له کورونا وېروسه د رغېدلیو افغانانو کيسې: "خلک رانه تښتېدل"

  • نور ګل شفق
  • بي بي سي - کابل
کورنا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

یو شمېر رغېدلي کسان ګیله کوی چې د ټولنې چلن ورسره سم نه و

له کورونا وېروسه ځينې روغ شوي افغانان لا هم نه غواړي چې په اسانه خپله د ناروغۍ کیسه وکړي. دوی وايي، ځينې نږدې ملګري او خپلوان اوس هم له دې وېرې ورنه لېرې ګرځي چې هسې نه دوی هم پر کورونا وېروس ترې اخته شي.

ما د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مرسته تر لسو ډېرو داسې افغانانو سره پر تیلیفون خبرې وکړې چې پر کورونا وېروس او کوېد-۱۹ ناروغۍ اخته شوي وو.

ځينو ژمنه وکړه چې کیسه به راته کوي، خو وروسته پښېمانه شول او یو شمېر نور- چې څنګه وپوهېدل پر دې مسئلې د دوی کیسه پر بي بي سي خپرول غواړو- نو موبایلونه يې بند کړل.

خو دریو کسانو په دې امېد راسره ومنله چې ښایي نور افغانان يې د ژوند له دې ترخې تجربې يو درس واخلي او له کورونا وېروس د ځان ساتلو په برخه کې نور بې پروا ونه اوسي.

د دوی له غوښتنې سره سم په دې رپوټ کې یې پېژندګلو پټه ساتل شوې او مستعار نومونه ورته کارېدلي دي.

دوی څنګه پر کورونا اخته شول؟

د عکس تشریح،

په دې وروستیو کې ګن شمېر اففانان له ایران او پاکستانه بېرته هېواد ته ستانه شوي او وېره شته چې ښایي کورونا وېروس یې هم ځان سره لېږدولی وي

۲۹ کلن ډاکټر امېد له هغو هرات مېشتو یو دی چې په افغانستان کې په لومړي ځل پر کورونا وېروس اخته شول.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې د کورونا وېروس مثبتې پېښې هغه مهال په ټولو داسې کسانو کې وې چې له ایرانه بېرته هرات ته ورګرځېدلي وو.

ډاکټر امېد هم د ایران مشهد ته تللی و. په دویمه ورځ خبر شو چې په دغه هېواد په ځانګړي ډول په قُم ښار کې ګڼ کسان پر کورونا وېروس اخته شوي دی.

''چې څنګه خبر شوم، وډار شوم. ځان مې قرنطين کړ. که څه هم پر دې وېروس د اخته کسانو کومې نښې په ما کې نه وې، خو زه ډاکټر یم، نو ځکه مې د عامو خلکو پرتله له لومړي سره احتیاط پېل کړ. ''

دی وايي، څوارلس ورځې يې ځان قرنطين کړ. وروسته يې ورو ورو حس کړل چې نرۍ تبه او والګی لري.

بیا هرات ته ستون شو. په هرات کې يې چې معاینه وکړه نو مالومه شوه چې پر دې وېروس اخته شوی دی.

خو دی وايي، تر ننه نه پوهېږي چې د ایران په مشهد کې پرې اخته شو، که پر لار او یا په هرات کې؟

یوازې افغان ډاکټر امېد نه، بلکې په نوره نړۍ کې هم ډاکټران او روغتیاپالان له کوېد-۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې پر کورونا وېروس د اخته کېدو له جدي‌ خطر سره مخ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ډاکټران په کورونا وېروس د اخته کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي

۳۲ کلنه رابعه د دریو ماشومانو مور ده. د هرات د کوچنیانو د روغتیا په یوه روغتون کې کمپوډره یا نرسه ده او مېړه يې په یوه کارخونه کې کار کوي.

دا وایي، یوه ورځ چې له کاره کور ته ستنه شوه نو زکام یا رېزېش شوه.

''زه مخکې هم رېزېش کېدم. ما ویل ځه، بیا والګي ووهلې. خو وروسته ساه لنډي او د سردرد راته پېدا شو''

رابعه هم وايي، خبره نه ده چې څنګه پر دې وېروس اخته شوه:

''ویل مې چې زه خو د ماشومانو په روغتون کې کار کوم نو کورونا خو ماشومان نه نیسي. دا زما ناپوهي وه. نه پوهېږم چې له کوم ماشومه دا وېروس ما ته راغی، د ماشوم له موره او که خپل کوم همکار نه. خو یو مشکوک ناروغ مو درلود''

رابعه وايي، هماغه ورځ یې مېړه ته زنګ وواهه چې کور ته رانشي او یو دوه خپلوان یېور اوغوښتل چې ماشومان ېې ورنه لېرې یوسي.

