د سعودي د تېلو کیسه: دا شتمني به تر څه وخت دوام وکړي؟

آرامکو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سعودي د تېلو یو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی

له هرڅه دمخه دوه پوښتنې، د تيلو لپاره لومړی ځل کېندنې چېرې وشوې؟ او دویمه دا چې په اټکلیز ډول په نړۍ کې کوم هېواد د خامو تېلو تر ټولو لویې زېرمې لري؟ که له دغو پوښتنو هرې يوې ته ستاسې ځواب سعودي عربستان وي، نو تاسې تېروتي یاست.

تر ټولو مخکې په چين کې په څلورمه پیړۍ کې د تېلو لپاره کیندنې شوې وې. د دې کیندنو لپاره هېڅ ماشینونه نه وو او دا کیندنې یې د اوږدو-اوږدو باڼسونو پرمټ کولې. په پایله کې یې توره سرېښناکه ماده اېستله چې وروسته یې د سون توکو په توګه کارول.

د تېلو صادرونکو هېوادونو یا اوپېک سازمان د ۲۰۱۸ کال د پای شمېرو پر بنسټ تر ټولو زیات اومه یا خام تېل په لاتینه امریکا وینزوېلا کې دي، همداسې په دویم کې سعودي او درېیم نمبر کې ایران راتلی شي.

وینزویلا ۳۰۲.۸۱ بیلیونه بېلره د تېلو زېرمې لري، په داسې حال کې چې په سعودي عربستان کې د تېلو د زېرمو دا شمېر ۲۶۷،۰۳ بیلیونه دی. ایران د ۱۵۵،۶۰ بیلیونه بېلره د تېلو د زېرمو په درلودو سره په دې کتار کې درېیم ځای لري او عراق د ۱۴۵،۰۲ بیلیون بېلره د تېلو د زېرمو له پلوه څلورم دی.

د وروستيو اټکلونو پر بنسټ اوپیک سازمان په نړۍ کې ۷۹،۴ سلنه د تېلو زېرمې لري، چې ډېری یې په منځني ختیځ کې دي.

سعودي کې تېل څه وخت وموندل شول؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

له نن کابو ۹۰ کاله وړاندې په سعودي کې تېل موندل شوي وو او په ۱۹۳۸ کې یې را ایستل پیل شول

سعودي کې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۸ مارچ کې په دمام سیمه کې یوې امریکايي کمپنۍ د ۱۴۴۰ متره ژوروالي نه تېل وایستل.

دا امریکايي کمپنۍ د کلیفورنیا د تېلو د معیاري شرکت په نوم یادېده. مخکې يې نوم د کلیفورنیا د عربي معیاري تېلو شرکت و چې وروسته د تېلو عربي امریکايي شرکت (ارامکو) په نوم یاد شو. هلته د تېلو کېندنه او سروې په ۱۹۳۵ کې پیل شوې وه، خو تولید یې بیا په ۱۹۳۸ کې د دمام ۷مې شمېرې سیمې څخه پیل شو. له تاریخي پلوه له دغه ځایه د تیلو لومړی ټانکر په ۱۹۳۹ کال کې ډک او صادر شو. هماغه و چې سعودي عربستان په اقتصادي ډګر کې ودې ته مخه کړه.

د سعودي ارامکو شرکت څه وخت جوړ شو؟

په ۱۹۴۹ کې د امریکايي کمپنیو یوې ډلې ارامکو په ورځ کې ۵۰۰۰۰۰ بېلره خام تېل تولیدول. په ۱۹۵۸ کې ارامکو شرکت په یوه کال کې له یو میلیون بېلرو زیات خام تېل تولید کړل او همدا لامل و چې ارامکو د سعودي عربستان پر تېلو خپل کنټرول زیات کړ. بلاخره په ۱۹۸۸ کې سعودي عربستان پرېکړه وکړه چې د تېلو له اړخه خپله ټوله شتمني له امریکايي کمپنیو واخلي او په ۱۹۸۸ کې یې د سعودي عرب د تېلو کمپنۍ یا سعودي ارامکو په نوم خپل شرکت جوړ کړ.

د سعودي له پرېښودو وروسته د دې امریکايي شرکت څښتنانو ځان ته د شورون، ټیکساکو او ایګزون په نوم د تېلو کمپنۍ یا شرکتونه جوړ کړل

پر ارامکو کنټرول او شاه فیصل:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سعودي پاچا شاه فیصل په ۱۹۶۷ کال کې د بریتانیا د دورې پر مهال

سعودي عربستان د ۱۹۳۲ کال د سپټمبر پر ۲۳ تاسیس او شاه عبدالعزیز یې لومړنی پاچا شو او دی د تیلو د تولید پر مهال د سعودي حاکم و. په ۱۹۵۳ کال چې عبدالعزیز مړ شو نو شاه سعود یې ځای ناستی شو او دی بیا د خپل ورور فیصل له لوري په ۱۹۶۴ کې له واکه لېرې کړای شو او خپله د واک پر ګدۍ کېناست.

