افغانستان کې ماينونه لا هم جدي گواښ دى

د انځور حقوق AP
Image caption افغانستان کې څه باندي ۲۰۰۰ کیلومتره مربع سیمه له ماینونو پاکه شوې ده.

افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو چارواکي وایې که چېرې د ماینونو پاکولو په برخه کې مالي مرستي دوام ومومي، افغانستان ښایي په راتلونکو لسو کلونو کې په بشپړ ډول له ماینونو پاک شي.

د دوي په وینا په افغانستان کې ۴۵ سلنه له ماینونو ډکې سیمې نه دې پاکې شوې. افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو چارو د همغږۍ مرکز په دغه هېواد کې د ماینونو د ستونزې هواري په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.

د ماینونو شتون په افغانستان کې لا هم یوه جدي ګواښ دى، چې د شمېرو له مخې هره میاشت په افغانستان کې په منځنۍ توګه څلویښت تنه د ماینونو قرباني کېږي.

په افغانستان کې د ماین پاکولو موسسې اندیښنه لري چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره به په دغه هېواد کې د مرستو د ځنډ لامل شي. یو شمېر دغسې ادارې له افغانستان څخه د ماینونو د خطر بشپړ لرې کول د مرسته کوونکو هېوادونو د مالي مرستي په دوام پوري تړلې بولي.

تېر کال په افغانستان کې د ماینونو د پاکولو په برخه کې ۴۵ میلیونه ډالره لګول شوي، خو افغان دولت او په افغانستان کې د ماین پاکۍ نورې موسسې وایي د ماینونو د خطر له منځه وړل نورې بودجې ته اړتیا لري.

د ام ډي سي، ماین پاکولو موسسې مشر شهاب حکیمي له مرستنديو هېوادونو څخه د مرستو د دوام غوښتنه کوي.

ښاغلى حکيمي وايي که چېرې مرسته کوونکي هېوادونه د پخوا په څېر زموږ سره مرسته وکړي او هغه ملتونه چې د اوټاوا د کنوانسیون غړیتوب ولري او د ماین پاکۍ پروګرام په برخه کې زموږ غوښتنه ومني، نو تر راتلونکو لسو کلونو پوري به ښایې په افغانستان کې دا ستونزې هوارې شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پآکۍ چارو د همغږۍ ادارې مشره ابیګیل هارتلي وایي په دې وروستیو کې افغان چارواکو دغې ادارې ته یو غوښتنلیک سپارلی او ورسره یې ژمنه کړې چې په راتلونکو لسو کلونو کې به په افغانستان کې له ماینونو ډکې سیمي پاکوي.

د انځور حقوق bbc
Image caption تېر کال په افغانستان کې د ماینونو د پاکولو په برخه کې ۴۵ میلیونه ډالره لګول شوي

میرمن هارتلي په افغانستان کې د ماینونو د شنډولو په چارو کې د ملګرو ملتونو پر ژمنو بیا ټینګاروکړ او زياته کړه، دا فکر چې ګنې افغانستان به په راتلونکو لسو کلونو کې له ماینونو پاک شي، ډېر ښه احساس دی او په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام ټولې ادارې لېواله دي چې د نړیوالو ادارو او د افغان دولت په مرسته دغه هدف ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د ماینونو له منځه وړلو په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دى او موږ د ماینونو د ستونزي د هواري لپاره د وروستۍ لسیزې په تمه یو.

د ماین پاکۍ د موسسو د شمېرو له مخې تر دې مهاله د افغانستان څه باندي ۲۰۰۰ کیلومتره مربع سیمه له ماینونو پاکه شوې او په ۶۸۵ کیلو متره مربع سېمه کې لا هم ناچاودلي ماینونه شته.

د افغانستان د پوځ لوی درستیز شیر محمد کریمي ماین پاکان اتلان وبلل او په دې برخه کې يې د مرستو ستاېنه وکړه.

لوي درستيز کريمي وويل چې د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ماینونو د شنډولو او د سیمو د پاکوالي لپاره لومړنۍ هڅې ۲۳ کاله وړاندې پېل شوې دي، چې دا مهال شاوخوا څوارلس زره کسان په پنځو افغاني او دوو بهرنیو موسسو کې د افغانستان د ماینونو د پاکولو په چارو بوخت دي.

د بودجې د کموالي سربیر ، امنیتي ستونزي هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د ماین پاکۍ چارې له ځنډ سره مخامخ کړ ېدي، خو افغان دولت ژمنه کړې چې د ماین پاکولو د خوندیتوب لپاره په ټول هېواد کې په جدیت سره کار کوي.

ورته مطالب