پوله تېرېدونکې سینديزې حوزې (Trans boundary river basins) شته چې ۱۴۵ هېوادونه په کې شریک دي، یو له دوی هم افغانستان دی چې تر پولو ترېدونکې اوبه لري.

په دې وروستیو کې د اوبو کمښت د هېوادونو تر منځ کړکېچونه ډېر کړي. له همدې کبله دې موضوع خپل ارزښت ډېر کړی او ځینې نړیوالې ادارې کار کوي چې اوبه په داسې ډول ووېشي چې خلک، سیمه او چاپېریال ترې زیانمن نه شي.

په افغانستان کې هم د اوبو مسله مهمه ده، خو په دې اړه څومره چې اړینه ده پوهاوی نه شته. له همدې امله په دې لیکنه کې د افغانستان د اوبو او ګاونډیو هېوادونو ته د تلونکو اوبو د کچې په اړه بحث شوی.

د یوې سيمې د اوبو بېلانس هغې ته د راتلونکو او وتونکو اوبو له توپیر څخه ترلاسه کېږي. اوبه د اورښتونو له لارې یوې حوزې ته ننوځي او بېرته د تبخیر او بهېدونکو سیندونو له لارې ترې بهر کېږي. ځمکې ته د اوبو ننوتل هم د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو په کچه کې شمېرل کېږي، چې دې دواړو ته د نوې کېدلو وړ اوبو زېرمې هم وايي.

د افغانستان له څلورو، دری برخې سیمه غرونو او غونډیو پوښلې. هوارې سیمې یې په درو او په جنوب غربي دښتو کې موقیعت لري. اقلیم یې نیم وچ دي او په منځنۍ کچه ۳۲۷ ملي متره اورښت لري. په جنوب غربي دښتو کې د اورښت کلنۍ کچه د ۱۵۰ ملي مترو شاوخوا ده خو د هندوکش په غرونو کې یې کچه تر ۱۰۰۰ ملي مترو پورې رسېږي. همدا وجه ده چې د هېواد تر ۸۰٪ اوبه د هندوکش له غرونو سرچینه اخلي.

که څه هم افغانستان د نړۍ د ډېرو اوبو لرونکو هېوادونو په کتار کې ندی خو بیا هم د ګاونډیانو په پرتله د ګڼو غرونو د درلودلو له امله، د اوبو کافي زېرمې لري. همدې غرونو افغانستان په پنځه سیندیزو حوزو وېشلی چې د هلمند، آمو، کابل، شمالي او هريرود - مرغاب حوزو په نومونو یادېږي.

د انځور حقوق UNOMAHA
Image caption د افغانستان سیندونه چې ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

د یوه هېواد د اوبو کچه د هغه له نوې کېدونکو زېرمو څخه ترلاسه کیږي چې په سطحي او ځمکې لاندې برخو وېشل کېږي. د راپورونو له مخې د افغانستان د سطحي اوبو د نوې کېدونکو زېرمو کچه په تخمیني ډول په کال کې ۵۷ میلیارد متر مکعب ده. همدارنګه د ځمکې لاندې نوې کېدونکې زېرمې حجم بیا په کال کې ۱۰٫۶۵ میلیارد مترمکعبو ته رسېږي.

که څه هم د هلمند سیند حوزه د مساحت له اړخه د افغانستان ډېره ساحه تر پوښښ لاندې لري خو د اوبو کچه یې لږ ده. د دې حوزې اوبه تر ډېره له پورتنۍ برخې ترلاسه کېږي چې د ژمي په موسم کې واورې لري. د هلمند سیند حوزې د اوبو کلنۍ کچه په اوسط ډول ۹،۳ میلیارد متر مکعب ده چې له دې څخه د ۱۹۷۲ کال تړون له مخې باید په کال کې ۰٫۸۲ میلیارد مترمکعب اوبه ایران ته لاړې شي.

په بل عبارت دا حوزه د هېواد ۱۶٫۲ سلنه سطحي اوبه لري او د هلمند حوزې د سطحي اوبو ۸٫۸ سلنه برخه له ايران سره تړون شوې ده. دا چې افغانستان اوبه کنټرول کولای نشي، د FAO د راپور په اساس له دې حوزې په کال کې ایران ته ۶٫۷ میلیارد متر مکعبه اوبه بهېږي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption یوازې په کال کې ۰٫۸۲ میلیارد مترمکعبه اوبه له ایران سره تړون شوې او نورې ټولې وړیا ګاونديو هېوادونو ته بهېږي.

د آمو او کابل حوزې چې د مساحت له اړخه د افغانستان څلورمه برخه کېږي د ټول هېواد له دریو، دوه برخې اوبه لري.

