اېکسپرس ټریبیون: طالبانو مولوي نېک محمد تهران کې خپل استازی ټاکلی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تهران

اېکسپرس ټريبيون:

د پاکستان چاپ اېکسپرس ټريبيون ورځپاڼه په خپل خپاره کړي يوۀ مطلب کې د طالبانو د يوې سرچينې له خوله وايي چې دوى له ايران سره خپلو اړيکو ته رسمي بڼه ورکړې او مولوي نيک محمد يې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کندهار کې د ښوونې او روزنې مشر و، په تهران کې د دغې ډلې استازى ټاکلى.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي چې نه یې دي غوښتي نوم يې په ډاگه شي ورځپاڼې ته ويلي؛ طالبانو د منځنۍ آسيا د هېوادونو په گډون گڼو هېوادونو لپاره استازي گمارلي او له روسيې سره يې هم خپل اړيکي پراخ کړي.

ورځپاڼه وايي؛ طالبان له چين سره هم ښه اړيکي لري او يوۀ پلاوي يې هم دغه هېواد ته سفر کړى و.

افغانستان لپاره د چين استازي اکسپرېس ټريبيون ته ويلي چې هېواد يې طالبانو ته د يوۀ لوى سياسي ځواک په سترگه گوري.

د ورځپاڼې په وينا؛ په سيمه کې داعش او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو دوامداره شتون، له طالبانو سره د ايران د اړيکو لامل دى.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق .
Image caption هلمند، افغانستان

نيويارک ټايمز په هلمند کې د طالبانو له لوري شوي بريد ته کتنه کړې او د افغان چارواکو په وينا يې ليکلي چې دوى توانېدلي طالبان د لښکرگاه له ښاره د باندې ايسار کړي.

خو د ورځپاڼې په باور چې د هلمند مرکزي ښار اوس هم د طالبانو له لوري کلابند دى.

ورځپاڼه زياتوي طالبانو د لښکرگاه په لور پرمختگ وکړ خو هغه مهال يې مخه ډپ شوه چې د افغانستان سلگونه کومانډو سرتيري د هوا له لارې سيمې ته ولېږل شول.

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق .
Image caption چین او پاکستان بیرغونه

هندوستان ټايمز وايي چين وروسته له هغه د خپل تلپاتي متحد پاکستان دفاع ته ور ودانگل چې د هند لومړي وزير نرېندرا مودي دغه هېواد د ترهگرۍ مرکز وباله.

د چين د بهرنيو چارو وزير ويلي؛ پاکستان د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې ډېرې قربانۍ ورکړي او نړېواله ټولنه بايد په دې ځان پوه کړي.

ورځپاڼه وايي؛ د "برېکس" غونډې په څنډو کې د نرېندرا مودي او شي جين پنگ ترمنځ له خبرو اترو وروسته د چين له لوري خپرې شوې وينا پاڼې کې د ترهگرۍ هېڅ يادونه نه وه شوې.

هندوستان ټايمز وايي؛ که دا د هند پاکستان ضد هلو ځلو پروړاندې د چين دريځ وي نو جوتېږي چې دغه هېواد پاکستان له سياسي پلوه گوښي کېدو ته نه پرېږدي.