د افغانستان خپلواکي له پغمان سره څه تړاو لري؟

  • 11 اګست 2019 - 20 زمری 1398
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د افغانستان خپلواکي او د پغمان تاريخي ارزښت

د افغانستان خپلواکۍ بیا اخیستنې سلمې (۱۰۰) کالېزې په ویاړ د کابل پغمان ولسوالۍ ته ولاړم. کله چې دغې ولسوالۍ ته ننوځې، د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان د واکمنۍ نښه، یعنی شېر دروازه یا زمري په نوم دروازه په مخه درځي.

دغه دروازه کابو درې متره لوړه ده او له تورې ګزک(ډبرې) او سپین مرمر جوړه شوې ده. په دروازه کې له مرمر ډبرې د زمري سر جوړ شوی چې مخ ته یې مرمرین جام اېښی.

ویل کېږي پخوا به د همدې زمري له خولې اوبه راتللې او په دې جام کې به تویېدلې. دا هم ویل کېږي چې په دغو اوبو کې به یې سور رنګ ګډ کړ، چې په دې سره به سرې اوبه جام کې تویېدلې.

Image caption ویل کېږي پخوا به د همدې زمري له خولې اوبه راتللې او په دې جام کې به تویېدلې

د زمري تر دروازې چې سل متره مخ ته لاړ شې نو د خپلواکۍ بیا اخیستنې تر ټولو لویه نښه تاق ظفر په مخه درځي.

تاریخي اسناد ښيي کله چې امان الله خان او ملکه ثریا د اروپا له شپږ میاشتني سفر افغانستان ته ستانه شول نو د اروپایي معمارۍ تر اغېز لاندې یې د پغمان ولسوالۍ د ننوتو لارې په سر کې د پاریس بریا تاق له سبک په نقل د تاق ظفر دروازه جوړه کړه.

Image caption ویل کېږي چې د ظفر تاق د پاریس د بریا څلي په سبک جوړ شوی دی

له امان الله خان مخکې د هغه پلار امیرحبیب الله خان هم په پغمان ولسوالۍ کې د شاهي کورنۍ د ساعت تېرۍ لپاره ودانۍ او بنسټونه جوړ کړي وو. خو امان الله خان هڅه وکړه چې له دې ودانیو او بنسټونو عام خلک ګټه واخلي.

تاق ظفر هم د دروازې په شکل جوړ شوی دی، ۱۴ متره لوړوالی او کابو همدومره بر لري.

د ظفر تاق په لوړه برخه کې په دري ژبه یو ډبرلیک هم شته، چې پکې لیکل شوي افغانستان په ۱۲۹۸ کال کې د زمري پر ۲۸مه نېټه، له انګرېزانو خپلواکي تر لاسه کړه.

د ظفر تاق پر ستنو د هغو سرتېرو نومونه لیکل شوي، چې د افغانستان خپلواکۍ بیا اخیستنې په جګړه کې یې برخه اخیستې او یا وژل شوي دي.

د ډبرلیک ترڅنګ د دواړو ستنو په سر کې دوې، دوې تورې او د غنمو وږي نقاشي شوې دي.

کله چې له زمري دروازې او ظفر تاق د پغمان پر لوري شاوخوا یو کیلومتر ولاړ شې د مشعل څلی په مخه درځي.

دا څلی د شمعې په بڼه په ۱۳۰۹ هـ ش کال کې جوړ شوی او اوس یې ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان خپلواکۍ بیا اخیستنې په ویاړ رغوي.

Image caption د مشعل څلی اوس بیا رغول کېږي

د مشعل څلي تر څنګ د پاراچي ها په نوم جومات دی. دغه جومات د غازي امان الله خان په امر جوړ شوی و.

تاریخي اسناد ښيي امان الله خان د خپلواکۍ بیا اخیستنې لومړنۍ کالېزې پر وخت، چې هغه مهال یې د اختر جشن ور ته وایه، په دغه جومات کې د جمعې لمونځ وکړ او وروسته یې د پغمان په عمومي باغ کې ولس ته وینا وکړه.

دا تاریخي جومات د افغانستان کورنۍ جګړې پر مهال ویجاړ شوی و. د افغانستان اطلاعات او کلتور وزارت کې د تاریخي ابداتو ساتنې امریت مشر عبدالاحد عباسي په وینا څو کاله مخکې یاد جومات د سیمي خلکو د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یا USAID په مالي مرسته بیا ورغوی.

اوس دغه جومات د اسلام د پیغمبر، حضرت محمد (ص) په نوم شوی دی.

