مینه منګل؛ د پلار ګټیالۍ لور

مینه
Image caption پلار یې وایي مینه منګل یې ګټیالۍ لور وه

مینه منګل د ډاکټر نجیب د حکومت په ورستیو کلونو کې د کابل د ده مراد خان په سیمه کې زېږېدلې او په کابل کې لویه شوې وه. ۳۰ کلنه مینه د خپلې کورنۍ لومړی اولاد و. له دې وروسته یو ورور او ورپسې پنځې خویندې دي.

کورنۍ یې وایي، مینه د ډېرو کمالونو خاونده وه. قابله، د حقوقو محصله، لیکواله او شاعره وه. د دغو ټولو وړتیاو سربېره یې له خبریالۍ سره ډېره مینه لرله.

ان په ماشومتوب کې یې لیکنې کولې. له څوارلس کلنۍ یې د راډیو اورېدل پیل کړل او لیکونه به یې ور لېږل.

د مینې منګل پلار د پکتیا د جاني خېلو ولسوالۍ دی او د ماسټرۍ تر کچې یې لوړې زدکړې په اوکراین کې بشپړې کړې دي.

وایي دی په حیرتانو کې عسکر و. یوه ورځ یې بي بي سي راډیو اورېدله چې د خپرونې وړاندې کوونکې د مينې منګل نوم واخیست او اوږد لیک یې ولوست.

Image caption د مینې پلار وایي، لور یې له څوارلس کلنۍ له راډیو سره مینه درلوده

هغه وخت مینه ۱۴ کلنه وه. رسنیو ته د مینې لومړی پیغام یو ډېر اوږد لیک و. مور یې وایي، مینې څو رنګارنګ کاغذونه سره نښلولي وو چې ترې اوږد لیک جوړ شوی و. بیا یې مور هماغه لیک د کابل پوسته خانې له لارې بي بي سي لندن ته استولی و.

د مینې پلار وایې، له رسنیو سره د مینې ډېرې لیوالتیا ته په کتو، ده ورته یوه کوچنۍ راډیو ډالۍ کړې وه.

د بي بي سي د ژورنالېزم اکاډمۍ مشره نجیبه لېمه چې پخوا د بي بي سي راډیو ویانده وه وایي، د مینې منګل ډېر لیکونه بي بي سي ته راتلل.

"موږ ټول به د دغې وړې نجلۍ پوهې ته حيران وو. د مړینې پر ورځ مې یوه همکاره وپوښتله، دا خو به هماغه مينه نه وي؟ ځواب يې هو و. اوف! د دومره استعداد خاونده، روښانه څراغ، شاعره، ليکواله، خبریاله نن تر خاورولاندې شوه".

Image caption مینه (کیڼ لاس ته) له خپل مور، پلار، ورور او کشرې خور سره

له دولسم ټولګي نه تر فراغت وروسته مینې سملاسي وظیفه پیل کړه. پلار یې وایي، مشره لور یې د کور ګټیالۍ وه.

"مینه مې ډېره ذهینه او با احساسه لور وه، ځکه چې د کور مشر اولاد و".

دی زیاتوي، رسنیو سره د مینې شوق له کبله خپله لور یې د وخت له یو څو نامتو خبریالانو سره معرفي کړې وه، چې د خپلو زده کړو ترڅنګ د ژورنالېزم په برخه کې هم یو څه زده کړي.

د مینې لومړۍ دنده په شمشاد تلویزیون کې وه. هلته یې یو څه موده د پردې ترشا د هوا حالات ویل. خو دېر ژر یې پرمختګ وکړ او د همدغه ټلویزون پر پرده یې تفریحي خپرونې وړاندې کړې.

تر مینې کشره خور یې د هغې ورځې یادونه کوي چې مینې خپله لومړۍ خپرونه وړاندې کړې وه.

"کور ته په ډېره خوشالۍ راغله او ویل یې، لومړۍ خپرونه مې ثبت شوه. ټلویزیون کې ښکاره شوم".

له شمشاد وروسته مینې په کابل کې له څو نورو تلویزیونونو سره هم کار وکړ.

یوې پخوانۍ همکارې یې راته وویل:

"زه یې واده ته هم ورغلی وم. هلته مې له خلکو واورېدل چې په خپل شخصي ژوند کې له مېړه سره ستونزې لري. بیا له واده څو ورځې وروسته مینې له کاره استعفا ورکړه".

Image caption مینې په کابل کې له ګڼو رسنیو سره کار وکړ

د مینې منګل یوه بله پخوانۍ همکاره وایي:

"له خپلو رسنیزو کارونو سره یې عجبه مینه لرله. د خپلې هرې ټلویزیوني خپرونې له ثبت وروسته به یې له همکارانو پوښتل چې ټلویزون کې څنګه ښارېده. دې به ویل غواړي مسلکي ویانده او خبریاله شي. له رنګارنګ جامو سره یې مینه وه. دې به ویل چې ژوند په رنګونو ښایسته دی".

خو د کار په ډګر کې له بریاو سره جوخت مینې یوه کورنۍ ستونزه درلوده او په پټه یې زغمله.

پلار یې وایي، لور یې نوی خپل کاري ژوند پیل کړی و چې کوژده شوه. خو له هلک سره یې رسنیو کې د کار کولو او د ځینو نورو خبرو پر سر ستونزې او مخالفتونه پیدا شول.

"د همدغو مخالفتونو له کبله ۹ کاله یې نامزادي وغځېده. بیا واده شوه، خو له بده مرغه د مینې نوی ژوند اباد نشو".

د مینې یوازینی ورور شکیب چې اوس د دری ماشومانو پلار دی وایي، مینه د کور د اقتصادي ستونزو له کبله ځورېده، خو لوړ همت او ارمانونه یې لرل.

"مینه مې مشره خور نه، بلکې زما مشر ورور و، ما ته به یې ویل، لالا اقتصادي ستونزې به مو حل شي، تل به مو داسې په کرايي کورونو کې ژوند نه وي. زه هڅه کوم چې تا ته دنده پیدا کړم. که دلته څه ونشو نو بهر ته به دې ولېږم".

Image caption مینه منګل د وژل کېډو پر وخت ۳۰ کلنه وه

ورور یې زیاتوي، مینه د کورنیو ستونزو له کبله یو څه غلې او ګوښه نشینه شوې وه. خو له کوره بهر بیا هم دېره فعاله وه. قابلګي یې لوستې وه او اوس د حقوقو پوهنځي دویم کال محصله هم وه.

مینه د خپلو رسنیزو کارونو سربېره د میرمن ادبي بهیر غړې هم وه. ادبي لیکنې یې کولې. شاعره وه، خو د خپلو شعرونو کومه ټولګه یې نه وه چاپ کړې.

ډیری لیکنې به یې خپله فېسبوک پاڼه کې کولې.

د مینې درېیمه خور چې ورنه پنځه کاله کشره ده وایي، خور یې د هېواد امنیتي ځواکونو ته ډېر درناوی درلود او ورته یې ډېر شعرونه او مطالب هم لیکلي و.

ورته مطالب