د طالبانو بهرني مېلمانه، که بهرني دښمنان؟

القاعده
Image caption د القاعدې په لیکو کې د پاکستانیانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو جنګیالي په افغانستان کې جنګېدلي

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالب مرکچیانو او امریکايي استازو په خبرو کې تر ټولو مهم ټکي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د القاعده ډلې او طالبانو د اړیکو د پریکون ضمانت دی.

طالبان ټینګ دي چې ټول بهرني پوځیان باید افغانستان پریږدي او امریکایان وايي باید ډاډمن شي طالبان نور له القاعدې او هغو وسله والو سره ملګري نه دي چې دوی ته یې پر افغانستان د برید پلمه ورکړه.

په رسمي ډول کله هم په تېرو څو کلونو کې طالبانو نه ده منلې چې ګواکې بهرنیان د دوی په لیکو کې شته. خو افغان حکومت څو وارې دعوه کړې چې عرب، چیچن، پاکستاني او نور بهرني وسلوال یې د طالبانو سره یو ځای وژلي یا ژوندي نیولي.

په دوحه کې د طالب استازو او امریکایي پلاوي خبرو کې طالبان پر دې ټینګار کوي چې له افغانستانه د وروستي بهرني سرتیري د وتلو نیټه دې مالومه شي.

مقابل لوری، یعنی امریکايان له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو د شلون غوښتنه کوي او په دې اړه بشپړ ډاډ غواړي.

طالبان وایي، له هغه وروسته چې د دوی نظام پرځېدلی او د امریکا پر خلاف د دوی وسله وال خوځښتونه پیل شوي له القاعدې سره یې اړیکې پرې دي.

د جګړې په ډګر د القاعدې او طالب وسلوالو اړیکې:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دوحې په خبرو کې طالبان ټینګار کوي چې د دوی په لیکو کې دبهرنیو جنګیالیو په اړه که کوم ثبوت وي نو له دوی سره دې شریک شي

د القاعدې شبکې اوسني مشر ایمن الظواهري څو ځلې ویلي چې دی او ملګري یې د طالب بنسټګر مشر ملا محمد عمر سره بیعت لري، او د ملا عمر له مړینې وروسته یې هم په یوه غږیر پیغام کې د طالبانو له بل مشر ملا منصور سره خپله وفاداري اعلان کړې وه.

له ۲۰۰۳ کال وروسته چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو خلاف وسله وال مقاومت پیل شو هغه مهال، د ځینو رپوټونو پر بنسټ، دالقاعدې مشران دافغانستان په ختیځ کې وو.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تر طالبانو ډېر له القاعدې شبکې سره نږدې و، خو سرچینې وايي وروسته د حکمتیار او اسامه بن لادن تر منځ ځیني جنجالونه پېښ شول او د القاعدې مشرانو په ختیځ کې یوه طالب مشر شیخ دوست محمد سره اړیکې وِغځولې.

دی د نورستان لپاره د طالبانو نومول شوی والي و او د امریکایانو خلاف په سختو بریدونو کې ولاړ سړی و.

شیخ دوست محمد وروسته په یوه هوايي برید کې ووژل شو، خو تر مرګه د القاعدې او نورو بهرنیو وسله والو د باور مشر و او په طالبانو کې د یوې بشپړې جګړییزې حوزې قومندان و.

په یوه ویډیويي پیغام کې د پاکستاني طالبانو مخکیني مشر حکیم الله محسود شیخ دوست محمد د خپلې عقیدې او جنګي تکتیک استاد بللی و.

د انځور حقوق Social Media
Image caption د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن او اوسني مشر ایمن الظواهري په خپل وار له طالبانو سره د وفادارۍ اعلانونه کړي

د جواد په مستعار نوم د وسله والو یو سمبالګر زه څو ځلې د مرکو لپاره بېلو بېلو سیمو ته بېولی یم. هغه او نورو افغان وسله والو به بهرنيو کسانو ته د مېلمنو غږ کاوه.

دا مېلمانه په هغو سیمو کې چې فعالیتونه یې درلودل د ډیر درناوي وړ وو. دوی د افغانانو او بهرنیانو ډېر واړه تشکیلات د القاعدې په نامه درلودل، خو د طالبان له امارته یې سرغړونه نه کوله.

جواد راته ویلي وو د القاعدې کسان له امارتیانو سره چې موخه یې طالبان وو، مرسته کوي. ان کله کله په ډله ییزو عملیاتو کې یوځای هم ځي خو تر ډېره خپل راز ورسره نه شریکوي.

په طالبانو بیا د دغو بهرنیو میلمنو ساتنه لازمه وه او کله کله د دوی له وژل کېدو وروسته طالبانو هغه کسان په نښه کول چې د جاسوسۍ شک پرې کېده.

