له ګاونډیانو سره د افغانستان د اوبو سیاست ته کتنه

اوبه
Image caption افغان چارواکي وايي، د هېواد د پرمختيا لپاره اړ دي چې د اوبو د مديريت پراخې طرحې پلې کړي.

د نړۍ نیمايي سطحه داسې حوزو پوښلې چې اوبه یې د هېوادنو ترمنځ له سیاسي پولو اوړي. دا ډول حالت کې هر هېواد هڅه کوي ډېرې اوبه ترلاسه کړي چې دا کار د دولتونو تر منځ اړیکې متاثره کوي.

له همدې امله هغه سیاستونه او د هېوادونو ترمنځ اړیکې چې د اوبو د موجودیت، وېش او کارونې څخه متاثره شوې وي هایدروپولیټیک بلل کېږي.

د نفوس د ډ‌ېروالي له امله په هېوادونو کې د پاکو اوبو کمښت، اقلیمي بدلون او ناسمه استفاده ډېر ځله په نړۍ کې د سیاسي شخړو لامل شوې. خو داسې هېوادونه هم شته چې د اوبو وېش د شخړو پر ځای د همکاریو سبب شوی.

لکه په اروپا کې د دانیوب سیند چې ۱۸ هېوادونه په کې شریک دي. له اوبو د رامنځ ته شویو ستونزو، سوله ییز حل، بیا د اوبو ډیپلوماسي بلل کېږي.

د اوبو کمښت او پر وړاندې یې د اړتیا د لوړېدو له امله، خوږو اوبو اوس ډېر ارزښت خپل کړی. داسې ویل کېږي چې په ۲۱مه پېړۍ کې به اوبه د تېلو ځای ونیسي او راتلونکې جګړې به د اوبو پر سر وي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې له ګاونډیانو سره یې اړیکې له اوبو متاثره دي.

په افغانستان کې د اوبو د شخړو پیل، له ایران سره د سرحد ټاکلو وخت (۱۸۷۲) ته رسېږي. د هلمند سیند حوزه چې د سیستان سیمه یې تر پوښښ لاندې راوستې تر نورو ډېره له جنجالونو سره مخ وه.

له همدې امله د افغانستان او ايران ترمنځ، پر دې حوزې ډېر جنجالونه او بحثونه شوي او تر اوسه پرې پنځه تړونونه لاسلیک شوي. وروستی هغه يې د ښاغلي موسی شفیق د وخت (۱۹۷۱) دی چې د هلمند سیند اوبو ته یې هر اړخیز او پر نړیوالو معیارونو او حقوقو برابر حل وموند.

همدارنګه افغانستان له بریتانوي امپراتورۍ سره په ۱۹۲۱ کال کې په کابل سیند د کښتیو د تګ راتګ لپاره یو تړون لاسلیک کړی. له دې وروسته په ۱۹۳۳ کې افغان دولت د چټرال له ایالتي حکومت سره په کونړ سیند کې د لرګیو د لېږد لپاره تړون کړی. چې دې دواړو کې د اوبو د وېش په اړه څه نشته.

په شمال کې افغانستان له شوروي اتحاد سره په ۱۹۴۶، ۱۹۵۸ او ۱۹۷۷ کلونو کې د پنج او آمو سیندونو په اړه مذکرات کړي چې روسانو د افغانستان د حق د لږ ټاکلو له امله، افغان لوري دا مذاکرات ندي منلي.

وروسته بیا د منځنۍ آسیا هېوادونو تر آزادۍ وروسته په خپل منځ کې د اوبو د ویش په اړه معاهده کړې چې په افغانستان کې د جنګ له امله، افغان دولت ته بلنه ورنه کړل شوه.

د افغانستان د اوبو ډیپلوماسۍ غوره پیر د ظاهر شاه او خاصتاً د ښاغلي موسی شفیق وخت و. په دې وخت کې له یوې خوا افغانستان له ګاونډیانو سره د اوبو ستونزې کمې کړې او له بل اړخه په کور دننه یې لويې پروژې تر کار لاندې وې.

له ګاونډیانو سره د اوبو ستونزې:

دې وروستیو کې ګاونډي هېوادونو د اوبو له کمښت سره مخامخ دي او دا ستونزه به تر ۲۰۴۰ کال پورې نوره هم جدي شي.

Image caption پر هلمند سیند کجکي برېښنا بند چې ان کندهار ته هم برېښنا ور کوي

افغانستان تل له ګاونډیانو سره د اوبو په اړه سوله ییز سیاست لرلی او تر اوسه یې په کوم ګاونډي اوبه د فشار په توګه نه دي کارولې.

