"د ښځو په توګه اوس هم له ننګونو سره مخ يو"

نجيبه فيض
Image caption وار وار د خپل نظر څرگندولو له امله مخامخ يا په نامستقيمه توگه ترټل شوې يم

دا يو حقيقت دى چې د تېرو دوو لسيزو په اوږدو کې د افغان ښځو په ژوندانه کې ډېر بدلونونه راغلي. له سياسته نيولې تر ورزشه د ژوندانه په هر ډگر کې يې حضور تر سترگو کېږي.

تر ټولو مهم او رغنده بدلون دا دی چې ډېر شمېر نجونو اوس د زده کړو موقع موندلې، چې يو مهال يې پر وړاندې د ښوونځيو ورونه تړلي و.

خو ايا دا په دې مانا ده چې له دغو نژدې دوو لسيزو وروسته اوس افغان ټولنه کې د ښځو پر وړاندې شته ننگونې کمې شوې؟ نه په هېڅ مانا نه. زه دا وينا په دومره ډاډ له رسنيو سره د خپلې څو کلنې تجربې له مخې کوم.

له غيرت ناسمه انگېرنه

زه د يوې مسلکي ژورناليستې په توگه وار وار د خپل غږ پورته کولو او په زغرده د خپل نظر څرگندولو له امله مخامخ يا په نامستقيمه توگه ترټل شوې يم. سپين سترگې بلل شوې يم، ولې؟ ځکه چې په رسمي يا کاري غونډه کې مې دا جرات کړى چې د خپلو نارينه همکارانو پر وړاندې د هغوى له نظر سره مخالفت وکړم. زه يې ملامتوم نه، ځکه دا ذهنيت له وړکتوبه زموږ د ټولنې په سړيو کې تذريق شوى.

له شفيق مريده مې پوښتنه ولې ناندرييزه شوه؟

شفيق مريد: له هغو ښځو بښنه غواړم چې زما ټوکې خپه کړې

له کوچنيوالي يې د غيرت ټکى اورېدلى. ما هم اورېدلي خو د غيرت په اصلي تعريف نه يو پوهول شوي. يقين لرم چې ډېر شمېر به لاهم د غيرت په اصلي تعريف نه پوهېږي. زموږ په ټولنه کې ډېرو لپاره د غيرت له ټکي انگېرنه باالکل بيله ده. فکر کوو که ښځه کار کوي د غيرت خلاف خبره ده، که موټر چلوي د کورنۍ نارينه و لپاره يې بې غيرتي ده. په ځينو سيمو کې خو په همدې نامه د نجونو د لوړو زده کړو مخه هم ډب شي. ان د هغوى شرعي حقونه لکه په خپله خوښه د خپل ژوند د ملگري د انتخاب حق هم ترې اخيستل کېږي.

Image caption د ښځو په ژوندانه کې د بدلانه بهير پڅ و

نو رسمي ادارو کې هم له کوچنيواله لوى شوي ذهنيت سره مخه ښه نشو کولاى. نو ځکه له ځينو نارينه و له ځانه په ناخبرۍ کې د خپلو مستعدو او ژبورو ښځينه همکارانو پر وړاندې غبرگون وښوول شي. دغه حاکم ذهنيت د دې لامل هم دى چې د ښځو په ژوندانه کې د بدلانه بهير پڅ و. دې ذهنيت ان د مسلکي ښځو د طبيعي ودې مخه هم نيولې. د بېلگې په توگه که د پارلمان مشرۍ لپاره يوه ښځه رامخې ته شوې واى نو ته وا چا به يې ملاتړ کړى و؟ فکر نه کوم.

حل لاره

نو دې لپاره چې د افغان ښځو په ژوندانه کې د مثبت بدلون بهير چټک شي دا اوس زموږ د ټولنې د مخورو دنده ده چې دا ځل را مخې ته شي، دودونه مات او د خپلو کورنيو د نجونو علني ملاتړ وکړي. يو څه چې اغېز به يې خورا ډېر وي زموږ د سياستوالو رول دى. دوى تل خپل ځاى ناستي خپل زامن ټاکي، ان که وړتيا ولري او که نه. ښه به وي چې خپلې مستعدې لور ته هم دا چانس ورکړي.

ورته مطالب