مصنوعي یخچالونه: د اوبو زېرمه کولو نوې لار

د انځور حقوق NEWYORKER
Image caption د هندي کشمير په تاکماکیک سیمه کې ۷۰ فټه لوړ فشاري مصنوعي یخچال - د اوبو په وخت کې څه باندې نیم میلیون ګېلنه اوبه توليدوي.

اوبه چې د ژوند لپاره اړین توکی دی، د ځمکې په مخ یې ځایي او مهالنی وېش یي له اړټیا سره سم نه دی. یعنې اوبه په ځینو ځایونو کې لږ او په نورو کې بیا ډېرې دي.

همدارنګه د کال په اوږدو کې، ژمی اوبه ډېرې خو په نورو موسمونو کې چې اړتیا ورته شته لږ وي.

دا علت دی چې انسانانو د تاریخ په اوږدو کې د اوبو د مدیریت او زېرمه کولو لپاره بېلابېلې لارې چارې کارولې دي.

پر دې سربېره، په وروستیو کلونو کې اقلیمي بدلون، د اوبو سرچينې او زېرمې زیانمنې کړې دي.

یو له دوی هم په غرونو کې د اوږدو کلونو یخچالونو ژر وېلې کېدل دي چې د اوړي په موسم کې سیندونو ته اوبه برابروي.

دا یخچالونه په نورمالو شرایطو کې ژمی بېرته په طبیعي ډول رغول کېږي.

خو اوس د نړۍ د تودوخې لوړوالي، د اوبو دا سرچینه له ستونزو سره مخامخ کړې او هغه دا چې د افغانستان په غرونو کې، طبیعي یخچالونه نږدې ۷۰ سلنه له منځه تللي.

* افغانستان څومره اوبه لري؟

* د افغانستان او ګاونډیانو ترمنځ د اوبو د ستونزې حل

* له ګاونډیانو سره د اوبو پر سر د افغانستان زیاتېدونکی کړکېچ

د لیکوال د څېړونو پر اساس دا ژر وېلې کېدل د دې سبب شوي چې اوړی، په سیندونو کې د لږ اوبو ورځو شمېر ډېر شي او په دې ترتیب کرنه له ګواښ سره مخ کړي.

په وروستیو کې د هندي کشمیر په لداک سیمه کې مصنوعي یخچالونو، د سیلانیانو او څیړونکو پام ور اړولی. دا سیمه له لسیزو را هیسې له دې زېرمو کار اخلي.

څېړونکي وايي چې دا چاره به د اقلیمي بدلون د ستونزو پر وړاندې د تطابق یو ښه بېلګه وي.

دا مصنوعي زېرمې په طبیعت کې د انسان د مداخلې له امله په بېلابېلو ډولونو جوړېږي چې وروسته بیا د پسرلي په پای کې د ویلې کېدو له امله د کلیو او بانډو اوسېدونکو ته اوبه برابروي.

د زېرمولو دا پروسه ډېره ساده ده او اساسي رول پکې د اوبو د سرعت راټیټول لري. د ژمي په موسم کې چې اوبه ورو وبهېږي، سړه هوا او یخ باد یې په کنګل یخونو اړوي چې وېلې کېدل یې تر واورو ډېر وخت نیسي او تر پسرلي پورې پاتې کېږي.

د وخت دا تېرېدل په حقیقت کې مرسته کوي تر څو اوبه ځاي پر ځای د یوې مودې لپاره ډېرې ارزانه زېرمه شي او د اړټیا په وخت په کرنه او نورو برخو کې وکارول شي.

د انځور حقوق springer
Image caption د مصنوعي یخ زېرمو ډولونه

د مصنوعي یخ زېرمو اساسي ډولونه لاندې څلور دي:

۱په حوض یا ډنډوکي کې ژمی اوبه زېرمه او په یخ اړول.

۲په هغو سیندونو کې چې لږ اوبه بهرېږي او یا یوازې ژمی اوبه لري. له ډبرو د استنادي دېوالونو په جوړولو سره د اوبو سرعت راټیټول تر څو په کنګل واوړي.

۳له سیند د کانال په مرسته ژمی د اوبو اخیستل او په مناسب ځای کې د ډبرینو دېوالونو په مرسته یې د سرعت راټیټول او په یخ اړول.

۴فشاري مصنوعي یخچال چې د ځمکې د جاذبې او پیپ په مرسته اوبه له لوړ ځای اخیستل کېږي او بیا په مطلوب ځای کې د فوارې په بڼه او لږ سرعت پریښودل کېږي چې په یخ واوړي.