''وډار شوم. خپلو ماشومانو ته مې زړه خوړ چې هغه پرې اخته یې نه کړم. ډول ډول فکرونه راته پېدا شول. پر دې ناروغۍ د اخته کسانو وضعیت مې چې لیدلی و، نو ویل مې ځان ووژنم. ''

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

رابعه څه موده په روغتون کې بستر وه او وروسته یې ځان کور کې قرنطین کړ

ننګرهار ولایت کې هله پر کورونا وېروس د اخته کسانو د شمېر د ډېرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې چې پاکستان کې ایسار څو زره افغانان یو دمي پر تورخم دروازه له هغې غاړې دې غاړې ته را واوښتل.

۳۵ کلن سلطان د همدغه ولایت اوسېدوونکی دی. دی د بیارغاونې له یوې ادارې سره کار کوي.

امریکا ته تللی و، يوه اوونۍ يې لا نه وه پوره چې هلته ګرځبندیز اعلان شو او ښارونه وتړل شول. ده هم بېرته افغانستان ته د تګ تکل وکړ.

''زه د ترکيې له لارې د مارچ پر ۲۵مه نېټه افغانستان ته راغلم. په الوتکه کې د افغان ځواکونو سرتيري هم راسره وو چې له ترکیې را روان وو. خو د کابل په هوايي ډګر کې زموږ سکرينېنګ معاینه ونشوه، ځکه چې ګڼه ګوڼه ډېره وه. یو ډول فورمې مو ډکې کړې خو نور همداسې بې معاینې راتېر شوو. مالومه نه شوه چې په موږ کې څوک پر دې وېروس اخته دي او که نه''.

سلطان وايي، چې امريکا ته د تلو پر مهال يې د وینې غوړ یا کولېسټرول ډېر وو. وروسته يې چې معاینه وکړه نو ورته وویل شول چې محرقه دی او دوا خوړل يې پېل کړل.

''سر مې سخت درد کاوه، ډېره سخته تبه مې کېدله. ورو ورو ناروغي راباندې اوږده شوه. له ځانه سره مې وویل چې باید ځان قرنطين کړم چې بل چا ته ضرر ونه رسوم. بیا مې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست شمېرو ته زنګ وکړ. هغوی د کورونا سنټر ته د معاینو لپاره وروغوښتلم''.

له امریکا د ترکیې له لارې افغانستان ته بېرته ستون سلطان هم دقیق نه پوهېږي چې څنګه او چېرې پر دې وېروس اخته شو. خو وايي، کله يې چې معاینې وکړې نو مالومه شوه چې دی هم کورونا وېروس لري.

د قرنطين مهال او له خپلوانو او کورنۍ بېلېدل:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

له کورونا وېروسه ځینې رغېدلي کسان وایي، له کورنیو بیلتون ورته ډېر سخت و

د ننګرهار اوسېدونکی سلطان څلور لوڼې او دوه زامن لري. یو کلن و چې پلار يې روسانو سره په جګړه کې ووژل شو.

سلطان وايي، کونډې مور یې یوازې ده ته خپل وېښتان سپين کړي او دی یې په خواریو رالوی کړی دی. د ده لومړنۍ اندېښنه خپلې سپين سرې مور او بیا شپږو بچیانو ته وه.

''زه مې مور یتیم رالوی کړی یم. ما ویل که مړ شم، بچیان به مې څه کوي؟ که څه هم ما دومره ستونزې نه دي ګاللې، خو که زه نه یم، زما ماشومان به یتیمان شي. هغوی به څه کوي؟ څوک به یې پالي؟ زما مېرمن به د چا محتاجه شي؟ زه هره ورځ مور ته غېږ ورکوم، زړه مې ورسره کرار وي. خو چې ځان مې قرنطين کړ، له دې ټولو نعمتونو محروم شوم''.

متل دی چې د مور زړه په زوی، د زوی زړه په وچه تيګه. خو له مور سره د مينې په اړه د سلطان په خبرو کې د متل کیسه سرچپه ښکاري.

