کابل کې د مینانو د پټو کیسو خونه

ښځې او خالکوبي

په ونه دنګه ځوانه نجلۍ خونې ته را دننه شوه. پر څوکۍ ناست خال وهونکي جمیل ته یې وویل "پر مړوند او د لاس په بند مې د حبیب نوم لیکل غواړم "

د کابل ښار په زړه کې یو کوچنی د خال لګولو دوکان د مینو نجونو او هلکانو ترمنځ مشهور شوی دی. دلته مینان پر خپل بدن د یوې بریښنایي الې او ګڼو ستنو په مرسته بیلابیلې نقاشۍ کوي.

۲۳ کلنې زیبا ویل ۷ کاله کیږي چې له حبیب نومې هلک سره د ښوونځي له وخته مینه لري خو کورنۍ یې پرې خبره نه ده.

د خال لګولو پر وخت د زېبا سترګې له خوښۍ ځلیدې. څو ځله یې خپل لاس ته وکتل. داسې برېښیده چې یوه لویه او ارزښتناکه نښه خوندي کوي.

زېبا ویل:

"مینان تل یو بل ته داسې ډالۍ یا نښې ورکوي چې یو بل سره هېر نکړي. خو ځینې وخت دا ډالۍ یا ورکیږي یا هیریږي. زه غواړم د حبیب نوم مې د بدن له رګونو سره ګډ شي او تل راسره وي".

له زېبا مې وپوښتل، که له ویرې کورنۍ ته د خپلې مینې په اړه نشي ویلی نو بیا ولې داسې نوم یا نښان پر مړوند کښي چې د ډېرې مودې لپاره پاتې کیږي. هغې راته په خندا وویل:

"د همدې لپاره یې پر مړوند لیکم چې څوک یې ونه ګوري"

Image caption خو د خالونو لګول یوازې د مینانو ترمنځ دود نه دی

خال وهونکي جمیل خپلې ستنې او له رنګونو ډکه اله چمتو کړه. زېبا ته یې ویل چې درد باید وزغمي. زېبا له درده سترګې پټې کړې او ویې ویل:

"د حبیب لپاره هر څه منم. تک سور زړه وکاږه او بیا د حبیب نوم پرې جوت کړه".

زېبا د خال وهني پر مهال یو ټکي ته ځيره شوه او همداسې یې ځان سره وخندل.

"مینه هم عجیبه ده. هره یوه شېبه یې خاطره ده. له د دومره ستونزو سره سره چې زما او د حبیب تر منځ دي، او کورنۍ مو هم نه غواړي چې موږ یو ځاي شو، خو ما او حبیب ژمنه کړې چې دا هر څه مو که د سر په بیه هم تمام شې له یو بله نه جلا کیږو. تل چې یو بل ګورو ساعتونه لکه ثانيې تېرېږي ا و خپل د راتلونکي په اړه فکر کوو. ان تر دی چې د خپلو اولادنو نومونه مو غوره کړي. هلک سبحان او نجلۍ صفا ".

نا څاپه جمیل ورته وویل، خلاص شو. زیبا وویل :

"د حبیب په مینه کې دومره غرقه شوې وم چې نه یې په درد پوه شوم او نه هم په وخت".

Image caption کابل کې یو شمېر ځوانان او پېغلې د بېلابېلو لاملونو له کبله خالونه یا ټټو وهي

خال وهونکی جمیل وایي کرۍ ورځ په خپل کار ځای کې د مینې کیسې اوري

"چاته نوم لیکم. ځینو ته د زړه نقاشي کوم. یو شمېر نور بیا خپله ځانته د مینې نښې لري. نمونه یې راوړي او زه یې ورته خال وهم"

جمیل وایي د خوښۍ شېبه یې هغه ده چې مشتریان یې دوه مینان وي او ژمنه کوي چې تل به سره یو ځای وي. خو داسې کیسې هم کمې نه اوري چې له یوه بله جلا کیږي.

د جمیل په دوکان کې د عایشې په نامه یوه بله نجلۍ هم د انتظار پر څوکۍ ناسته وه. راته ویل یې چینایي ادبیات لولي. ورستی کال یې دی. خو اوس یې له پوهنتونه زړه تور شوی.

دلیل مې تری وپوښته. دې سکوت وکړ. هماغه شېبه جمیل ور غږ کړ چې ورشي، وار یې دی.

عایشی اوږد اسوېلی وکړ او ورغله. جمیل ترېنه وپوښتل چې څه ډول نقاشی غواړې؟ دې ورته وویل:

"داسې نقش چې ورته په کتو درد وګورم ".

Image caption مینان د خال وهنې ترڅنګ له یو بل سره د ګډ ژوند تېرولو ژمنې هم کوي

له دې خبرې سره یې تر سترګو اوښکي راغلې. جمیل بیا هم پوښتنه وکړه چې څه ډول نقش غواړي؟ عایشی ورته وویل: "پر ټټر مې مات زړه راته نقاشې کړه".

جمیل پر خال وهنې پیل وکړ او ورسره د عایشې اوښکې روانې شوې. ترېنه مې وپوښتل چې درد لري؟

ویل یې: "نه! زما درد تر دې هم لوی دی. د خال له درده نه ژاړم. دوه کاله مې له یو چا سره مینه درلوده. ژمنه یې وکړه چې واده سره کوو. خو دا یوه میاشت کیږي لا درکه دی. هېڅ حال یې نه لرم. ملګري یې وایي جرمني ته تللی"

Image caption ځینې هلکان او نجونې د خپل مین نوم یا کومه بله نښه پر خپل بدن نقاشي کوي

په همدی خبرو کې جمیل ورته وویل مات زړه دي چمتو شو. عایشې پر خپل ټټر د مات شوي زړه نقش ته وکتل. جمیل ته یې وویل:

"یو څه دا مات ځای په د وینو په رنګ سور که. ان لکه زما زړه نه چې وینې څاڅي".

عایشې په ژړغوني غږ وویل:

"لا هم ورته په تمه یم. هیله لرم چې یوه ورځ به مې د حال پوښتنه وکړي. پیغام یا زنګ به یې راشي".

Image caption نجونې عموماً خپلې کورنۍ ته د خپلې مینې حال نشي ویلی، خو ځینې یې پر خپل لاس د مین نوم نقشوي

په افغانه دودیزه ټولنه کې داسې نجونې او هلکان کم دي چې د خپلې مینې په اړه نور خلک یا کورنۍ خبره کړي. د نجونو پرتله هلکانو ته دا کار یو څه اسان دی. دوی په ډاډه زړه کولی شي کورنۍ خبرې کړي.

یوسف او پروین (مستعار نومونه) هم د جمیل په دې خال خونه کې ناست وو. دواړو دوه ځانګړې نښې، کولپ او کیلي، په خپلو لاسونو نقاشي کړې. ویل یې، غواړي تل له یو بل سره و اوسي.

یوسف جمیل ته ویل:

"پرته له پروین هېڅ شی راته معنا نه لري. یوازې نوم اخیستل یې راته کفایت کوي. کورنۍ ته مې وویل چې پروین راته ګرانه ده. غواړم ورسره واده وکړم. خو پروین له ویرې خپلې کورنۍ ته حال نشي ویلی. او دا ډار هم ورسره دی چې ګواکې ورته ووایي او کورنۍ یې ونه مني".