ولې زموږ له نوم سره صاحب، جان یا خان کارول کېږي؟ د "هم کلا ده هم بلا" رپوټونو لړۍ

  • پاینده څرګند
  • بي بي سي، لندن

کله مو پر دې فکر کړی چې ولې ځینې خلک ستاسې له نوم یا تخلص سره القاب اضافه کوي،‌ او یا د تعارفي وروستاړي او مختاړی په کارولو مو، صاحب، جان او ښاغلی بولي؟

په افغانستان کې له کوره نیولې بیا تر دفترونو پورې د رسمي‌ القابو او تعارفي کلمو کارول، یو ساده نوم په یوې لویې جملې بدلوي.

که مو لیدلې وي، د افغان ممثل حاجي کامران یوه پخوانۍ تمثیلي‌ ټوټه ده چې خپل همټولګی وروسته له کلونو ویني او چې پوهېږي اوس رئیس دی، نو زوی یې پر خپلو اوږو کښېنوي او ده ته په هره جمله کې د "جناب رئیس صاحب محترم" خطاب کوي.

یو رسمي لقب او ورسره درې تعارفي. دا تمثیلي ټوټه په افغان ټولنه کې د یوه واقعیت پر بنسټ جوړه شوې ده.

څومره چې رسمي تشریفات پېړۍ وړاندې، د نن پرتله ډېر ول هغومره په ټولنه کې هم تعارفي عبارتونه او کلمې، په ټولې نړۍ کې ډېرې کارېدې.

نن سبا لوېدیځوال څومره چې کولی شي له کارولو یې ډډه کوي، خو په آسیا کې پراته د افغانستان په شان ځینو هېوادونو کې اوس هم د تعارفي کلمو او قدر ورکوونکو لقبونو کارولو ته اړتیا احساسېږي.‌

دا ځکه چې نه کارول او یا د دود خلاف کارول یې ښه نه اېسي، که څه هم ځینې وخت پرلپسې وي‌ او اضافي‌ ښکاري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په افغانه ټولنه کې ګڼ کسان دا خوښوي چې له نوم سره یې القاب وکارول شي

په شخصي مجلسونو او همدارنګه پر خبري‌ رسنیو ډېری مهال دومره تعارفي او بې اړتیا القاب کارول کېږي چې د وخت ضایع کول یې بللی شو، دا خو لا پرېږدئ څې څومره پر نورو غمېږي.

پر رسنیو ځینو کارپوهانو ته په شمار څو دقیقي‌ وخت ورکول کېږي، خو د هغه نیمايي نورو معززو مېلمنو ته، د قدر وړ نطاق ته، ښاغلیو او آغلیو کتونکو او اورېدونکو ته او محترمو تخنیکي‌ همکارانو ته د د سلام او نیکو هیلو په وړاندې کولو ضایع کوي.

په افغان ټولنه او شخصي‌ اړیکو کې بیا تر رسمي القابو ډېر،‌ په ورځني ژوند کې له ادب او تعارف سره تړلې کلمې لکه جان،‌ خان، ګُل، صاحب او داسې نور ډېره ونډه لري.

مثلاً، له کشرانو تمه کېږي مشرانو ته یوازې په نوم خطاب ونکړي، یا صاحب، یا خان، یا حاجي یې له نوم سره اضافه کړي.‌ که څه هم مشران د کشرانو پر وړاندې دومره اړ نه دي چې،‌ له شفقته ډکې کلمې لکه ګران، جان او ګُل وکاروي.

ارواهپوه او کابل کې د پوهنتون استاد ډاکتر شرف الدین عظیمي‌ وايي،‌ "د ګران او جان په شان کلمې د مینې او عاطفي‌ تړاو نښې دي."

نوموړی پر هغو څو لاملونو رڼا اچوي چې انسان یې تر اغېز لاندې غواړي القاب وکاروي.

"د تعارفي کلمو کارول لکه ښاغلی، صاحب، جلالتمآب او داسې نور په انسان کې څو نښو نښانو ته اشاره کوي. څوک چې د بل چا له نوم سره تعارفي کلمه یا لقب کاروي، کېدای شي په رښتیا ورته درناوی ولري. لکه خلک چې د زړه له تله ګاندي، باچا خان او یا منظور پښتین ته احترام لري. آن کېدای شي ځینو جنایتکارانو او نړیوالو قاتلینو ته هم یو شمېر خلک له زړه درناوی وکړي‌. دویم لامل یې ډار دی. ځینې خلک یوه کس ته له وېرې درناوی کوي چې هسې نه څه زیان ور ورسوي."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

افغانه ټولنه کې القاب یوازې تر رسمیاتو نه دي محدود، بلکې عادي اړیکو کې هم کارول کېږي

که د مینې له مخې وي یا د ډار، لقبونه او تعارفي کلمې د ژوند په کلونو او بېلابېلو پړاوونو، موقفونو او حالاتو کې له نورو سره د پېژندګلوۍ بهیر کې مشخصې کېږي.

