د افغان سولې خبرو کې له پرمختګ سره جګړه ولې توده شوې؟

سوله د انځور حقوق Getty Images
Image caption هر لوری هڅه کوي چې د مذاکراتو پر مېز ځان برلاسی وښیي

د افغانستان د سولې بهیر کې د ښکېلو اړخونو د تېرو څو میاشتو هلو ځلو له کبله په افغانستان کې د سولې په اړه یو ځل بیا هیلي پیدا شوې دي. خو ورسره د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د دې لامل شوی چې د سولې روان بهیر تر پوښتنې لاندې راولي.

په قطر کې افغان سولې لپاره د امریکایي حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو او ورپسې د افغاني لوریو ترمنځ د ناستې څخه د مخه، د دغه غونډو پر مهال او په دې تیرو څو وروستیو ورځو کې جګړې لا پسې زور اخیستی.

لیدل کېږي چې افغان حکومت او طالبانو خپل جګړییز خوځښتونه لا پسې ګړندي کړي دي.

د تاوتریخوالي له اوسنۍ څپې داسې څرګندیږي چې ګوندې هېڅ د سولې بحث مطرح نه وي. یوه خوا سوله او بله خوا بیا توده جګړه د سولې د روان بهیر په اړه ځینې شکوه هم پیدا کوي.

د افغانانو شکونه بې ځایه نه دي او لامل یې شاید د افغانستان په شخړه کې د دغه ډول تجربې درلودل وي چې د سولې بحث یوازې تر خبرو پورې محدود وي او جګړه په عملي بڼه روانه وي.

خو په ټوله کې دا حالت باید د تمې خلاف ونه ګڼل شي. د نړۍ د اوسني پیر د شخړو په تاریخ کې لیدل شوي چې هر کله د سولې بحث جدي پړاوونو ته رسېدلې نو ورسره سم جګړه هم سخته شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان داسې ښودل غواړي د سولې خبرې پر افغان حکومت د دوی احسان دی

دا چاره دوه اساسي لاملونه لري او دوه ځانګړي حالتونه منځ ته راوړي. لومړی حالت هغه دې چې کله د شخړې اړخونه په دې سلا کیږي چې د حل لارې باید په خبرو اترو کې ولټول شي.

په دې حالت کې د شخړې هغه لوبغاړي چې یا خو یوازې په جګړه باور لري او یا یې هم جګړه کې ګټې نغښتې وي هڅه کوي چې د جګړې اور لا پسې تازه کړي.

دوی په دې کار سره غواړي چې د سولې بهیر وننګوي او ناکامه یې کړي.

دویم حالت کې د شخړې اړخونه د مذاکرې پر مېز د لا زیات امتیاز ګټلو په موخه هڅه کوي د جګړې په میدان کې ځان پیاوړی او بر لاسی وښيي.

له بده مرغه د افغانستان د شخړې په اوسني پړاو کې دا دواړه حالتونه په یو وخت کې شته دي چې دغه چارې د افغانستان د سولې بهیر ننګولی دی.

د افغانستان په روانه کشاله کې د ډیرو کورنیو او باندنیو اړخونو ګټې نغښتې دي چې د سولې د راتلو سره سم کیدای شي دا ګټې له خطر سره مخامخ شي.

د سیمې یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د خپلې خوښې او کمزورې نظام غواړي چې یا خو د دوی ګټې خوندي کړي او یا لږ تر لږه د هغوي نامشروع ګټې ونه ننګوي.

همدا راز یو شمېر نړیوال قدرتونه غواړي چې د افغانستان جغرافیه دې نا امنه وي او ټیکاو ونلري. دوی د یو کمزوري افغانستان له وجود څخه خپلې سیمه ایزې موخې په اسانۍ او کم لګښت ترلاسه کولی شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روانې جګړې تر ټولو لوی تاوان افغان ولس ته رسېږي

همدا دلیل دې چې هر کله د سولې بحث مهم پړاو ته نږدې کیږي نو د ذهنونو د مغشوشولو، د خلکو د سولې په بهیر باندې ناباوره کولو او ان د ولس د سولې د بهیر پر ضد د درولو لپاره دغه عناصر د جګړې اور ته لمن وهي.

همدا راز طالبان بیا بیا دا هڅه کوي چې د افغانستان حکومت سره د خبرو نه کولو په پلمه ټول نظام او د هغې مشروعیت وننګوي.

دوی له دې لارې حکومت داسې حالت ته برابرول غواړي چې که چېرې کومه مرحله کې طالبان حکومت سره کېني هم نو داسې و انګېرل شي چې ګوندې دا ډله د سولې په پار د افغانستان پر نظام احسان کوي.

له دې لارې به طالبان یو پیاوړي دریځ سره د ډیرو امتیازاتو د ترلاسه کولو جوګه شي.

بله خوا حکومت هم په دې تکل کې دی چې څنګه طالبان د جګړې په میدان کې وځپي او داسې ثابته کړي چې ګوندې که سوله و هم نه شوه نو دوی ته به دومره ډیره د زیان خبره نه وي.

دا هڅه د دې لپاره ده چې د مذاکراتو پر مېز حکومت طلبانو ته بیخي لږ امتیاز ورکولو ته اړ شي.

که څه هم د مذاکرې پر مېز د ډېر امتیاز ګټلو لپاره جګړې ته زور ورکول له اخلاقي پلوه ننګول کېدای شي، خو دا د نړۍ په شخړو کې یو نورم ګرځېدلې او د افغان کشالې اړخونه هم همدې نورم په رڼا کې خپلې موخې پالي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په مذاکراتو کې ښکېل اړخونه باید له ډېرو غوښتونو تېر شي

خو د امتیاز ګټلو بې بریده هڅه کولې شي ورانکارو ډلو ته چې نه غواړي د سولې بهیر په هېڅ قیمت هم بریالی شي د خپلو دسیسو د پلي کولو فرصت ورکړي.

دا وضعیت به د افغانستان شخړه یو داسې پړاو ته داخله کړي چې تر پخوا به لا پسې خونړی او ویجاړوونکی وي. د افغان کشالې اړخونه باید دا حقیقت درک کړي چې د د دوی له حده ډېره ځان غوښتنه د سولې دا نایابه فرصت وژلی شي.

سوله د جوړ جاړي او د راکړې ورکړې بهیر دی او د شخړې اړخونه ورته یوازې هغه مهال چمتو کېږي چې پوه شي چې د جګړې له لارې یې بری شونی نه دی.

د افغانستان شخړه هم دغه ډول حالت سره مخامخ ده او د جګړې اړخونو، سیاسیونو او ولسونو ته په ټولیزه توګه ثابته شوې چې دغه جګړه ګټونکی نه لري، البته بایلونکی یې بیا یوازې افغان ملت دې.

اوس اړینه ده چې ښکېل اړخونه د سولې اساسي اصل ته، چې تېرېدنه، جوړجاړې او د سولې لپاره کوچني سیاسي تاوانونه زغمل دي، لومړیتوب ورکړي.

د لیکوال په اړه:

مشتاق رحیم د افغانستان د چارو مرکز مشر دی، او د سولې او پراختیا په برخه کې یې په افغانستان او نورو هېوادونو کې کار کړی. دې لیکنه کې ټول نظرونه لیکوال پورې اړه لري.

ورته مطالب