"غوا مې لاړه په ترپکو": سندره، شعر او رنګونه د ماشوم پر روان څه اغېز کوي؟

  • مینا نظري
  • شاعره او د ماشوم د ادبیاتو لیکواله
غوا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

"غوا مې لاړه په ترپکو" په پښتو کې د ماشومانو یوه تر ټولو مشهوره فولکلوریکه سندره ده

د ماشوم ادبیاتو په تخلیقي برخه کې نظمونه ډېر مهم او ارزښتمن دي. د ماشومانو نظمونه له پخوا راهیسې په پښتني چاپيریال او ټولنه کې وو. ځينې یې ماشومانو خپله ایجاد کړي او یوه برخه یې بیا د میندو لخوا رامنځته شوي او ماشومان يې پرې نازولي دي.

د ماشوم په ادبیاتو کې دا فولکلوریکه برخه ډېرې خوږې نمونې هم لري، چې نږدې په ټولو پښتنو سیمو کې سره ورته دي.

دا نمونې به څه ناڅه لهجوي توپيرونه ولري، خو طرز او اهنګ یې سره یو شان دي، لکه دا سندره چې د لوبو پر مهال یې وایي:

اکو بکو

دومبالکو

سرسیندکو

غوا مې لاړه په ترپکو

یو وزیر و یو سلطان

غشي ولي په میدان

دا میدان یې داسې رنګ کړ

لکه ستوری د اسمان

او یا هم همدا پاسنی شعر په لږ توپیر سره :

اکو بکو

دنبالکو

سرسیندکو

مچ مې وویشت په پښتۍ

نه یې سر شته نه لکۍ

دا کلا د چا ده دا د ادم خان

پکې ناسته درخانۍ

تر لاس یې تاو دي

سرې شنې مرۍ

دا پاسنی نظم د وردګو په سیمه کې ماشومان په همدې طرز وايي، خو همدا نظم بیا د خوست ماشوم په دې توپیر سره وایي:

اکو بکو

دنبالکو

سییه لاړه په تبۍ

ماوویشته په ډبلۍ

نه یې سر و نه لکۍ

پیشو پړنګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ماشومانو لپاره شعرونو کې هغه حیوانات ډېر یادېږي چې دوی ورسره بلد وي، لکه پیشو، سپی او داسې نور

دا فولکلوریکې سندرې د ګوتو په شمار موجودې دي، خو له ښه مرغه په وروستیو کلونو کې د کوچنیانو د ادبیاتو په تخلیقي برخه کې، د کیسو تر څنګ زیات شمیر شعرونه، ترانې او نظمونه هم ولیکل شول.

د دې نظم لیکونکو هڅه تر ډېره دا وي چې د محتوا او پيغام ترڅنګ ساده او روان الفاظ ورته وټاکي او د ماشوم ذوقي غوښتنو ته ځواب ووايي.

که څه هم اروا پوهان په دې اند دي چې په ماشومانه شعر کې مانا او پیغام د پام وړ نه دي.

کوکوپښ ( ومان نیازي شعر)

موږ ته راکړه دوه بڼکې

کوکو پښه ، پښه ، پښه

سبا راشه په اتڼ

در واده به کړو چونګښه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ارواپوهان وایي، د ماشومانو ساده او مترنم شعرونه ژر زده کېږي او په حافظه کې یې پاتې کېږي

خو سره له دې هم د شاعرانو هڅه داده، چې ماشوم ته د خوند تر څنګ پيغام هم ورسوي. دا لاندې لنډ شعر هم د ښاغلي ومان نیازي دی، چې لنډې روانې او مترنمې کلمې یې ورته غوره کړې دي.

دا ډول شعرونه د ماشوم په ژبنۍ وده کې مرسته کوي او ماشوم د داسې شعرونو په تکرار سره د ژبې مهارتونه زده کوي. ماشومان هغه شعرونه ژر زده کوي له کومو شعرونو چې خوند اخیستلی شي.

رنګ (ومان نیازي شعر)

دا رنګونه زما

دا رنګونه د تا

زرغون رنګ د کبل

تک سپین رنګ د برېښنا

تک شین رنګ د اسمان

خړپړ رنګ د مرغۍ

تک سور رنګ د غاټول

ټاپې ټاپې کوکۍ

شاعر ومان نیازي په دې شعر کې ماشومانو ته د رنګونو د زده کړې پیغام ځای کړی دی. په پورته شعر کې یوازې وچ پيغام نه دی ځای شوی، بلکې دلته په تصویري ژبه، د تخیل په مټ په شعر کې خواږه هم ځای شوي.

شاعر ماشوم ته رنګونه په هغو څېزوکې وړاندې کړي چې د ماشوم په چاپیریال کې شته او ورسره عادت دی.

