نيويارک ټايمز: د طالبانو غورځنګ کې د يوۀ بل ويش رامنځته کېدل څرګندېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسمشر غني مرستیال ویاند وايي حکومت د سولې د خبرو په هڅو کې دی او له ټولو فرصتونو به په دغه لاره کې کار اخلي

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز وايي، د افغان حکومتي چارواکو د سولې خبرو اترو بيا راپيلولو په موخه په قطر کې له طالبانو سره پټې نوې خبرې کړي دي.

د ورځپاڼې په وينا دا لا نه ده مالومه چې د طالبانو کومه ډله به د سولې په بهير کې ښکېلېږي.

افغان چارواکي: حکومتي پلاوي له یوشمېر لوړپوړو طالب مشرانو سره لیدنې کتنې کړې

د مطلب ليکوال زياتوي، طالبانو له افغان حکومت سره پټې خبرې رد کړي نو له دې امله په دغه غورځنگ کې د يوۀ بل ويش رامنځته کېدل څرگندېږي. ورځپاڼه وايي دا پوښتنه هم مهمه ده چې جلا شوې ډله څومره نفوذ يا اغيز لري او دا نوې هڅې به چېرته ورسېږي.

د پاکستان يوۀ استخباراتي چارواکي نيويارک ټايمز ته ويلي د منځنۍ کچې طالبانو له افغان چارواکو سره په قطر کې کتلي او په دې کتنه کې امرکايي استازو هم حضور درلود.

دغه پاکستاني چارواکي ويلي په دې نه پوهېږي چې پاکستان ولې په دغو خبرو اترو کې نه و.

گارډين:

د انځور حقوق Reuters
Image caption ورځپاڼه وايي د جرمني صدر اعظمې انگیلا میرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند پر حلب د بمباريو له امله پر روسيې د نويو بنديزونو گواښ وکړ.

بريتانيا چاپې گارډين ورځپاڼې د سوريې په تړاو د جرمني، فرانسې او روسيې د مشرانو ترمنځ خبرو اترو ته کتنه کړې.

ورځپاڼه وايي د جرمني صدر اعظمې انگیلا میرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند پر حلب د بمباريو له امله پر روسيې د نويو بنديزونو گواښ وکړ.

اولاند: پر حلب د سوریې او روسیې بریدونه "جنګي جرم" دی

دغه څرگندونې د اروپايي سرمشريزې په درشل کې شوې چې ټاکل شوې په سوريه کې د روسيې پر رول بحث وکړي.

واشنگټن پوست:

واشنگټن پوست ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې د اوکرايين د سولې په تړاو پر يوې لار نقشې شوې هوکړې ته کتنه کړې.

د انځور حقوق OSCE handout
Image caption د ورځپاڼې په وينا د جرمني، فرانسې، روسيې او اوکرايين مشرانو تېره ورځ د سولې د خبرو اترو د بيا را ژوندي کولو لپاره دغه لار نقشه ومنله.

د ورځپاڼې په وينا د جرمني، فرانسې، روسيې او اوکرايين مشرانو تېره ورځ د سولې د خبرو اترو د بيا را ژوندي کولو لپاره دغه لار نقشه ومنله.

د اوکرايين د ختيځ جنگ ځپلې ډنباس سيمې له څلورو نورو ځايونو د ځواکونو ايستل، او د اروپا امنيتي ځواکونو د څار ماموريت پراخېدل په دغه پلان کې شامل دي.

ټاکل شوې په راتلونکې نومبر مياشت کې د دغو څلورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د لار نقشې پر جزيياتو سره خبرې وکړي.

ډان:

ډان پاکستان چاپې ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې ويلي چې د بلوچستان ايالت په دولتي ادارو کې ٥٠ زره خيالي مامورين يا چارواکي دي چې ١٥ زره يې يوازې ښوونکي جوړوي.

د انځور حقوق Alamy
Image caption ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په وينا ليکلي چې دې قضيې ته د کتنې لپاره د پلټنې يو پلاوى گمارل کېږي.

ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په وينا ليکلي چې دې قضيې ته د کتنې لپاره د پلټنې يو پلاوى گمارل کېږي.

ورته مطالب