بېټکوین؛ داسې کرنسي چې نه شته

  • 19 می 2019 - 29 غویی 1398
بېټکوین د انځور حقوق Getty Images
Image caption بېټکوین یو ډول ډیجټل کرنسي ده چې هېڅ فزیکي شتون نه لري

بېټکوین د ډیتجټل کرنسۍ یا د کریپټوکرنسۍ یو ډول دی چې له لارې یې په دیجیټلی توګه او د کوډ په بڼه پیسې له یو ځای نه بل ته لیږل کیږي. بېتکوین یوه نوې پدیده ده چې په ۲۰۰۸ کال کې د یوه جاپاني پوه ستوشي ناکاموټو لخوا معرفي شوه چې عملا د تولیداتو او خدماتو پیرلو او پلورلو او د نورو اسعارو د تبادلې لپاره استعمالیږي.

په دغه شکل د هر چا لپاره یو نوی ځانګړی بریښنایي سیستم په ژوندۍ بڼه رامنځته کیږي چې مرکزي بانک یا نورو مالي مؤسساتو او بل کوم داسې ارګان ته پکې هېڅ اړتیا نه لیدل کیږي چې پیسې تنظیم او کنترول کړي.

د بیټکوین ارزښت

د عادي اسعارو برعکس د بیټکوین له معرفي کیدلو نه تراوسه یې ارزښت هېڅکله ثابت نه دې پاتې شوی. تر ۲۰۱۲ کال پورې یې ارزښت ډیر ښکته و خو د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۶ پورې د یو بیتکوین ارزښت تقریبا تر ۱۰۰۰ امریکایی ډالرو رسیده.

په ډسمبر ۲۰۱۷ کال کې یې ارزښت ۱۵۰۰۰ ډالرو ته پورته شو خو په نومبر ۲۰۱۸ کې ۴۰۰۰ ډالرو ته راښکته شو. اوسمهال د یو بیټکوین ارزښت د ۵۰۰۰ امریکایی ډالرو معادل دی، چې تقریبا څلور سوه زره افغانۍ کیږي ته رسیږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بېټکوین په مرسته په اسانۍ او چټکۍ له یو هېواده بل ته پیسې استول کېږي

په بیټکوین کې یو کس د کوم بانکي حساب پرته پیسې له یوه اکاونټ نه بل ته او په چټکه توګه د نړۍ هرې برخې ته په اسانۍ سره لیږلاۍ شي.

له دې لارې یو کس کولای شي په اسانه توګه د بیټ کوین ورځني ارزښت ته په کتلو سره په بېلابېلو ځایونو کې پانګونه وکړي او د مختلفو شرکتونو سهمونه واخلي.

د بېټکوین ګټې:

- د بیټکوین کارولو پرمهال د نوموړي عملیاتي او د لیږد لګښت ډېر کم دي

- د اکاونټ له لارې تاسې هر وخت په هرځای کې هر څومره پیسې لیږلای شئ.

- بېټکوین د هېڅ مالي مؤسسی یا درېیم ارګان پرته خپلې چارې په اسانه توګه مخته وړلاۍ شي.

د بېټکوین زیانونه:

- د دولت او مرکزي بانک لخوا د څارلو نشتون (د بیتکوین استعمال د مرکزي بانک لخوا نه کنترولیږي) چې له امله یې د مالیی اخستل سختیږي.

- د هک کولو او غلاکولو خطر پکښې موجود دی ځکه د تکنالوژۍ له لارې یې چارې مخته ځي.

- بېټکوین د مشتري هویت ساتلو کې ناکام شوي

- د دی نرخ د عرضې او تقاضا په اساس ټاکل کیږي او هغه هم په ژوندۍ بڼه چې څومره خرڅ شي همغومره یې تقاضا زیاتیږي.

- بېټکوین اصلي اسعارو یا کرنسۍ ته چې د یو هېواد مرکزي بانک لخوا تائید شوي وي نه تبدلیږي ځکه هېڅ فزیکي بڼه نلري.

- د دی نرخونه ثابت نه دي او پکې بدلون د کاغذي پیسو په پرتله ډیر دی.

