که خوشحالي غواړئ، د خپلې خوښې مسلک غوره کړئ

اولیا
Image caption د ځان لپاره داسې مسلک غوره کړئ چې مینه ورسره لرئ

د ماشومتوب په ورځو کې مو یو ډاکټر ګاونډی درلود. ده په اصل کې تر شپږمه ښوونځی لوستی و او نرس پاتې شوی و. خو اوس یې زموږ په کلي کې ډېره دبدبه وه. خلکو به پیسې هم ورکولې. وچې غوښې، هګۍ او بینډۍ به یې له لېرې ځایونو ورته راوړې او چاپلوسي به یې لا د پاسه ورته کوله.

د ډاکټر دې شان ته په کتو ما هم فکر کاوه چې کله لوی شم نو هرومر به ډاکټر کېږم. لکه د نورو ماشومانو په څېر ما هم مستۍ کولې او خیالونه به مې لیدل. خو د خوښیو تر څنګ د خپګان شېبو هم ځورولم.

ځیني دا د خپګان شېبې د جګړې له کبله وې. ځکه موږ په هلمند کې د جګړې پر لومړ‍ۍ کرښه ژوند کاوه. خو زه اوس فکر کوم چې نورې یې د ژور خپګان له کبله وې. ما هیله لرله چې لوی شم نو د خوښي دنده یا مسلک به مې له خپګانه خلاص کړي.

کله چې ۲۰۰۰ میلادي کال کې برتانیې ته کډوال شوم د ډاکټرۍ فکر مې سر کې و. خو د ریاضي، فیزیک او کمپیوټر زدکړې راته ډېرې سختې تمامېدې. وروسته یوه روانپوه ازموینې رانه واخستې او راته ویې ویل چې په ډیسلیکیا اخته یم.

دا هغه رواني حالت دی چې انسان پکې د لوست پر وخت تمرکز نشي کولی او په زدکړو کې له سختو ستونزو سره مخامخ وي. د همدې حالت له کبله مې ساینسي مضامین نشو زده کولای او متن مې روان نشو لوستلای.

Image caption په ماشومتوب کې د خپل ګاونډي ډاکټر ژوند او دبدبې خوند راکاوه

زه یوه بحران کې راګېر شوم او نه پوهېدم چې اوس به پاتې ژوند په کوم مسلک کې تېروم. په دې دوران کې مې پر مستري توب، بنايۍ، سیاست، وکالت، برېښنا او ان جادو ګرۍ فکر وکړ.

وروسته مې د پلار خبره رایاده شوه. زما پلار په ماشومتوب کې له پلار او موره یتیم را لوی شوی و. د یوه قاضي په کور کې خادم پاتې شوی و. پلار مې نو د قاضي د ژوند دبدبه لیدلې وه او غوښتل یې چې زه قاضي شم. نو ما په کالج کې د حقوقو د پوهنځي د تیارۍ لپاره نوملیکنه وکړه.

کورس دومره سخت و چې نجونو به هر سهار تر صنف وړاندې یوځل په ګډه سره ژړل او بیا به لکچر ته تللې. زه چې له افغانستانه تللی وم نو تر نجونو مې حال ښه نه و. یوه ورځ خو ان په کور کې د فشار له کبله را ولوېدم شوم. وخت ناوخت به د وارخطايۍ حملې راباندې راتلې او فکر به مې کاوه چې مرم.

ژوند مې ډېر تریخ و او لار رانه ورکه وه. خو کورس مې خلاص کړ او د برتانیې د هل ښار پوهنتون د حقوقو پوهن‍ځي کې مې ځای وموند. د کورس په لومړیو اوونیو کې یې چې کله کورنۍ دنده راکړه نو پوه شوم چې دا مضمون مې هم چندان په طبیعت برابر نه و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هل پوهنتون حقوقو پوهنځي مې هم په طبیعت برابر نه و

ما مخکې لا د شخصیت د ودې په اړه کتابونه پلټل چې ګوندی د خپلو دردونو دوا پیدا کړم. "د بریا رازونه" نومي کتاب کې هغه څپرکي ته ورسېدم چې د مسلک په اړه یې مشوره ورکوله.

کتاب کې راغلي وو چې که له تاسو لاره ورکه وي نو فکر وکړئ چې کوم کارونه له شوقه کوئ. بیا دا وګورئ چې ایا ستاسې د شوق کارونه په مسلک کې هم پیدا کېږي که نه.

