د مشورتي لویې جرګې پایلې او لاسته راوړنې

  • مشتاق رحيم
  • څېړونکى
مشورتي لویه جرګه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

وېره دا هم وه چې د کورونا وبايي ناروغۍ د خطر په شتون کې به دا ډول ستره غونډه څومره شونې وي

د افغان ولسمشر لخوا د اختر مبارکۍ پیغام په لړ کې د سولې یوې بلې مشورتي لویې جرګې د رابللو اعلان د یو ستر بحث لامل وګرځېد. د بحث سرټکی د جرګې بنسټیزه موخه چې د طالبانو له لسټ سره سم د هغو وروستیو څلور سوه زندانیانو د خلاصون موضوع وه چې د حکومت د وینا مطابق په حق العبدي قضایاوو کې زندانیان وو.

حقوق پوهان په دې نظر وو چې حق العبد قضایاوې بخښل او د دغه ډول زندانیانو ازادول که د ولسمشر واک نه دې نو د مشورتي جرګې هم له حقوقي اړخه دا کار نه شي ترسره کولی.

بله خوا یو شمېر خلک په دې نظر وو چې ښايي حکومت غواړي د جرګې دایرولو په تکل کې د سولې بهیر وځنډوي او غوښتنه یې دا وه چې لکه څنګه چې ۴۶۰۰ زندانیان د سیاسي پرېکړې پر بنسټ له بنده آزاد شول، پاتې څلور سوه زندانیان دې هم په هماغه ډول پرېښودل شي.

وېره دا هم وه چې د کورونا وبايي ناروغۍ د خطر په شتون کې به دا ډول ستره غونډه څومره شونې وي. خو له ټولو شننو، اندونو او نیوکو سره سره افغان ولسمشر محمد اشرف غني و توانېد چې په ډېره لنډه او تنګه موده کې نه یوازې دا چې د سولې مشورتي لویه جرګه دایره کړي بلکې د بندیانو د خلاصون ترڅنګ نورې سیاسي موخې هم ترلاسه کړي.

د لویې جرګې په ترڅ کې ولسمشر غني وتوانېد چې حق العبدي او نورو جدي قضایاوو کې ښکېلو زندانیانو د خلاصون پړه له ځانه لرې او د لویې جرګې له لارې د ولس غاړې ته ور واچوي.

دا چې ولسمشر د زندانیانو د خلاصون په لړ کې جدي سیاسي او ټولنیز فشار سره په داسې حال کې مخامخ وو چې له حقوقي اړخه د یادو زندانیانو د خلاصون په برخه کې حقوقي محدودیت سره مخامخ وو، د مشورتي لویې جرګې وړاندیز هغه ته ځان د مسئولیت څخه د خلاصون دلیل په ګوتو ورکړ.

د زندانیانو د خلاصون په اړه د مشورو په پلمه افغان حکومت یو شمېر نورې موخې هم ترلاسه کړې. په دې لړ کې ترټولو مهمه لاسته راوړنه د سولې د بهیر لپاره د ولسمشر لخوا د تازه ملاتړ ترلاسه کول وو.

که وکتل شي، د جرګې د مشورتي وړاندیزونو په لړ کې ډېری ټکي داسې وو چې په تېره مشورتي جرګه کې هم یاد شوي وو، خو د دغه ټکو داسې مهال تکرار چې تمه کېږي ډېر ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي، ولسمشر غني او د هغه لخوا ټاکل شوي مذاکراتي ټیم ته د بحث لپاره تازه مواد په لاس کې ورکړل.

د عکس سرچینه، GMIC

د عکس تشریح،

د لویې جرګې په ترڅ کې ولسمشر غني وتوانېد چې حق العبدي او نورو جدي قضایاوو کې ښکېلو زندانیانو د خلاصون پړه له ځانه لرې او د لویې جرګې له لارې د ولس غاړې ته ور واچوي.

د اوربند غوښتنه، د بهرنیو هېوادونو په افغانستان کې د مداخلې لاس لنډول، ولسواکۍ ته احترام، د اوسني نظام ساتنه، د اتباعو حقوق او په هغې کې د ښځو په ځانګړې توګه یادونه هغه موارد دي چې د دې جرګې د پرېکړه لیک څخه د مذاکراتو میز ته وړل کېدی شي.

دا تازه ولسي ملاتړ به حکومت ته نه یوازې د طالبانو سره بلکې د نړیوالې ټولنې او په دې لړ کې د امریکا سره د مباحثې او مذاکرې دپاره هم دلایل په لاس ورکړي.

د سولې مشورتي جرګې دایرولو او بیا په پای کې د هغې د ټولو پرېکړو د منلو او عملي کولو په ترڅ کې ولسمشر غني وتوانېد چې د سولې په اړه خپل ښه نیت هم ولس سره شریک کړي. د زندانیانو د خلاصون په لړ کې د څو ځلې خنډ له کبله د افغان ټولنې بعضې برخو د سولې په اړه د ولسمشر په نیت د شک اظهار هم کولو.

آن مشورتي جرګه یې د سولې د بهیر د ځنډولو یوه پلمه یادوله. جرګې هغه ټولو نیوکو او شکونو ته ځواب ویلو سره د ولس په منځ کې یو وار بیا د حکومت د سولې د سیاست په اړه نېک نظر پیدا کولو کې هم مرسته وکړه.

