انډین ټایمز: پاکستان له هند سره جدي خبرې غواړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نواز شریف ویلي د کشمیر مسله په سیمه کې د نارامۍ لوی لامل دی.

انډین ټایمز

انډین ټایمز ورځپاڼې د پاکستان د نواز شریف هغه خبره راخستې چې ویلي یې دي هېواد یې له هند سره د کشمیر مسلې په اړه د خبرو لپاره تیار دی خو په دې شرط چې هند وغواړي په دې اړه جدي خبرې وکړي. نواز شریف ویلي د کشمیر مسله په سیمه کې د نارامۍ لوی لامل دی.

هغه ټینګار کړی چې هېواد یې په سوله ییزه توګه د کشمیر د لانجې هوارولو ته ژمن دی. نواز شریف چې په اذربایجان کې یې خبرې کولې د هند پر اوړې پوځي مرکز برید کې د پاکستان د لاس لرلو تورونه رد کړل ، هغه وویل هندي چارواکو له بریده شپږ ساعته وروسته دغه تورونه ولګول.

په دغه برید کې ۱۹ هندي سرتیري ووژل شو.

انډیپنډینټ

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼه وايي دغه غوښتنه وروسته له هغه شوې چې داسې راپورونه تر لاسه شول چې د روسیې حکومت پورې تړلو سایبري برید کوونکي د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ګډوډولو هڅه کړې ده .

بریتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډینټ په یوه مطلب کې ویلي چې امریکا حکومت د دغه هېواد له استخباراتي ادارې سي آی اې غوښتي چې د روسیې پر حکومتي ویب پاڼو د برید لپاره چمتو والی ونیسي.

ورځپاڼه وايي دغه غوښتنه وروسته له هغه شوې چې داسې راپورونه تر لاسه شول چې د روسیې حکومت پورې تړلو سایبري برید کوونکي د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ګډوډولو هڅه کړې ده .

ورځپاڼې د سي آی اې د اوسنیو او پخوانیو چاروکو په حواله ویلي چې له دوی غوښتل شوي چې په دې برخه کې بیلابیل احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.

نیوریاک ټایمز

د انځور حقوق AFP
Image caption نیویاک ټایمز ورځپاڼې په سعودي عربستان کې د دغه هېواد د پاچا سلمان بن عبد العزیز د زوی محمد چې د ولي عهد ولي عهد دی، د رول او په دغه هېواد کې د واک تر لاسه کولو هڅو ته کتنه کړې.

نیویاک ټایمز ورځپاڼې په سعودي عربستان کې د دغه هېواد د پاچا سلمان بن عبد العزیز د زوی محمد چې د ولي عهد ولي عهد دی، د رول او په دغه هېواد کې د واک تر لاسه کولو هڅو ته کتنه کړې.

د ورځپاڼې په دغه تحلیلي مطلب کې ویل شوي چې په سعودي کې دننه او له سعودي دباندې ډیر فکر کوي چې محمد بن سلمان غواړي د دغه هېواد راتلونکی پاچا وي. ورځپاڼه زیاتوي چې په تیرو دوه کلونو کې دغه ۳۱ شهزاد د خلکو او چارواکو پام ځانته اړولی، هغه د دولت بودجه کمه کړې او د سپما لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي، تر څو هغه زیان جبیره کړي چې د تیلو د بیو د ټیټیدلو او د یمن په جګړه کې د ښکیلتیا له امله دغه هېواد ته رسیدلی.

اوس محمد بن نایف د سعودي عربستان ولي عهد، او د شاهي کورنۍ د اصولو له مخې باید دی د دغه هېواد راتلونکی پاچا وي.

محمد بن سلمان هڅه کوي د سعودي اقتصادي یواځې پر تیلو تکیه نه وي ، غواړي سعوديانو ته د کار فرصتونه ، ښه تعلیم او ښه روغتیايي خدمات وړاندې شي. هغه د سعودي عربستان لپاره تر ۲۰۳۰ کال پورې یو لرلید هم جوړ کړی.

دیپلوماټ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راتلونکې نومبر میاشت کې د امریکا سمندري ځواک یوه بېړۍ نیوزیلنډ ته استول کېږي.

دیپلوماټ خپرونې د امریکا او نیوزیلانډ اړیکو په اړه په یوه تحلیلي مطلب کې ویلي چې دغه هېواد د نړۍ په سیاست کې خپل دودیز رول له پام غورځولی او په راتلونکې نومبر میاشت کې به دغه هېواد ته د امریکايي سمندري ځواک یوه بیړۍ واستول شي په دې سره د امریکا او نیوزیلانډ اړیکې لا پراخه او د نیوزیلانډ پر بهرني سیاست به ژور اغیز ولري.

خو خپرونه زیاتوي چې په دې سره به امریکا د نیوزیلانډ په بهرنۍ کړنلاره کې امریکا هغه ځای ونه نشي نیولای چې اوس یې چین لري. نیوزیلانډ ډ اسټرالیا په ګاونډ کې پروت دی.