د انځور حقوق springer
Image caption د افقي یخ زېرمو جوړېدو پروسه

د یخ دا زېرمې هغه وخت وېلې کېږي چې کرنه ورته اړتیا لري. له دې زېرمو لاسته راغلې اوبو یو ځای او یا په جلا توګه د ویالو او پیپونه په مرسته کرونده کې کارېدلی شي.

د شمېرو له مخې یو۵۰ فوټه لوړ مصنوعي فشاري یخچال چې په یوه میاشت کې جوړېدای شي تر۲۵۰ زرو ګېلنو ډېرې اوبه زېرمه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افقي یخچالونه له دې هم د ډېرو اوبو ساتلو ظرفیت لري.

د عمودي یخچال بله ښېګڼه دا ده چې لوړ یخچال ژر نه ولې کېږي او له لمر د پټولو امکان يې هم شته. خو افقي یخچالونه بیا په سیوري کې ډېر پایي.

د افغانستان ځمکني وضعیت او د هوا حالاتو ته په کتو، د دې تخنیک کارول په هېواد کې ډېر ګټور دي او کېدای شي حکومت د دې چارې په مرسته، د یو منظم پلان له مخې، په غرونو کې طبیعي یخچالونه بېرته ورغوي او یا يې کچه ډېره کړي.

* د ژوند لپاره مناسبه سیاره کې اوبه وموندل شوې

* سعودي به اخر د څښلو اوبه له کومه کوي؟

* "هند د خپلې برخې اوبه پاکستان ته نشي ور کولی"

د دې کار لپاره د غرونو په لوړو او تنګو درو کې د افقي یخچالونو جوړول ډېر مناسب دي. خو پاملرنه باید وشي چې د اوبو سرعت تر هغه کنټرول شي تر څو په یخ واوړي.

همدارنګه په پسرلي کې باید د یخچال په سر بهېدونکې اوبه نه وي چې یخ ژر وېلې نه کړي.

د دې تر څنګ، خلک هم په هغو درو کې چې یوازې ژمی اوبه لري او له سیندونو لېرې پرتې دي دا ډول یخچالونه جوړولی شي.

د دې کار لپاره د غزني، وردګ، پکتیا اقلیم او سیمه ډېره مناسبه ده.

ځکه له یوې خوا ډېر سوړ ژمی او واورې لري او له بلې خوا د کرنې لپاره پراخې دښتې شته چې له دې لارې ابادېدلی شي.

د انځور حقوق Marcus Nüsser
Image caption د افقي یخ زېرمو یوه بېلګه

بل خوا په افغانستان کې زرګونه کارېزونه شته چې ژمي کې یې اوبه ضایع کېږي. ځکه کارېز ژمی هم په ثابته کچه اوبه تولیدوي چې ورته اړتیا نشته.

دا کار د کارېز لوی عیب ګڼل کېږي. خو که چېرې د کارېز اوبه د مصنوعي یخچالونو په مرسته زېرمه شي، کاروونکي به یې په پسرلي کې ډېرې اوبه ترلاسه کړي او په دې ترتیب سره کېدای شي ډېره سیمه کې کرنه وشي.

همدارنګه د کارېزونو په پورتنۍ برخه کې د مصنوعي یخچالونو جوړول، د کارېز اوبه ډېرولی شي، ځکه د کارېز پورتنۍ برخه د یخ زېرمې په مرسته له اورښت پرته هم له اوبو تغذیه کېږي او د کال په اوږدو کې کارېز ته اوبه برابرولی شي. په دې ترتیب به کارېزونه ژر نه وچیږي.

د انځور حقوق NEWYORKER
Image caption د مصنوعي فشاري یخ زېرمې جوړولو او ګټه اخیستنې ډياګرام

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چې دګړۍ د کارېزونو په بیارغونه بوخت دی، باید په خپلو چارو کې د مصنوعي یخچالونو دا رول په نظر کې ونیسي او په مرسته یې د کارېزونو اوبه زېرمه کړي.

همدارنګه د کارېزونو د تولید د لوړولو لپاره باید د کارېز په پورتنیو برخو کې د مصنوعي یخچالونو جوړلو لپاره خلکو ته پوهاوی ورکړي او یا خپله له دې چارې کار واخلي.

پر دې ټولو سربېره، د اوبو دا ډول زېرمه کول، په لېرې پرتو سیمو کې خلکو ته د کرنې اسانتیا برابرولی شي او ښارونو ته یې له کډوالۍ مخه نیسي. چې دا کار په ښارونو کې د ګڼه ګوڼې په مخنیوي کې مرسته کولای شي.