د جرګې په خوله مخالفې غوښتنې ردول

د سولې مشورتي لویې جرګې په لړ کې ولسمشر اعلان وکړ چې د سولې د بهیر په اوږدو کې به د اړتیا په صورت کې بیا هم لویې جرګې ته مراجعه وکړي. که حکومت د مذاکراتو په لړ کې داسې غوښتنو او یا هم فشارونو سره مخ کېږي چې دوی یې منلو ته چمتو نه وي، افغان ولسمشر بیا ځلې د لویې جرګې کارت کارولی شي او له دې لارې له ځان څخه فشارونه لرې کولی شي.

د سولې مشورتي لویې جرګې افغان ولسمشر ته ښه موقع برابره کړه چې په راتلونکي کې د دې ډول جرګې په مرسته هغه غوښتنې چې حکومت ورسره موافق نه وي د ولس په خوله رد کړي.

د مشورتي لویې جرګې یوه بله ستره لاسته راوړنه د مطرحو افغان سیاستوالو په یو ټغر راټولول وو. د سولې روان بهیر په لړ کې ښايي دا لومړی ځل وي چې په دومره غټ شمیر سیاسي شخصیتونه په یوه خوله وي او د حکومتي کړنلارې او د جرګې له پایلو یې حمایت کړی وي.

د عکس سرچینه، GMIC

د عکس تشریح،

که وکتل شي، د جرګې د مشورتي وړاندیزونو په لړ کې ډېری ټکي داسې وو چې په تېره مشورتي جرګه کې هم یاد شوي وو

په جرګه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ګډون چې د افغانستان د سیاسي مشرانو د یوې سترې کتلې ملاتړ د ځان سره لري د سولې مشورتي لویې جرګې د پریکړو اعتبار خورا لوړ کړ. همدا راز د ولسمشر پخواني واک شریک او د مصالحې د ملي شورا مشر ډاکټر عبدالله، کریم خلیلي، د ملي شورا مشرانو او داسې نورو شخصیتونو ګډون د پراخې سیاسي اجماع هغه تشه هم ډکه کړه چې په تېرو کابو دوه کلونو کې موجوده وه.

دغه تشې د سولې د بهیر په لړ کې حکومت خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ کړی وو؛ د افغانستان د سیاسي ټبر ملاتړ به حکومت ته مذاکرې په میز او د نړیوالو همکارانو سره د مباحثې په لړ خورا ډیره برلاسي ورکړي.

جرګه په ډیر لنډ او تنګ وخت کې په داسې حال کې دایره شوه چې له امنیتي پېښو هم خوندي پاتې شوه. په دومره لنډه موده کې د جرګې دایرولو له کبله حکومت په دې هم و توانېد چې په خپله کاري وړتیا نقدونه هم نفي کړي.

په داسې ډول د جرګې ترسره کېدو سره حکومت خورا ډېر وستایل شو. دا ستاینې کولی شي په حکومت د ولسي باور زیاتولي لامل شي چې بیا هم بین الافغاني مذاکراتو کې حکومت د دغه ولسي باور په مرسته له پیاوړي دریځ ګډون وکړي.

افغان حکومت څومره امریکا ته ورنژدې شوی؟

د سولې مشورتي جرګې پرېکړې د نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د امریکايي ادارې تمې سره سمې اعلان شوې. دا چې امریکا غواړي د سولې بهیر په چټکۍ سره مخ ته لاړ شي ترڅو د روان زیږدیز کال په پای کې په امریکا کې ترسره کېدونکیو د ولسمشرۍ ټاکنو څخه د مخه د افغانستان د شخړې د حل په اړه ښه پرمختګونه وشي، د جرګې لخوا د بندیانو د خلاصون پرېکړه او سم د لاسه د طالبانو لخوا مذاکراتو کې د ګډون د چمتووالي اعلان هغه څه دي چې د ټرمپ ادارې غوښتل.

دې چارې سره به افغان حکومت وتوانېږي چې خپل ستراتیژیک ملګري او د افغان سولې مخکښ هېواد امریکا ته لا ور نژدې شي او د دواړو اړخونو ترمنځ به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د باور فضا لا پسې پیاوړې شي. د باور د فضا غځېدل د بین الافغاني مذاکراتو په بریا کې خورا جوت رول لوبولی شي.

په ټوله کې د سولې مشورتي جرګه چې د څلور سوه طالب زندانیانو د خلاصون په پلمه جوړه شوې وه بریالې ارزول کېدی شي. که له یوه اړخه حکومت په جرګه کې په نښه شوې یو شمېر موخې ترلاسه کړې، د جرګې له کبله د بین الافغاني مذاکراتو په لار کې د پرتو خنډونو لرې کېدل د افغان ولس لپاره یو ډېر ښه زېری دی.

که څه هم د افغانانو خپلمنځي خبرې د روان سولې بهیر تر ټولو پېچلی پړاو دی چې خپل خنډونه او ځنډونه به لري، خو دغه مرحلې ته رسېدل پخپله ستره لاسته راوړنه ده.

د افغانانو خپلمنځي خبرې به د سولې روان بهیر کې یو نوی پیل وي او هیله ده چې د شخړې دواړه اړخونه به د جوړجاړي اصل ته په درناوي هڅه وکړي چې د کړکېچ په ځای تفاهم ته لومړیتوب ورکړي.

مشتاق رحیم د شخړو، سولې، امنیت او سیمه ایزو چارو کارپوه، لیکوال او څېړونکی دی. نوموړی پر ټویټر @mushtaq_rahim په پته موندلی شئ.