کمپوډره رابعه خو نو پخپله مور ده. درې اولادونه لري. ومې پوښتله چې د قرنطين پر مهال خو به ډېره نه يې ځورېدلې؟

د خبرو پر مهال يې ستونی ډک شو، ژړغونې شوه او ویې ویل:

''زه دې ناروغۍ نه سوځولم. افغان مېرمنو تر دې ډېر تکلیفونه او لوی غمونه ګاللي دي. دا به هم وګالي. خو له خپلو ماشومانو بېلېدل راته ډېر سخت وو''.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

رابغه وایي، ماشومان یې له دې وېرې خبلوانو ته وسپارل چې هسې نه په وېروس اخته شي

دلته سلګیو واخیستله، لږه غلې شوه او بیا يې خبرو ته دوام ورکړ:

''هغوی مې پاک ستره مينځلي وو. خپلوان مې راوغوښتل او ورته ومې ویل چې دوی رانه لېرې کړئ. هغه شېبه مې زړه اور واخیست چې خپل ماشومان مې بل چا ته سپارل او ما دومره هم نشول کولی چې يو ځل يې بیا په غېږ کې ونیسم، ښکل يې کړم. زه څه پوهېدم چې بیا به د دوی ښکلي مخونه وهم وینم او که نه؟''

د رابعې یوه لور هم پر کورونا وېروس اخته شوې او بستر کړای شوې وه خو د مور په خبره يې، هغه بیا ژر ښه شوه.

د روغتیا پالانو په خبره، کورونا وېروس تر ډېره عمر خوړلي ځپي، ځکه چې د بدن مدافع ځواک يې کمزوری وي.

خو په ځينو پېښو کې په ډاګه شوې چې ځينې ځوانان او ماشومان هم له دې ګواښه روغ نه دي پاتې شوي.

ډاکټر امېد بیا وايي چې د ده معاینه د هغه ځينو ملګرو ډاکټرانو کړې وه نو په لومړیو کې يې ترې پټه کړې وه چې دی پر دې وېروس اخته دی.

''ما ورته وویل چې ولې مو له ما پټه وه؟ که دا وېروس بل چا ته رانه ورغلی وای نو بیا؟ دوی راته ویل، موږ اندېښنه درلوده چې ته به وډار شې. ځکه مو درنه پټه کړه. ما بیا پوره څوارلس ورځې ځان قرنطين کړ''.

ډاکټر امېد وایي، تازه له ایرانه کور ته ستنېده، مسافري يې تېره کړې وه، زړه يې غوښتل چې ټولو سره تود روغبر وکړي، خو داسې يې نه شول کولی:

''کور ته چې ننوتلم، ټول مې خبر کړي وو. هیچا ته مې ستړي مشې ورنکړه. ځان مې ترې رابېل کړ. د یوې میاشتې خواړه مې ځان ته برابر کړل، په کوټه کې مې راته کېښودل. چا به چې څه راوړل نو ماسک او لاسمغان به يې اچولي وو، د کوټې په دروازه کې به يې راته کېښودل او بېرته به لاړل. ما به مېکروب وژوونکې سپرې ورباندې وپاشله او بیا به مې کارول. ان خځلې مې هم له نورو په بېل ځای کې اچولې او د حاجت پوره کولو ځای مې هم تر نورې کورنۍ بېل کړی و''.

ډاکټر امېد وايي، چې له کورنۍ او خپلوانو لېرې والی سخت و خو همدې "دوري و دوستي" ګټه ورته وکړه، ځکه چې په خبره يې، د کورنۍ ژوند ورته مهم و. بېلتون يې ګاللی شو.

"خلک له موږ تښتېدل"

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سلطان وایي، روغتون کې د ډاکټرانو چلن ورسره ښه و، خو رابعه د خپل چم له ښځو ګیله منه ده

له کورونا رغېدلو کسانو سره په خبرو کې راته جوته شوه چې دوی په افغان ټولنه کې د ځينو کلتوري او دوديزو ارزښتونو له کبله نه غواړي څوک پرې خبر شي چې پلانی پر کورنا وېروس او کوېد-۱۹ ناروغۍ اخته و.

د دوی اندېښنه دا وه چې بیا خلک کرکه ترې کوي او د مخکې غوندې راشه درشه نه ورسره پالي. دا اندېښنې يې تر ډېره په ځای هم دي.

ډاکټر امېد وايي، داسې ګڼ کسان پېژني چې دا ناروغي لري خو پټوي يې. د کورنۍ غړی يې د کورونا له کبله مري خو دوی خلکو ته وايي چې د زړه ناروغي يې درلوده، لوړ فشار يې درلود او داسې نورې کیسې.