په دې مانا چې ادب او تعارف پورې اړوند یوه کلمه هم کولی شي د دوو کسانو ترمنځ د پېژندګلوۍ څرنګوالی وښيي.‌ زه به یې له ځانه پیل کړم.

ما ته ځینې خلک پاینده صاحب وايي‌، ځینې څرګند صاحب، یو شمېر پاینده جان یا پاینده خان او یو شمېر جناب څرګند.

ډېرو کسانو سره زما اړیکي او شناخت تعریف شوي، وخت پرې تېر شوی او دواړه خواوې خپل حدود پېژنو، نو زما په مخاطب ګرځولو کې د یوه انداز او تعارفي کلمه هم تر بل راته غوره نه ده، ټول را باندې ښه لګېږي.

څه چې د انسانانو ترمنځ د اعتماد دایره بلله کېږي، ځینو خلکو لار ور موندلې وي،‌ خو نوي خلک، د کرښې پورې غاړه وي.

ډاکترعظیمي‌ په اړیکو کې،‌ په دقت د کلمو غوراوی خورا مهم بولي او وايي:

"هر کلمه ځان ته یو وزن او بار لري او د هرې کلمې بار کېدای شي‌ ذهن آرام یا نا آرام کړي. کېدای شي‌ اړیکي‌ جوړې کړي او یا یې هم ورانې کړي."

په لوېدیځ کې آسیايي هېوادونه له کلتوري پلوه غني او له څنګینیو خبرو څخه ډکه بولي چې وايي‌ تعارف او نزاکتونه دي چې په کې ډېرې خبرې روښانوي.

خو د لوېدیځوالو ټولنو کې بیا، تعارفي کلمې او القاب ډېری مهال د اړیکو پر څرنګوالي د پام وړ اغېز نه شي کولی، ځکه اړیکي وار له مخه آسانه تعریف شوي دي.

ګڼو لوېدیځو هېوادونو کې په عمر ډېر مشران او په ټولنیز موقف ډېر لوړپوړي کسان په لومړي نوم یادېږي، نه تخلص، نه هم صاحب و ښاغلی او نه هم مېرمن او آغلې.

هغه چې د دې کار پلویان دي تر ټولو لوی لامل یې د مساوات پلوې ټولنې رامنځته کول بولي چې طبقاتي توپیرونه له نوم او لقبه ښکاره نشي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

لویدیځه ټولنه کې ډېرو جګپوړو چارواکو لپاره هم د القابو کارول اړین نه دي

نیک محمد آرین په برتانیا کې په محکمو کې او د پولیسو او مدافع وکیلانو په مرکو کې په ګڼو ژبو ژباړه کوي. ده ته چې د انګلیسې ټولنې لوړو او ټیټو کچو کې د تعارف بڼه معلومېږي وايي:

" په لوېدیځه ټولنه کې دا موضوع حل ده. یو کس بل کس ته له رسمي اړتیا پرته غیرضروري القاب نه کاروي. یوازې په ډېرو رسمي ځایونو کې لکه په محکمو، د شاهي‌ کورنۍ غړو سره د خبرو پر مهال او په ډیپلوماتیک بنسټونو کې القابو کارول کېږي."

ښاغلی آرین زیاتوي، که په لوېدیځ کې څوک قطب الدین نومېږي، همدا یې نوم دی. خلک ورته حاجي قطب الدین خان نه وايي.

په افغانستان کې په وروستیو کې او تر ټولو په لوړه کچه چې د لقب پر کارولو ټولنه کې بحث رامنځته شو، د ۲۰۱۴ کال تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته د ملي یووالي حکومت پرمهال و چې اجرائیه ریاست رسماً امر وکړ چې ډاکټر عبدالله عبدالله ته دې د جلالتمآب لقب وکارول شي.

خو په هغو غونډو کې چې په ارګ کې دایرېدې، ښاغلي عبدالله ته محترم او ولسمشر محمد اشرف غني ته جلالتمآب کارېده.

ولې انسانانو ته یو ټکی دومره مهم کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د پخواني اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله دفتر له خکو او رسنیو غوښتنه کړې وه چې هغه ته جلالتمآب ووایي

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د انسانانو خوښېږي چې په ښو القابو یاد شي او یا هم نور یاد کړي ډاکتر عظیمي د پېژندل شوي ارواهپوه ابراهیم مازلو له قوله وايي، انسان پنځه اړتیاوې لري.‌

لومړنۍ یې فزیکي‌ اړتیا ده چې په کې خوب، خواړه، جنسي اړیکي‌، روغتیا او داسې نور مسایل راځي.

دوهمه اړتیا د امنیت او مصونیت ده.

دریمه اړتیا، دا ده چې یو کس غواړي‌ په ټولنه کې د ده شخصیت ته درناوی وشي او اهمیت ولري.