د افغانستان د جنګ په وخت کې، ګاونډېو هېوادونو د افغانستان په اوبو لويې پانګونې وکړې. د ساري په توګه ایران او ترکمنستان د هریرود په سیند لوی بند د افغانستان له اجازې پرته جوړ کړ او د هریرود سیند اوبه یې په خپل منځ کې سره په نیمايي ووېشلې.

له دې بند ايران، مشهد ښار ته اوبه لېږدوي. همدارنګه په سیستان کې یې کرنیزه ځمکه پراخه کړې او د اوبو لویې زېرمې یې جوړې کړې. د دې تر څنګ ایران، زاهدان ښار ته چې د پاکستان پر پوله پروت دی په کال کې ۲۶.۵ میلیون متر مکعبه اوبه لېږدوي. همدا لاملونه دي چې د اوبو مصرف یې لوړ شوی او شکایتونه کوي.

د هلمند معاهده د شکایت لپاره واضح مرجع لري. ایران په قانوني ډول تر اوسه یو ځل په ۲۰۰۱ کې د افغانستان له اوبو، ملګرو ملتونو ته شکایت کړی چې د ملګرو ملتونو استازي د اوبو د لږوالي علت، وچکالي بللې.

پاکستان له افغانستان سره پخوا د ډیورند د مسلې له امله پر اوبو بحث نه کاوه. وروسته چې د پاکستان تر اغېز لاندې ډلو حکومت ونیو د اوبو له اړخه یې تشویش بیخي رفع شو.

د حامد کرزي د حکومت په راتګ سره، پاکستان له افغانستان سره د اوبو پر سر ګڼ بحثونه وکړل چې ډېری یې د ډیورند ليکې تر اغېز لاندې وه او پایله یې نه درلوده.

په شمال کې افغانستان ځکه له ګاونډیانو سره د اوبو ستونزه نه لري چې له یوې خوا د آمو سیند اوبه ډېرې دي او له بل اړخه یې افغانستان د کنټرول هڅه نه ده کړې. دا چې په تېر کې افغانستان د منځنۍ اسیا د اوبو په بحث کې شامل نه و، که د آمو سیند د اوبو پر مدیریت کار وکړي اړیکې یې له دې هېوادنو سره زیانمنې کېدای شي.

پر آمو سیند د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ، کله نا کله پر اوبو ستونزې راولاړېږي. چې یوه بېلګه د تاجکستان راغون لوی بند جوړول دي. دا بند په لاندېنیو سیمو اوبه کنټرول کولای شي. له همدې امله ازبک لوری د اوبو ډیپلوماسۍ په کارولو سره تاجکستان ته د بې وېزې تګ راتګ، په تجارتي برخه کې ترانزیت او نورو اسانتیاوو په ورکړه سلا شوی تر څو تاجک اړخ پرې اوبه بندې نه کړي.

څه باید وشي؟

Image caption دا جهیل په ۱۹۱۱ میلادي کال د تاجکستان د بدخشان ونج سیمه کې د زلزلې له امله رامنځ ته شو.

افغان حکومت په وروستیو کې د بندونو د جوړولو او د اوبو مدیریت ته پاملرنه پیل کړې. خو د دا ډول پروژو بشپړول یو اوږدمهاله ثابت سیاست لکه د ۱۹۷۰ لسیزې، یوې لس کلنه دورې ته اړتیا لري. له همدې امله باید راتلونکی حکومتونه د اوبو په اړه اوسنی سیاست په جديت تعقیب کړي.

د دې تر څنګ افغان دولت ته لازمه ده چې د اوبو ډیپلوماسي برخه یې کار وکړي تر څو د رامنځ ته کېدونکو ستونزو او د ګاونډیانو د ډېرې استفادې مخنیوی وکړي.

ګاونډیانو ته د افغانستان د وړیا اوبو وریادول کولای شي د منفي تبلیغاتو په لږوالي او اړیکو په ښه کولو کې مرسته وکړي.

د تاجکستان د بېلګې په شان، افغانستان هم کولای شي له ګاونډیو هېوادونو څخه امتیازات ترلاسه کړي. خو ګاونډیان به هله افغانستان ته دا اسانتیاوې ومني چې افغانستان د اوبو د کنټرول توان پیدا کړي.

د دې ټولو سربېره، افغانستان د اوبو په کنټرول کولای شي د ګاونډیانو مداخلې بندې کړي او یا هم ګاونډیان تر فشار لاندې راولي. چې دا به په هېواد کې د تل پاتې سولې سره مرسته وکړي.

ورته مطالب