ګارډین: قطر کې طالب چارواکي پر سولې پاکستان سره مشورې لپاره اسلام اباد ته تللي

ګارډین:

د انځور حقوق AFP
Image caption ګارډین ویلي؛ له قطر نه د طالبانو درې لوړ پوړي چارواکي د تیرې چهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته تللي

بریتانوۍ ورځپاڼه ګارډین په یوه راپور کې وايي؛ په قطر کې د طالبانو د دفتر لوړپوړي غړي پاکستان ته تللي چې د دغه هېواد له امنیتي چارواکو سره د افغانستان له دولت سره د سولې د ممکنه خبرو په اړه سلا مشورې وکړي.

ګارډین په خپل راپور کې زیاتوي؛ د طالبانو دوه سرچینو ورته ویلي چې قطر کې د طالبانو درې لوړ پوړي چارواکي د تیرې چهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته تللي.

ورځپاڼه د یوه لوړ پوړي طالب مشر په حواله زیاتوي؛ دغه پلاوی ددې لپاره پاکستان ته تللي چې د سولې په ګډون د څو موضوع ګانو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او په دې برخه کې له هغوی سره وروستي معلومات شریک کړي.

ورځپاڼه وايي، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا جان محمد مدني او ملا عبد السلام د قطر د دفتر په استازیتوب پاکستان ته تللي دي. دلاور د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په پاکستان کې سفیر و او ملا عبدالسلام د پوهنې وزارت مرستیال و.

ډیپلومات:

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري

دیپلومات خپرونې په یوه تحلیلي مطلب کې ویلي چې پاکستان د امریکا لخوا تر فشار لاندې دی چې د هغو وسله والو پرضد لاس په کار شي چې په ګاونډي افغانستان کې نا امنۍ ته لمن وهي.

خپرونه وايي؛ پاکستانیانو امریکايي سیاستوال، رسنۍ او پوځي چارواکي له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دې تیر ایستې چې که چیرته دوی ددغو وسله والو پرضد ګام واخلي، نو دوی به د پاکستان اتومي وسلې ترلاسه کړي او بیا به یې د امریکا پرضد وکاروي.

د ډیپلومات خپرونې په تحلیل کې ټینګار شوی چې واشنګټن باید اسلام آباد ته د یوه پیغام د استولو لپاره د دغه هېواد پر ځواکمن پوځ چې په کورنیو او بهرنیو چارو کې له اندازې زیات رول لري، فشار راوړي.

خپرونه زیاتوي چې دا پاکستان او د پوځ بدنامه استخباراتي اداره ده چې په دوو ګاونډیو هېوادونو هند او پاکستان کې یې د نفوذ ترلاسه کولو لپاره د وسله والو کارولو ستراتیژۍ ته مخه کړې ده.

ډیپلومات د عایشه صدیقې په حواله چې د پاکستان د پوځ په اړه یې یو کتاب هم لیکلی ویلي؛ د دغه هېواد پوځ په شاپنګ سنټرونو، د بیمې په شرکتونو، او هوايي الوتنو په شرکتونو کې پانګونه کړې او څه باندې شل ملیارده ډالره پانګه لري.

پیپل:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چین لومړي وزیر او فلیپین ولسمشر په ګډون ناسته

د چین پیپل ورځپاڼې فلیپين ته ددغه هېواد د ولسمشر شي جین پینګ د سفر په اړه لیکلي چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د اړیکو تودوالی ددې لپاره نه دی چې فلیپین غواړي له امریکا ځان ګوښه کړی.

د فلپین ولسمشر په دې وروستیو کې د امریکا پر ولسمشر توندې نیوکې کړي او آن د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډو پوځي تمریناتو د لغوه کولو ګواښ هم کړی.

ورځپاڼه زیاتوي؛ چین هیڅکله داسې نه غواړي چې له یوه هېواده سره اړیکې د کوم بل هېواد پرضد پراخه کړي او له فلپین سره د اړیکو پراخوالی یواځې د اقتصادي او سوداګرېزې راکړې ورکړې د زیاتوالي لپاره دی چې د یوه بل د ځمکنۍ بشپړتیا او دوه اړخیزه درناوي په رڼا کې ترسره کیږي.

پیپل زیاتوي؛ دا فلپین پورې اړه لري چې څنګه د امریکا په ګډون له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې سمبالوي.

ورځپاڼې پر امریکا هم سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې امریکا باید چې له نورو سره په اړیکو کې باید د دوه اړخیزه درناوي اصل ته پام وکړي.