Image caption امان الله خان دې جومات کې د جمعې تر لمانځه وروسته ولس ته وینا وکړه

د دغه جومات په انګړ کې یوه غټه ډبره د لوډر د پله په شکل جوړه شوې ده، د اوسپنې دوه لاستي پرې نصب شوي دي. د ښاغلي عباسي په خبره دغه ډبره به د بهادر په نوم فیل کشوله او سړک به یې پرې تخته کاوه.

له دغه ځایه زه او ښاغلی عباسي د پغمان عمومي باغ ته ولاړو. دغه باغ ته د ننوتو په پار یې ۵۰ افغانۍ را څخه واخیستې.

خو په تاریخ کې لیکل شوي، د امان الله خان واکمنۍ پر مهال به دغه باغ ته د ننوتو ټکټ بیه یوه افغانۍ وه.

د یادو ټکټو په پیسو یې په پغمان کې د (احسان امانیه) په نوم ښوونځی جوړ کړ او په پاتې پیسو به یې د خپلواکۍ لمانځنې په جشن کې وزشکارانو ته جایزې رانیولې.

Image caption دا ډبره د بهادو په نامه یوه پیل کش کولو چې سړک تخته کړي

د پغمان په عمومي باغ کې هغه ځای ته ولاړم چې له نن څخه نهه نوي (۹۹) کاله مخکې امان الله خان د افغانستان خپلواکۍ بیا اخیستنې لومړنۍ کالېزه پکې ولمانځله.

وروسته له هغه چې د لغمان په کله ګوش کې امیر حبیب الله خان د نامالوم کس له خوا ووژل شو، امان الله خان د ۱۲۹۷ کال د دلوې پر۳۰مه نېټه په کابل کې خپل سلطنت اعلان کړ.

هغه د همدې کال د حوت پر ۹مه په خپل مشهور فرمان کې د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او ویې ویل، افغانستان نور په خپلو کورنیو او بهرنیو چارو کې خپلواکي لري.

Image caption د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال به د خپلواکۍ جشن اته شپې او ورځې لمانځل کېده

له یاد فرمان وروسته امیر امان الله خان د کابل په مرادخانې سیمه کې ولس ته په وینا کې، چې د هغه مهال برتانوي هند سفیر هم شتون درلود، د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او خلکو یې له تود هرکلي وکړ.

هغه مهال به د پغمان په عمومي باغ کې د افغانستان د خپلواکۍ بیا اخیستنې جشن، چې هغه مهال به یې د اختر جنش باله، ۸ ورځې او شپې لمانځل کېده.

سیمه ییزو سندرغاړو به سندرې ویلې او ورزشکارانو به سپورټي نندارې وړاندې کولې.

Image caption پغمان د کابل د نورو ولسوالیو برتله ښې اوبه او هوا لري، نو ښایي ځکه امان الله خان هم دا ځای غوره بللو

په پغمان کې د امان الله خان د وینا دغه سیمه د اوسنیو لوبغالو په شکل جوړه شوې ده. د ځمکې منځ یې کښل شوی او له خاورو څخه زینې جوړې شوې وې.

په دغه ځای کې د "فیل پای ها" یا د فیل پښو په نوم له ډبرو څلور ستنې جوړي شوي دي. دغه ستنې اوس هم هلته ولاړې دي.

یوه یې کابو په بشپړه ډول ویجاړه شوې او درې نورې هم شاوخوا لس سلنې ویجاړي شوي دي.

هغه انځور، چې د افغانستان ملي ارشیف بي بي سي ته ورکړی دی، پکې ښکاري چې امان الله خان د "فیل پای ها" په منځ کې د خبرو یوه ډبرین میز ته ولاړ او خلکو ته وینا کوي.

Image caption فیل پای ها څلور ستنې لري چې درې یې لا هم ولاړې دي

دا چې امان الله خان ولي پغمان د خپلواکۍ لمانځنې جنش لپاره ټاکلې و، ځواب یې ښاغلی عباسي وايي:

"یو خو پغمان ولسوالۍ کابل ښار ته د نورو ولسوالیو لکه شکر درې، ګل درې، بګرامۍ او ده سبز پرتله نژدې ده. بل اوبه او هوا یې ښه ده او خپله امان الله خان د پغمان په زرګري نوم کلي کې زیږېدلی دی. نو کېدای شي همدا لاملونه وي چې امان الله خان به پغمان د افغانستان خپلواکۍ بیا اخیستنې جشن لپاره ټاکلی وي".

Image caption د خپلواکۍ د جشن په اړه د هغه مهال د حکومت اعلامیه