د آمو سیند حوزه په کال کې ۲۰٫۷میلیارد متر مکعبه اوبه لري. د دې حوزې له کندوز سیند څخه آمو ته په کال کې ۶ میلیارد مترمکعب، د کوکچې له سیند څخه ۵٫۷ میلیارد مترمکعب اوبه تویېږي. همدارنګه د دې حوزې له پورتنۍ برخې پنج سیند ته اوبه بهېږي چې د ۱۹۴۶ کال تړون پر مهال شوروي اتحاد افغانستان ته ۹ میلیارد مترمکعب اوبو برخه ورکړې ( دا تړون د افغان دولت لخوا ندی لاسلیک شوی). په بل عبارت دا حوزه د افغانستان د سطحي اوبو ۳۶٫۰ سلنه برخه تولیدوي.

۱٬۰۷ میلیارد متر مکعبه اوبه ایران ته

د FAO د راپور له مخې د کابل سیند حوزې څخه په کال کې ۲۱٫۵ میلیارد متر مکعبه اوبه تورخم ته نژدې له ډيورنډ کرښې اوړي. له دې کچې په کال کې تقریباً ۱۰ میلیارد متر مکعبه اوبه له چټرال سیمې کنړ سیند ته راځي. همدارنګه د کابل سیند له حوزې د خوست او پکتیکا له سیمو چې د ګومل او شمال فرعي حوزې بلل کېږي په ترتیب ۰٫۳۵ او ۰٫۴ میلیارد مترمکعبه اوبه لري. که د فیصدۍ له اړخه ورته وګورو، دا حوزه د افغانستان ۳۷٫۷ سلنه سطحي اوبه لري. او د ګومل او شمال فرعي حوزې بیا د افغانستان ۱٫۳ سلنه سطحي اوبو برخه جوړوي.

د هریرود - مرغاب حوزه په کال کې ټولټال ۳٫۱ میلیارد متر مکعبه یا د ټول هېواد ۵٫۴ سلنه سطحي اوبه لري چې له دې جملې هریرود سیند په کال کې ۱٫۰۷ میلیارد متر مکعبه اوبه ايران ته، او د مرغاب سیند په کال کې ۱٫۲۵ میلیارد مترمکعبه اوبه ترکمنستان ته لېږدوي. د فیصدۍ له اړخه د افغانستان د سطحي اوبو ۱٫۸۷ سلنه برخه د هریرود سیند او ۲٫۲ سلنه يې د مرغاب سیند له لارې بهر ته وځي.

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان شمالي حوزې د اوبو کچه په کال کې ۱٫۹میلیارد مترمکعبه ده چې ټولې په کور دننه سیمه کې مصرف کېږي. دا اوبه د ټول هېواد د سطحي اوبو ۳٫۳ سلنه برخه جوړوي.

د FAO د راپور په اساس، افغانستان ته یوازې له چټرال څخه په کال کې تقریبا ۱۰ میلیارد متر مکعبه اوبه راځي خو له هېواد څخه د پنج سیند (د پامير له لوړو سرچینه اخلي) له اوبو پرته، ۴۲٫۲۲ میلیارد متر مکعبه اوبه بهر ته ځي. له دې جملې یوازې په کال کې ۰٫۸۲ میلیارد مترمکعبه اوبه له ایران سره تړون شوې او نورې ټولې وړیا ګاونديو هېوادونو ته بهېږي.

د راپورونو له مخې، افغانستان د خپلو اوبو له ۳۱ سلنه برخې استفاده کوي.

په دې ترتیب ویلی شو چې د افغانستان له هره حوزه ډېرې اوبه بهر ته ځي او باید افغان حکومت یې کنټرول او له ګاوندیانو سره د اوبو د ستونزو لپاره لاس په کار شي. لومړی باید له هغې حوزې پیل وشي چې ستونزې او د اوبه کچه يې لږ وي. دا به د افغانستان د اوبو د ډیپلوماسي لپاره ښه پیل وي چې وروسته بیا کولای شي د پېچلیو حوزو اوبه هم په ښه ډول ووېشي.

نوټ: په ځینې راپورونو کې د اوبو حجم په کیلومتر مکعب ښودل شوی چې هر کیلومترمکعب د یو میلیارد یا زر میلیون متر مکعب سره مساوي دي.

د لیکوال په اړه:

محمد عاصم مایار د کابل د پولېتخنیک پوهنتون استاد او همدا راز د جرمني په شتوتګارت پوهنتون کې د دوکتورا محصل او څېړونکی دی. د نوموړي د څېړنې موضوع "د اوبو د منابعو مدیریت " ده. په دې لیکنه کې ټول نظرونه او وړاندیزونه په لیکوال پورې اړه لري.

ورته مطالب