له رنګ سره د ماشومانو مینه:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ماشومانو له رنګونو سره هم ډېره مینه لري، او ځکه یې په شاعرۍ کې هم ډېر رنګونه یادېږي

ارواپوهان د ماشومانو ذهني حالتونه د رنګونو په مرسته تر څېړنې لاندې نیسي. ماشوم تر بل هرڅه رنګونو ته ډېره لیوالتیا لري، د لوبو له توکو نیولې په ښوونځي کې تر راځوړندې دړې.

موږ د ماشومانو په لوبتوکو کې ډېر سور رنګ ګورو، ځکه چې ماشوم یې ډېر خوښوي.

خو ښاغلی محب زغم په "یو ماشوم یوه نړۍ" کې لیکي چې سور رنګ د ماشوم د عصبي کېدو او غوسه کیدو سبب ګرځي.

خو زېړ رنګ بیا ارام او هوسا رنګ دی. ځکه خو دې رنګ ته ورته رنګونه په درسي موادو کې هم ډېر کارېږي.

شاعر هم د رنګونو د تشخیص په موخه ماشوم ته منظوم الفاظ وړاندې کوي. د دې خوږو یوه بله نمونه به د "معصومې غرنۍ" لاندې شعر کې ولولو.

باران اوري شرپه شرپه

پیشو راغله ترپه ترپه

زموږ په غولي اوبه ډنډ دي

پوکاڼۍ پکې پنډ پنډ دي

خورې زر شه کاغذ راوړه

چې وړې کښتۍ کړو جوړې

په اوبو یې کړو ورپورې

شاعرې معصومې غرنۍ په دې شعر کې هغه څه راخیستي چې د ماشومانو ډېر خوښېږي. له همدې کبله یې دا توري او کلیمې په ذهن کې ښې کیني او په مینه یې تکراروي.

د کلیمو تکرار چې کومه موسیقي رامنځته کوي هغه د ماشوم ذوق راپاروي او په مینه یې تکراروي.

ماشوم ولې تصویري او موزون الفاظ خوښوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ارواپوهان وایي چې اوږدې جملې د ماشوم په حافظه کې نه پاتې کېږي

ارواپوهان په دې عقیده دي چې "لیدل" تر "اورېدو" ژر د ماشوم په حافظه کې ځای نیسي.

که څو ځله هم ناموزونې او اوږدې جملې ماشوم ته تکرار کړو، په حافظه کې یې نشي ساتلی، خو که هماغه مطلب موزون او لنډو جملو کې ولیکو نو ژر یې په حافظه کې کیني.

نو غوره دا ده چې د ماشومانو لپاره یو داسې شعر ولیکل شي چې دوی ترې خوند واخلي، ځکه ارواپوهان هم په دې عقیده دي چې د ماشوم په شعر کې پيغام او مانا د پام وړ نه دي.

د ماشوم شعر یوازې ساده والي او موسیقیت ته اړتیا لري، پکې تر ډېره د ماشوم خپل چاپیریال او په دې کې فصلونه، طبیعت ژوي او نور مهم دي چې ماشوم ورسره اشنا شي.

دې لاندې شعر کې به د ماشوم د چاپيریال یو الوتونکی وګورو، چې شاعره "نګینه اتمانزۍ" یې په ساده او موزونو کلمو کې ماشوم ته ورپېژني او ورسره اشنا کوي یې.

چرګه چرګه چرګه ده

څومره برګه برکه ده

لیدو کې دا تور رنګه ده

په ځان کې دنګه بنګه ده

شپږ واړه بچي لري

ښایسته او ګلالي لري

ښکلې یې مرغانچه ده

د کور مخ کې باغچه ده

هګۍ یې ټولومه

بازار کې خرڅومه

بیا ځان ته پرې بکسه اخلم

قلم او کتابچه اخلم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ماشوم په شعر کې باید هغه موضوعات راواخیستل شي چې ماشومان ورسره مینه لري

پاسني شعر کې شاعره په هغه څه ماشوم ته شعر لیکي چې د ماشوم خوښ دي او ورسره مینه لري.

دا چې شعرونه ماشومانو ته څه ورکوي، په دې اړه ادبپوهان وايي چې شعر د ماشوم د تخیل په وده کې مرسته کوي.

همدارنګه ویل کېږي چې هغه ماشومان چې موزونې کلمې په ذهن کې لري، استدلال او منطق یې پیاوړی وي.

په دې توګه ماشوم د نظمونو او شعرونو په لوستلو سره د ژبې مهارتونه، د کلمو جوړښت او بڼو سره اشنا کېږي، د کلمو سم تلفظ او نوي لغتونه زده کوي.

د ادبپوهانو په باور هغه ماشومان چې شعرونه او نظمونه زده کوي د ښه لیک لوست شوق لرونکي وي او فکر او خیال یې وده کوي.