د افغانۍ ارزښت لوېدل: لاملونه، ننګونې او حل لاره

د افغانۍ مقابل کې هم پاکستانۍ کلداره غورځېدلې ده. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانۍ مقابل کې هم پاکستانۍ کلداره غورځېدلې ده.

د ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت د را ټیټېدلو تر شا دوه عمده لاملونه دي. اول دا چې د ډالرو ارزښت په عمومي ډول په نړېواله کچه بېلا بېلو اسعارو په وړاندې لوړ شوی دی او دوهم د هېوادونو داخلي اقتصادي وضعیت دی.

په ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کلونو کې کله چې په امریکا کې مالي کړکېچ رامنځته شو، نو ورپسې اقتصادي بحران هم پيل شو.

د دې لپاره چې اقتصادي فعالیتونه چټک شي، د متحده ایالاتو مرکزي بانک (Federal Reserve) غځېدونکی پولي سیاست (Expansionary Monetary Policy) خپل کړ چې له مخې یې د سود کچه را ټیټه کړه چې شرکتونه په اسانه زیات پورونه واخلي او اقتصادي فعالیتونه چټک شي.

له دې لارې بازار ته د ډالرو وړاندې کول زیات شول او ورسره د ډالرو ارزښت را ټیټ شو.

خو په دې وروستیو کې د متحده ایالاتو اقتصادي وضیعت نسبتاً ښه شو. په داسې حال کې د متحده ایالاتو مرکزي بانک خپل غځېدونکي پولي سیاست ته د پای ټکې کېښود چې ورسره هغوی ټرېژري نوټس (Treasury Notes) باندې د سود سلنه لوړه کړه.

که په عامیانه اصطلاح ووایو، کله چې د متحده ایالاتو حکومت یا مرکزي بانک له خلکو نه پور اخلي نو "ټرېژري نوټ" بازار ته راوباسي او خلکو نه د دې په بدل کې پيسې اخلي او ورته سود ورکوي.

کله چې د سود سلنه لوړه شوه، له کبله یې خلکو زیات اوراق اخیستل شروع کړل. په مقابل کې میلیاردونه ډالر بېرته مرکزي بانک ته راغلل.

په یورو فشار

دې سره په بازار کې د ډالرو وړاندې کول کم شوه او ورسره د ډالرو ارزښت لوړ شو. د ډالرو د ارزښت لوړېدلو دوهم عمده لامل، د یورو ارزښت لوړېدل دي. په وروستیو کې اروپايي اتحاديه په ځانګړي ډول د انګلستان د وتلو (Brexit) له کبله سیاسي کړکېچ سره مخ شو چې له کبله یې په یورو فشار زیات شو.

دا چې یورو د ډالر پر وړاندې تر ډېرې وخت پیاوړې پاتې شوې، نو کله چې بیه ټيټه شوه، ډالر ورسره پیاوړی شو.

په نړيواله کچه د ډالرو پیاوړتیا په عمومي ډول د بېلابېلو اسعارو ارزښت راټیټ شو، خو د دې ترڅنګ د هېوادونو کورنۍ وضعیت هم د ډالرو پر وړاندې د دوی د پيسو د ارزښت د ټېټېدو باعث شوی دی چې دا لاملونه هېوادونو تر منځ توپېر کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ډالرو لوړېدو سره په نړیواله کچه د بېلابېلو اسعارو ارزښت راټیټ شو

د بېلګې په ډول، په ترکیه کې سوداګرۍ (Corporate) او نور پورونو ۷۰ سلنه په ډالرو دي. کله چې ډالر پیاوړی شو نو په ترکي لېرا (Lira) د دغه قرضونه پر وړاندې سود یو دم لوړ شو. بل خوا ته د استانبول او واشنګټن ترمنځ سیاسي اړیکو ترینګلتیا لا زیات منفي اغېز وکړ چې له کبله یې د ترکیې ليرې په ارزښت کې د تېرو څو کلونو په پرتله دوه سوه سلنه نه زیات ټیټوالی رامنځته شو.

همدا راز د امریکا له خو د لګول شوي بنديزونو له کبله، د ایراني تومان ارزښت مخ په غورځېدو دی. همدا راز پاکستاني کلدارې د ضعیف تولیدي سېکتور، لوړ سوداګريز کسر، په ملي جاري حساب کې د ډالرو کمښت او سیاسي بې ثباتۍ له کبله په بېساري ډول خپل ارزښت له لاسه ورکړ. هندي روپۍ په ځانګړي ډول د تېلو نرخونو په لوړوالي او د امریکا او چین تر منځ سوداګريزې جګړې له کبله فشار وارد شو چې له امله یې ارزښت را ټیټ شو.

که د افغانۍ د ارزښت موضوع ته راشو، نو لاملونه یې په نړيواله کچه د ډالرو د ارزښت لوړوالي ترڅنګ کورنۍ ستونزې هم دي. د دې ستونزو د تحلیل یو عمده لاره سوداګریزه راکړه ورکړه (Economic Activity) ده، کله چې په یوه هېواد کې سوداګريزه راکړه ورکړه زیاته شي نو د یاد هېواد پيسو ته اړتیا پيدا کېږي خو بر عکس کله چې سوداګریزه راکړه ورکړه راکمه شي نو د پيسو لپاره غوښتنه هم کمه شي.

په افغانستان کې پرله پسې نا سم امنیتي وضیعت، سیاسي کرکېچ د اقتصادي ځوړ باعث شوی دی. د دې لامل کېږي چې په بازار کې د افغانیو غوښتنه را کمه شي.

په داسې حالاتو کې اړتیا وي چې بېړني ګامونه پورته شي او اقتصادي فعالیتونه تېز شي او یا دا ده چې په بازار کې د افغانیو مقدار را کم شي او ډالر پیچکاري شي چې دا لنډمهال/ موقت حل دی. دا چې حکومت نه دی توانېدلی د هېواد اقتصدي اړتیاو ته ځواب ووايي نو ډېر تمرکز په دویمې برخې کېږي.

د ډالر رایستل

د دې له مخې افغانستان بانک په اونۍ کې دوه واره شاوخوا ۷۰ میلیونه ډار لیلاموي، چې افغانۍ راټولې کړي او ډالر عرضه کړي.

دلته د پام وړ موضوع دا هم ده چې ګاونډي هېوادونه پاکستان او ایران اقتصادي ستونزو او بندیزونو له کبله د ډالرو له سختې اړتیا سره مخامخ دي.

دا چې افغانستان سره امریکا، نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره مرستې په خارجي اسعارو، په ځانګړي ډول په ډالرو کې کېږي نو دواړو هېوادونو ته دا فرصت برابرېږي چې قانوني تجارت له لارې، غېر قانوني تجارت (چې په ګمرک کې نه ثبتېږي) او هم د ډالرو قاچاق له لارې خپل د خارجي اسعارو اړتیا پوره کړي.

د قاچاق ستونزې له کبله په بازار کې ډالر پيچکاري کولو لنډمهاله پالیسۍ اغېز په بشپړ توګه نه ترلاسه کېږي. په دغه ستونزه کې صرافان او افغانستان بانک یو بل ملامتوي.

د افغانیو د ارزښت لوړېدو مخه نیولو لپاره په ظاهره د افغانیو لیلام پرته هېڅ اغېزناکه کړنلاره نه ده وړاندې شوې.

په دې برخه کې اړینه ده چې افغانستان بانک، مالیې وزارت، اقتصاد وزارت او نور اړوند ارګانونه په ګډه ژر تر ژره په هېواد کې د خارجي اسعارو (کلدارې او تومان) چلند مخنيوی، د پېسو د بازار غوره مدیریت، او اقتصادي وده او راکړه ورکړه لوړولو لپاره واضح او جامع پلان وړاندې کړي تر څو خلکو کې د افغانۍ ارزښت په اړه بې باوري راکمه شي، او همدا راز لنډمهال، منځمهال او اوږد مهال کې د افغانۍ ثبات او اقتصادي پیاوړتیا رامنځته شي.

د اړوندو ادارو چوپتیا، او د یوې جامع او واضحې کړنلارې نشتون او په دې برخه کې ځنډ کول به وضعیت لا زیات کرکېچن کړي.

د لیکوال په اړه:

شعیب احمد رحیم په کابل کې د پوهنتون استاد دی او له نړیوالو ادارو سره د اقتصادي پراختیا برخه کې کار کوي. نوموړی له پاکستانه د سوداګرۍ او مدیریت او له انګلستانه د پراختیایي اقتصاد برخو کې ماسټرۍ سندونه اخیستي.

ورته مطالب