په ۱۹۷۲ د شاه فیصل په پېر کې په لومړي ځل سعودي عربستان ۲۰ سلنه "ارامکو" خپل لاس ته راوست.

په ۱۹۷۳ کال کې د شا فیصل په مشرۍ سعودي عربستان هغو لویدیځو هېوادونو ته د تېلو اکمالات بند کړل چې له اسراییلو سره يې د مصر او سوریې په خلاف جګړه کې مرسته کوله. سعودي عربستان اړ شو چې د تېلو بیه په ناڅاپي ډول څلور چنده زیاته کړي.

څو په زړه پورې حقیقتونه:

پیټرولیم په لاتیني ژبه کې له دوو ټکو جوړ دی چې یو 'پیټرو' او بل 'ولیم' دی. 'پیټرو' مانا تېږه یا کاڼی دی او د 'ولیم' مانا تېل دي.

په ۱۸۹۰ کې د تېلو د تولید له کبله په پراخه کچه د ګاډو جوړولو پېل شول.

په نوي عصر کې تر ټولو مخکې په امریکا کې په ۱۸۵۹ کې تېل وایستل شول. د ۱۸۵۹ د اګسټ په ۲۷مه ډګروال ایډورډ ډریک د امریکا په پنسلوانیا کې د تېلو زېرمې د ۱۲مترو په ژوروالي کې وموندلې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ارامکو د سعودي عربستان د تېلو لوی دولتي شرکت دی

د ۱۹۷۵ کال د مارچ په ۲۵مه شاه فیصل د خپل ناسکه وراره فیصل بن مساعد له لوري په یوه غونډه کې په ډزو ووژل شو، هغه په دې وخت کې له خپل وراره سره په غېږه روغبړ کاوه. فیصل بن مساعد له دې قتل څخه دمخه په امریکا کې اوسېده او هلته تر څه وخت تېرولو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شوی و. په همدې کال د جون په ۱۸مه نېټه د شاه فېصل د قاتل فیصل بن مساعد سر پرې کړای شو. له شا فیصل وروسته د ده ورور خالد د سعودي پاچا شو.

د سعودي عربستان د تېلو زېرمې: څه رښتیا او څه دروغ:

اوسمهال له سعودي عربستان سره د نړۍ ۱۸سلنه د تېلو زېرمې شته، د تېلو د تولیدونکو هېوادونو په لومړي کتار کې راځي. خو له دې سره سره دا پوښتنه هم راپورته کېږي چې ایا د شته زېرمو دا شمېرې بیخي سمې دي؟

د تېلو د زېرموچارو پوهانو لپاره په تېرو پنځو لسیزو کې د دې پوښتنې ځواب یو راز دی. د تېلو تولیدونکو هېوادونو یا اوپیک سازمان د ۲۰۱۵ کال د شمېرو له مخې له سعودي عربستان سره د تېلو ۲۶۷ بیلیونه بېلره زېرمې شته. که دا شمېرې سمې وي نو بیا خو به د دې هېواد د تېلو کچه په راتلونکو ۷۰ کلونو کې ختمه شي. د دې محاسبې لپاره اوسط ورځنی لګښت ۱۲میلیونه بېلره اټکل شوی. خو په هر حال د تېلو په اړه د سعودي د شمېرو په اړه شکونه شته.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سعودي کې د تېلو څاګانې په بېلابېلو سیمو کې دي

ددې لامل دادی چې په ۱۹۸۷ کې سعودي عربستان د خپلو زېرمو په اړه ویلي وو چې ۱۷۰ بیلیونه بېلره دي. په ۱۹۸۹ کال کې دوی د دې بېلرو شمېره لوړه او ۲۶۰ بیلیونه بېلرو ته یې ورسوله.

په ۲۰۱۶ کال کې د نړیوالې انرژۍ د شمېرو له مخې سعودي عربستان تر اوسه ۹۴ بیلیونه بېلره تېل پلورلي دي. په داسې حال کې چې د دوی د حکومتي سرچینو له مخې له سعودي سره له ۲۶۰ تر ۲۶۵ بیلیونه بېلره تېل شته.

که حکومتي مالومات سم وي نو د دې مانا داده چې یاخو سعودي عربستان د تیلو نوې زېرمې موندلې دي او یا یې بیا څېړنه کړې وي او مخکينيو زېرمو سره یې ګډ حساب کړې وي.

د زېرمو زیاتوالی په دې مانا دی، چېرې چې تېل تولېدېږي هلته له څاګانو غوړ ډېر راوتلي او یا دا چې هغه کوهیان بیا ډک شوي دي.

سعودي عربستان کې د ۱۹۳۶‎ او ۱۹۷۰ کلونو ترمنځ د تېلو بې شمېره زېرمې وموندل شوې. له دې وروسته نورې نه دي موندل شوې.