ما چې فکر وکړ نو پام مې شو چې زما شوق له علمي مالوماتو، مستندو فلمونو، سفر او کیسې کولو سره و او دا هرڅه یوازي په ژورنالېزم کې وو.

دا ظاهرا ساده لارښوونه ماته د یوه انقلاب په څېر وه او هغه دم مې د دومره هوساینې احساس وکړ لکه له اوږو چې مې دروند پېټی لېرې شوی وي.

له حقوقو ژورنالېزم ته واوښتم. پلار مې خوښ نه و، خو زما زدکړې ډېرې ښې رواني وې او په ۲۰۰۸ کال کې له دوو جایزو سره د لسو لوړو کسانو په لېست کې فارغ شوم.

فکر مې کاوه د خوښۍ کیلي مې پیدا کړه او د ژوند ترپایه به دغه سپارښتنه ملګرو ته کوم چې هغه څه ولولئ چې په طبیعت مو برابر وي.

Image caption په ژورنالېزم کې خوښ وم او فکر مې کاوه چې د خوښۍ کیلي مې پیدا کړه

خو زما ذهني نارامي بیا هم نه وه ختمه شوې. د بریا په اړه ادبیاتو به ویل چې ټولنیز ژوند، لوی مسولیتونه او له خلکو سره مرستې هم د ژوند خوښي زیاتوي. ما به همداسې کول، خو له دې هرڅه سره سره مې ژوند له خپګانه خالي نه و.

په بې بې سي کې د درو کلونو بریاو سره سره مې صحت ورځ تر بلې ویجاړېده. په کابل او لندن کې ډاکترانو ته ولاړم او د ځان رغونې په اړه مې ډېرې پلټنې او تجربې وکړې.

یو عالم ورزشونه او پرهېزونه مې پیل کړل. ما فکر کاوه چې مخ په جوړېدو وم، خو بیا هم یوه اونۍ ژور خپګان راباندی راغی.

له کاره مې د د دوه اوونیو رخصتي واخیسته. تیلیفون مې بند کړ او ځان پسې مې دروازه را وتړله. په دې وخت کې ما د پنځلسو کلونو راهیسې د انسانانو د طبیعت او ژوند د ښه کولو په اړه څېړنې او تجربې کړي وې.

د ډېرو خوبونو او فکرونو وروسته زه دې پایلې ته ورسېدم چې زما د ناروغیو او ناخوښۍ یو لوی لامل دا و چې ما ټول ژوند په خپل طبیعت نه و تېر کړی.

زما پام شو چې په رواني حساب انسانان پر دوه برخو ویشل شوی دي، چې په انګرېزۍ کې extroverts او introverts ورته وايي. لومړۍ ډله یې بې حده ټولینیز وي. یوازې یې نفس تنګېږي او تل هڅه کوي انسانان ترې راټول وي.

خو زه په هغه دویمه ډله کې وم، هغه ډله چې ډېر فکرونه کوي او یوازیتوب خوښوي.‌ که یې خواو شا ګڼه ګوڼه زیاته وي، ځان ارام نه احساسوي.

Image caption د کلونو په ترڅ کې مې د ځان پېژندنې په اړه ګڼ شمېر کتابونه ولوستل

زما د طبیعت برعکس ما ټول عمر داسې تېر کړی و چې قصداً به مې ټولنیز مسولیتونه پرغاړه اخیستل او دې عمل مې د ګټې پر ځای زیان را رسولو.

دا په دې مانا نه ده چې ګوښي خلک د نورو د کړاوونو پر وړاندې بې حسه وي. البته دا خلک ډېر حساس وي او ژور درک لري. خو د دوی هیله تل دا وي چې په خپل وخت، خپل ترتیب او خپله خوښه چلند وکړي.

زه اوس په دې پوه شوم چې د خوشحاله ژوند لپاره د خپلې خوښي دنده مهمه ده. ‌خو تر دندې هم مهمه دا ده چې یو کس خپل ځان وپېژني او د خپل فکر سره سم ژوند وکړي.

دا په هیڅ توګه اسان کار نه دی، ځکه ټولنه او حالات تل هڅه کوي سړی یوه خاص قالب ته واچوی. خو که څوک پوه وي نو کولای شې چې ګام په ګام خپل ژوند ورسره سم کړي.

بله دا چې که مور او پلار له پیله خپلو بچیانو ته د هغوی د شخصیت سره سمه وده او تربیه ورکړي نو اولادونه به یې خوښ او ټولنې ته ګټور انسانان شي.

ورته مطالب