په ۲۰۱۲ کال کې طالبانو د عبدالمجید په نوم خپل هغه قومندان په مشهوره جګړییزه دره کوړنګل کې چار ماري کړ(په ډز یې وواژه) چې ادعا پرې کیده د القاعدې مهم غړی ابو اخلاص المصري یې د ننګرهار په دره نور کې امریکایانو ته ژوندی سپارلی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو خپل یو قومندان په دې شک چارماري کړ و چې د القاعدې جنګیالیو یو مشر یې امریکایانو ته سپارلی و

په ځینو سیمو کې بیا افغان وسله والو فکر کاوه چې بهرنیان خپلسري کوي او ورسره په جنجالونو وو. په ۲۰۱۰ کې د پکتیکا لپاره د طالب اډانې والي چې امریکايی سرتیری بریګډال ېې هم نیولی و له القاعدې سره له دې امله په شخړه و چې د هغه د ډلې ځینې کسان یې دجاسوسۍ په تور وژلي وو.

ملا سنګین ویلي وو، عربان به یا د ده د وژل شوي کس د جاسوسۍ ثبوتونه ورکوي او یا به همدا ډول مرګ ته تیاریږي.

له القاعدې سره د طالبانو یو بل سرخوږی په سویلي ولایت زابل کې پیښ و. هلته د مشهور طالب قومندان ملا دادالله جبهه او القاعده بیخي یوځای فعال وو.

طالب رهبري خوشاله نه وه چې د ملا داد الله جبهه دې د دوی له امره جلا کارونه وکړي او هماغه وه چې ملاعمر په خپل ژوند د ملا داد الله ورور باغي اعلان کړ او په یوه مخابره غږ کې یې هغه ته په تنده ژبه د سمېدو سپارښتنې کړې وې.

له دغو ټولو کیسو شخړو او جنجالونو سره بیا هم د دواړو ډلو اړیکې بشپړې ونه شلېدې او د طالبانو ټینګار دا و چې که له القاعدې سره په شخړو بوخت شي نو ښايي د دښمنۍ مورچې یې ډېرې شي.

خو په رسمي ډول ټولو وسله والو ډلو ته خبرداری ورکړل شوی و چې هېڅوک د اسلامي امارت له لایحې سرغړونه نشي کولی.

Image caption د طالبانو یو خپلسري قومندان ملا داد الله زابل کې له القاعدې سره ګډ فعالیت کاوه

په ۲۰۱۳ کال کې د القاعدې ډېر عرب غړي له افغانستان ووتل او د ایران او پاکستان په لار منځني ختیځ ته د جګړو لپاره لاړل.

د منځنۍ اسیا اړوند د چیچنیا ازبکستان او تاجکستان وسله وال له اسلامي دولت نومې ډلې داعش سره ملګري شول. تر ډېره هغه افغانان او پاکستانیان هم داعش ته ورغلل چې پخوا د القاعدې په ځانګړو تشکیلاتو کې وو.

له دې وروسته په څرګنده د القاعدې ډلې او طالبانو ترمنځ دښمنۍ ډاګیزې شوې. ځکه خو په قطر کې میشت طالبان د نور کله پرتله اوس ډاډه وايي چې که هرځای بهرني وسله وال وي دوی ته دې وښودل شي او ثبوت دې یې وړاندې شي.

د وسله والو پخواني سمبالګر جواد نه مې ، چې اوس د یوې ډلګۍ قومندان دی، څو کاله وروسته پر تیلیفون پوښتنه وکړه چې میلمانه او کوربانه سره څومره نږدې دي او سیمه کې حالت څنګه دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان په ختیځ کې د القاعدې جنګیالي له طالبانو سره یو ځای د امریکایانو پر ضد جنګېدل

جواد اوس هم د افغانستان په ختیځ کې یو داسې ځای ژوند کوي چې وسله والې ډلې داعش او طالبان په خپلو کې سره غوښه او چاړه دي.

جواد ښکاره وايي د القاعدې هغه لږ شمېر غړي چې باور لري طالبان د اسلامي نړۍ یو ځواک دی، اوس هم په ښه نیت له دوی سره راشه درشه لري.

دوی له طالب قومندانانو سره ناستې پاستې هم کوي او په اړه یې بده خبره نه کوي.

خو یو شمېر نور چې فکر کوي طالبان اوس د افغانستان په سیاست ورګډیږي او یا له امریکا سره خبرې کوي نور د طالب درناوي ته نه ورګرځي اوهېڅکله به و نه وايي چې (امیر نا ملا)، مطلب ملا مو امیر دی.

ورته مطالب