''دا حالت زموږ په ټولنه کې شته، که ته وغواړې او که نه؟ خلک لېرې درنه ګرځي. چې له ما به خبر شول نو خندل به يې چې یو ډاکټر څنګه پر کورونا وېروس اخته شي؟ ما ته به د دوی پر دې فکر خندا راتله. ځینو ته خو مې زنګونه ووهل، چې په دې کې نو څه خبره ده که زه پر دې ناروغۍ اخته یم؟'

د ډاکټر امېد په خبره، ''ما هغوی وپوهول چې دا د نورو ناروغيو غوندې یوه ناروغي ده. هر چا ته ورتلی شي. پرې شرمېږئ مه. ننګ يې مه ګڼئ. که پر ځان شکي يئ، پر وخت حال ووایئ چې علاج مو وشي. پتوئ يې ولې؟'

کمپوډره رابعه بیا د کلي مالت له ځينو ښځو او نورو خلکو ګېله منه ده. دا د ناروغۍ په لومړیو ورځو کې د څو ورځو لپاره روغتون کې ساتل کېدله خو وروسته يې ځان په کور کې قرنطين کړی و:

''لومړی خو دې ځورولم چې فکر مې نه و کړی، یو وخت به په هماغه روغتون کې زه بستر کېږم چې پکې کمپوډره یم. بله دا چې کله يې زه په ګاډي کې له کوره روغتون ته وړم نو د مالت ښځو او نورو خلکو خولې او پوزې په لاسونو پټې نيولې وې، چې هله پلانۍ کورونا نيولې ده. عجیب عجیب يې راکتل او خپل منځ کې سره پسڼېدې. زړه مې منډه غوښتله چې اوس زر په کوڅه کې له دوی پناه شم او ګاډي ته وخېژم. خو زړه مې په دې اراماوه چې ښه ده له ماشومانو مې لېرې شم چې وېروس رانه ورنشي او بچ شي''.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

رغېدلي کسان نورو ته سپارښتنه کوي چې کورونا وېروس ننګ ونه ګڼي او حال ووایي

رابعه وايي، کله چې کور کې قرنطين شوه نو بیا يې څوک نه دي کتلي چې چلند به يې څنګه و. ځکه چې په خبره يې، ټول کارونه يې پخپله کول او په کور کې یوازې وه.

سلطان بیا که څه هم له ده سره د خلکو د شوي چلند په اړه څه ویل نه غوښتل خو د هغو ډاکټرانو له خوی خصلته خوشاله و چې دی یې ستایلی و:

''له ما په جلال اباد کې د کورونا د تشخیص مرکز ډاکټران ډېر خوشاله وو. خصوصاً ډاکټر رشيد. ویل یې ته ډېر تکړه يې چې حال دې ووایه، خبره دې پټه نه کړه او نورو خلکو ته دې دا وېروس ور ونه لېږداوه. چې کور کې هم قرنطين شوم نو هره ورځ يې زما حال اخیسته، د دوا پوښتنه يې کوله. تر قرنطين پنځلس ورځې وروسته چې دوی بیا زما ټېسټ وکړ، جک جوړ شوی وم او کور ته راغلم''.

نورو ته سپارښتنه؛ ''کورونا ننګ مه ګڼئ''

ډاکټر نويد، کمپوډره رابعه او سلطان درې واړه اوس له خپلو کورنیو سره عادي ژوند ته ورستانه شوي دي.

د قرنطين په شېبو کې يې يا په مطالعې، یا په فلم کتلو او یا هم په ځينو نورو ګټورو کارونو ځانونه بوخت ساتلي وو.

له دغو ناروغانو سره تبعیض یا ناسم چلند کوونکو ته د درو واړو سپارښتنه دا ده چې دوی ته دې د یوه ناروغ په سترګه وګوري او مرسته دې وکړي چې هغه ژر له دې ناروغۍ جوړ شي.

همدا راز دوی ویل چې پر کورونا اخته کېدل د شرم او ننګ خبره نه ده او باید څوک دا خبره پټه نه کړي.

کنه نو په خبره يې، که پر دې وېروس اخته شئ او ژر د ځان غم ونه خورئ، نو ښايي هغو کسانو ته هم دا ناروغي ور ولېږدوئ چې په تاسې ډېر ګران دي او شاید ستاسې له کبله هغه مړه شي.