- بېټکوین هېڅ څښتن او کنترولوونکي نه لري. که د یو کس پیسې ورکې شي نو هېڅ داسې ارګان نشته چې ورته عریضه وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بېټکوین یو تاوان دا دی چې ضامن یا کنترولوونکی نه لري

د بېټکوین راتلونکی:

اوسمهال د بېټکوین له لارې په بیلابیل هیوادونو کې خریداري کیږي. د مثال په توګه په eBay وېبپاڼه باندې عملا د بېټکوین له لاري پير او پلور کیږي.

سوداګر اوس د بېټکوین له لارې شیان په اټکلیز شکل خرڅوي ترڅو اجناس دوی ته تاوان ونکړي. نو دوي خپل اجناس له اوسه د راتلونکي په نیت خرڅوي.

همدا چاره د بېټکوین ارزښت تر پوښتنې لاندې راولي، ځکه چې دلته بیټکوین د اسعارو پرځای د سهمونو یا معتبرو ونډو چلند کوي.

د بیټکوین په هکله څو عمده نظرونه شته. لومړی ګروپ په دې عقیده دی چې د بیټکوین له لارې په اسانۍ سره د یوه اکاونټ نه بل اکاونټ ته د دوه کسانو ترمنځ د کم مصرف په ورکولو سره پیسې لیږل کیدل اسان دي نو ځکه به دا ائنده کې ډیرو خلکو ته د منلو وړ اوسي.

دویمه ډله وایی چې بېټکوین به د کاغذي پیسو لپاره یو بدیل شي چې د یوې غیرې نغدي ټولنې جوړولو کې به ونډه واخلي او د کین هغه نظریه چي وایي، یو وخت به داسي اسعار رامنځته شي چې هېڅ هیواد پورې به تړاو ونلري، سمه ثابته شي.

درېیمه ډله خلک په دې اند دي چې بېټکوین یوه بی ثباته کرنسي ده چې له لارې یې پیسې ناسمې کارول کېږي، یا مینځل کېږي، ځکه چې شاته یې هېڅ ضمانت او پشتوانه نشته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر هېوادونه غواړي پر بېټکوین بندیز ولګوي

د بیټکوین استعمال د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې کیږي خو ځینې یې د بندیز او نه استعمالولو په هکله پرېکړې کوي. په امریکا او انګلستان کې یې کارېدل په پراخه کچه لیدل کیږي خو د یادو هیوادونو دولتونو خپل خلک د بېټکوین د زیانونو په هکله خبر کړي.

بنګله دېش، بولویا، چین ایسلنډ، هند، روسیه، سویډن، تایلنډ، ویتنام او د ځینو نورو هیوادونو مرکزي بانکونه غواړي چې د بېټکوین په استعمال بندیز ولګوي.

په افغانستان کې د بیټکوین تصور نوی دی او په هکله یې پوهاوی کم دی. دلته د بریښنایی تادیاتو او یا ډیجیټلی اسعارو تصور تراوسه عام شوی نه دی.

د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې د بېټکوین په هکله داسې ویل کېدل چې ګواکې د افغانستان بانک د بېټکوین له لارې د پور پاڼې خپروي، خو مرکزي بانک یاد خبر رد کړ او یادونه یې وکړه چې د پور پاڼو خپرول د افغانستان بانک واک کې نه راځي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې د بېټکوین په اړه عامه پوهاوی لا ډېر کم دی

پایله:

په ټوله کې ویلای شو چې بېټکوین او ډیجټل کرنسي کولای شي چې له نغدو پيسو پرته خلکو ته داسی اسانتیاوې چمتو کړي چې خپل مالي فعالیتونه په لنډ وخت کې په دیجیټلی توګه سرته ورسوي.

خو د بېټکوین په هکله د امنیتي خطراتو شتون، د دی د نظارت لپاره د کوم ارګان نشتون او اصلي اسعارو ته نه بدلېدل هغه ستونزې دي چې د بېټکوین په اړه شکونه زېږوي.

د لیکوال په اړه:

کامران ملک د اسلام اباد له نړیوال اسلامي پوهنتونه د اسلامي بانکدارۍ او مالیاتو برخه کې خپله ماسټري کړې او دا مهال د کابل په کاتب، جهان او کاروان پوهنتونونو کې د ادارې او تجارت برخو کې استاد دی. په دې لیکنه کې ټول نظرونه او ورکړل شوې شمېرې په لیکوال پورې اړه لري.

ورته مطالب