د انسان تمه دا وي چې خلک ده ته علاقه وښيي، خلک یې په ښه نوم یاد کړي.‌ نو دا یوه اړتیا ده او د دغو ضرورتونو پر بنسټ انسانان له یوه بل سره چلند کوي.

څلورمه اړتیا پر ځان باور او اعتماد دی چې بری او متقابل درناوی یې برخه ده. احترام د انسان اړتیا ده او خوند ورکوي.

پنځمه اړتیا د معنویت مسله ده.

د عکس تشریح،

خبریالان هم په خپل ورخني کار کې تل له القابو سره سروکار لري

یو د هغې ټولګې کسان چې تل له تعارفي کلمو او القابو سره یې کار تړلی دی، پخپله زه او زما هم مسلکه خبریالان دي چې، هره ورځ خبرې او مرکې کوو. دا له بېلابېلو خلکو سره وي، چارواکي، ټولواکي، بې واکي، ښځو، سړیو، خاکساره او مغرورو سره.

جالبه به وي‌ چې پوه شئ موږ د څومره منطق او دلیلونو په پام کې نیولو سره په خپلې لیکنې او وینا کې مناسب لقب غوره کوو.

د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون نطاقه موسکا سنګر نیازۍ هغې ستونزې ته اشاره کوي چې یو چارواکی، که له دندې ګوښه شوی هم وي بیا هم خلک ورته د پخوانۍ وظیفې لقب کاروي. آغلې موسکا وايي:

"د القابو کارول ښه کار دی ځکه نورو ته درناوی کول دي. خو په دې شرط چې یو کس په هماغه موقف کې وي. زه پخپله له چارواکو سره د مرکې پر مهال، یوازې هغه چارواکي‌ ته رسمي لقب کاروم چې برحال وي. پخوانیو چارواکو ته هغه لقب نه کاروم چې برحالۍ کې ورته کارېده. ځکه دا خلکو ته غلط معلومات دي."

خو په ټولنه کې دا یوه ډېره عامه خبره ده چې کلونو وړاندې هم که چا څو ورځې ریاست، وزارت او قومنداني تېره کړې وي، ډېری مهال د عمر تر پایه یې خلک له هماغه لقب سره یادوي.

دلته به پر یوه بل فکتور هم تم شو چې چاپلوسي او غوړه مالي ده.

د عکس سرچینه، MOSKA FACEBOOK

د عکس تشریح،

خبریاله موسکا سنګر نیازۍ وایي، یوازې د برحاله چارواکو لپاره رسمي القاب کاروي

افغان ټولنه کې د داسې فولکلوري کیسو او بېلګو کمی نشته چې د غوړه مالۍ یا اړتیا له مخې القاب په مناسب او نامناسب ډول کارېدلي.‌

زما پلار چې ټولنیزو مسلو کې د ځانګړي نظر خاوند دی کیسه کوي چې، تېرو زمانو کې یو شتمن کس و چې سیف الدین نومېده،‌ خو خلکو له غوړه مالۍ حاجي سیف الدین خان باله.

د بدو حالاتو له امله یې شته کمېدل او ورسره د ده نوم کې هم لنډون راته. څه موده وروسته سیف الدین شو، بیا پسې سیف شو او چې بېخي غریب او بې وزلی شو، نو خلکو سیپوګی باله.

پلار مې وايي، سیف الدین به د پیسو او القابو ترمنځ د ناهیلي ‌کوونکي تړاو له درده، او دا چې په پای کې ګېرچاپېره خلک ور معلوم شول، ویلې: چې سیپو شومه نو پوه شوم.

ارواپوهان وايي، دا چې مینه ماده نه ده او فزیکي وجود نه لري، خو په انساني ټولنه کې یې اظهار ته اړتیا شته، نو احساسات د کلمو او جملو په کارولو راڅرګندېږي. الفاظ، القاب، شعر او متل د انسان پر مغزو اغېز کوي.

په قاموسونو کې د تعارف یو تعریف دا دی چې، د دودونو یوه ټولګه ده چې په ځانګړو ټولنیزو ډلو او حالاتو کې منل شوی چال چلند کنټرولوي.

نو که په یوې ټولنې کې تعریف شوی وي او له هغه سره سم چلند کېږي، د درک وړ دی.

د سوداګرۍ په دنیا کې لوی نړیوال شرکتونه د هغه هېواد له دودونو، تعارف او ډیپلوماسۍ ځان خبروي چې کار یې ورته بند وي او ګټه یې په کې نغښتې وي.‌

په درناوي‌، مینه یا شفقت کې به څه عیب نه وي، خو چې د اظهارولو پر وخت یې د کلمو کارولو واقعي اړتیا او د القابو وزن په پام کې ونیول شي او ځای یې غلط نه شي‌.

د خان او جان په همدې یوه ټکي کې غلطي، ځینو ته ډېر ګران تمامېدای شي.‌

د دې لړۍ نور رپوټونه: