له طالبانو سره خبرې افغانستان کوم لور ته بېولی شي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان فکر کوي چې په افغانستان کې یې ۴۷ هېوادونو ته پوځي ماتې ورکړې

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني رئیس او د دې ډلې د مذاکراتي ټیم اوسني مشر شېر محمد عباس ستانکزي څه موده وړاندې په یوه مرکه کې په افغانستان کې راتلونکي احتمالي نظام او حکومتي جوړښت په اړه څرګندونې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل:

"د هېواد راتلونکی نظام به طالبان رهبري کوي، د اردو او پولیسو اوسني ځواکونه به له منځه ولاړ شي، او طالبان به بېرته نوې امنیتي قواوې رامنځته کړي"

دا څو میاشتې د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره په مخامخ خبرو بوخت دي تر څو په افغانستان کې ۱۷ کلنه جګړه پای ته ورسوي او له دغه هېواده خپل پوځیان وباسي.

پر همدې مهال مسکو، چې له امریکا سره سخت مخالفتونه لري، د بین الافغاني خبرو اترو کوربه و چې پکې د مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي تر څنګ د طالبانو د پلاوي مشر عباس ستانکزي له لسو ملګرو سره برخه لرله.

پوښتنه دا ده چې د سولې لپاره د دې وروستیو هلو ځلو او چټکو هڅو پایله به څه وي، او ایا دا هر څه به په افغانستان کې د سولې د راتګ لامل شي. په دې برخه کې څو فکتورونو مهم دي.

۱: پاکستان به ارام پاتې نشي:

د انځور حقوق KHALIZAD TWITTER
Image caption د زلمي خلیلزاد په مشرۍ یو امریکایی پلاوی له څو میاشتو راهیسې له طالبانو سره خبرې کوي

د دې لپاره چې اسلام اباد ځان له نړیوالو، په ځانګړې توګه د واشنګټن له فشاره خلاص کړي، طالبان یې له متحده ایالاتو سره د خبرو مېز ته کېنول. خو پوښتنه دا ده چې اسلام اباد په افغانستان کې دایمې سولې ته څومره لېواله دی.

پاکستان په تېرو ۱۷ کلونو کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په نامه له امریکا نه ۳۳ ملیارده ډالره ځانګړې مرسته ترلاسه کړې. په افغانستان کې د جګړې ختمېدل به په دې مانا وي چې نور به دا مرستې هم نه وي.

اسلام اباد یوه لورته له یو باثباته افغانستان او بل لورته له پیاوړي هند نه په وېره کې دی او د کابل او نوي ډيلي ښو اړیکو وارخطا کړی.

د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو د پښتنو د "لر او بر یو افغان" شعار پر پاکستان بل فشار دی. بله وېره دا ده چې یو با ثباته افغانستان کولی شي د خپلو هغو اوبو پوښتنه هم وکړي چې دا مهال پاکستان ته بهېږي.

مخکي هم پاکستان په افغانستان کې د حکومتونو د سقوط لپاره هر ډول هڅې کړې دي. له مجاهدینو د پاکستان ملاتړ د ډاکتر نجیب الله د حکومت د نړېدو سبب شو.

بیا یې طالبانو ته امکانات ورکړل تر څو د برهان الدین رباني حکومت ړنګ کړي. اوس هم اسلام اباد د ولسمشر محمد اشرف غني د ځینو هغو اقتصادي او پرمختیايي پروګرامونو په اړه اندېښمن دی چې په وسیله یې افغانستان له نړۍ سره تړل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان د هند او افغانستان د نژدې والي په اړه هم اندېښمن دی

۲: داعش به بیا هم جګړې ته دوام ورکوي:

تېر کال د اګست په میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چی په افغانستان او پاکستان کې شل ترهګرې ډلې فعالیت لري. تر دې وړاندي ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي وو چې د افغان حکومت پر وړاندې شل ترهګرې ډلې جنګیږي.

داعش، لشکر طیبه، لشکرجنګوي، تحریک طالبان پاکستان، جماعت الدعوه، لشکر اسلام، لشکر انصار او د ازبکستان اسلامي تحریک هغه ډلې دي چې په افغانستان کې فعاله دي.

خو د دوی په منځ کې تر طالبانو وروسته داعش تر ټولو ځواکمنه ده او تر اوسه یی لوی او خونړي بریدونه کړي. اوس که طالبان له جګړې لاس اخلي هم د دې اړتیا شته چې له داعش سره مقابله وشي.

له بل لوري داسي نه ښکاري چې ټول طالبان به سوله وکړي د دوی په منځ کې هغه کسان چې ډېر سخت دریځي دي او منځ لاری نظام نه مني، ښایي له داعش سره یوځای شی.

داعش یوازې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره نه جنګیږي، بلکې دوی نیابتي جګړې کوي او د لوی خراسان رامنځته کولو یادونه کوي.

دا ډله په افغانستان کې پټه، خو بیا هم پیاوړې ده. ویل کیږي داعش په پاکستان کې هم مرکزونه لري، نو شونې ده چې د دې هېواد د استخباراتو تر نفوذ لاندې فعالیتونه وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که طالبان سوله هم وکړي داعش ډله به بیا هم د افغان ځواکونو پر ضد جنګېږي

۳: د طالبانو دریځ به څومره نرم وي؟

په اوسنۍ سیاسي، امنیتي او ټولنیزه فضا کې طالبانېزم باید په اساسي ډول وپېژندل شي. ولي طالبان د یوې وسله والې ډلې په توګه رامنځته شول؟ په پیل کې د طالبان د رامنځته کیدلو موخه د سختو شرعی قوانینو پلی کول وو.

اوس پوښت دا ده چې دوی به له هغه پخواني دریځه څومره واوړي، او د اوسني افغانستان حقایق او شرایط به څومره ومني.

طالبان ادعا کوي چې د افغانستان ۷۰ سلنه سیمه او افغانان له دوی سره دي، په داسي حال کې چې د دوی په سیاسي دفتر او د خبرو اترو پلاوي کې يې هېڅ ښځینه غړې نشته.

نو ایا دوی به د ښځو بشپړې ازادي ته درناوی وکړي؟ موسیقۍ ته به اجازه ورکړي؟ ښځینه سندرغاړې به کنسرتونه وکولای شی؟ نجونې به په ازادۍ سره ښوونځي او پوهنتون ته تګ وکړای شي؟

د یادونې وړ ده چې د سولې په وروستیو خبرو کې طالب استازو اشاره کړې چې د ښځو پر وړاندې به خپل پخوانی دریځ نه ساتي او هغوی ته به د اسلامي اصولو په چوکاټ کې هر ډول حقونه ورکوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ډېرو سره دا پوښتنه ده چې د طالبانو په راتګ به افغانې ښخې د کار او زده کړو حق ولري که نه

۴: د کورنۍ جګړې شونتیا او د مخنیوي لارې یې

په هېواد کی د پیاوړي ملي پوځ او یا بهرنیو پوځیانو په نه شتون کې هېڅ ډول بین الافغانی هوکړه دوامداره سوله نشي راوستلی. له تاریخ څخه باید درس واخلو.

د مجاهدینو مشرانو، چې د ډاکتر نجیب الله د حکومت پر ضد جنګیدل، په پېښور کې د یوې هوکړې په ترڅ کې د صبغت الله مجددي په مشرۍ د حکومت د جوړېدو اعلان وکړ، او د هېواد ملی پوځ یی له منځه یوړ.

خو په لومړیو میاشتو کې د دوی خپلمنځي تړون مات شو او کورنۍ جګړه پیل شوه، چې په پایله کي يې بې شمېره افغانان ووژل شول او په ملیونونو نور کډوال شول.

طالبان په دې باور دي چې په افغانستان کې یې ۴۷ هېوادونو ته پوځي ماتې ورکړې او په کور دننه هېڅ ډول ډله د دوی پر وړاندي د درېدو توان ونلري. نو دا شونې ده چې دوی به د خپلې خوښې نظام راوستلو لپاره له زوره کار اخلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابل ته د مجاهدینو په راتګ سره کورنۍ جګړه پیل شوه، سره له دې چې مشران یې پاکستان کې هوکړې ته رسېدلي وو

یوازې د پیاوړي ملی پوځ په شتون کې د سولې خبرې بریالۍ کېدای شي، اود نن او سبا د ننګونو ځواب ویلی شي. د دوامدارې سولې لپاره دوه ټکي اړین دي. لومړی داچې امنیتي او دفاعي ځواکونه باید نور هم پیاوړي شي تر څو هېواد له ګډوډۍ وژغوري.

دوهم دا چې د کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره به ښه وي چې په افغانستان کې لږ شمېر نړیوال ځواکونه شتون ولري.

د لیکوال په اړه:

هاشم وحدتیار په واشنګټن کې د نړیوالو چارو د انسټیټیوټ مشر دی. نوموړی تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ویاند او د افغانستان او د ګاونډیو هېوادونو لپاره یې د پرګرام مسوول و.

په دې لیکنه کې ټول نظرونه په لیکوال پورې اړه لري.

ورته مطالب