د موصل جګړه کې د داعش ضد ترکي ګډون مخالفت

د انځور حقوق AFP
Image caption د موصل ګڼ وګړي په جګړه کې ایسار پاتې دي

ځینو عربي ورځپاڼه له اسلامي دولت ډلې د موصل ښار د بیرته نیولو په عملیاتو کې د ترکي ځواکونو ګډون په اړه سخت غبرګونونه ښودلي. د ترکیې لومړي وزیر علي یلدریم ویلي و چې د دوی توپچي او ټانکونو له پيشمرګه ځواکونو سره د داعش په وړاندې جګړه کې مرسته کړي.

العالم

کردي ځواکونو پر موصل "لوی برید" پیل کړی

د عراق العالم ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویل شوي د موصل له نیولو وروسته عراق له کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره مخامخ دی او دغه ګواښونه له داسې یوه ګاونډي هېواده پيښیږي چې د عثمانیانو د نوې امپراتورۍ خوبونه ویني.

د مطلب لیکوال د عراق په چارو کې د سعودي عربستان د لاسوهنې د مخنیوي غوښتنه هم کړې ده .

ډيپلوماټ

د انځور حقوق AFP
Image caption ډیپلوماټ وايي، پاکستان باید اقتصادي ودې او فعالیتونو ته ډیر پام وکړي، خو د مطلب لیکوال وايي په پاکستان کې هله اقتصاد غوړېدای شي چې پوځ په اقتصادي چارو کې لاسوهنه بنده کړي

ډيپلوماټ مجلې د پاکستان او هند ترمنځ د کشالې په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی او په کې ټینګار شوی چې پاکستان باید هند د لومړي وزیر هغې وینا ته پام وکړي چې ویلي و هند نړۍ د کمپیوټر سافټورونه او پاکستان ترهګرۍ صادروي.

مطلب دا چې پاکستان باید اقتصادي ودې او فعالیتونو ته ډیر پام وکړي، خو د مطلب لیکوال وايي په پاکستان کې هله اقتصاد غوړېدای شي چې پوځ په اقتصادي چارو کې لاسوهنه بنده کړي او دا تصور له منځه ولاړ شي چې پوځ د هند سره د جګړې لپاره دا هر څه کوي نو د هند د هر ډول ستراتیژیکو ګامونو په وړاندې به د پاکستان غبرګون سخت دریځي او تاوتریخوالی وي.

ډان

د انځور حقوق AFP
Image caption اسیا زړه کانفرانس مخکینۍ غونډه

پاکستانۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډان خبر ورکړی چې د افغانستان په اړه په هند کې د اسیا زړه کانفرانس کې برخه اخلي، دغه غونډه د راتلونکې ډسمبر میاشتې په لومړیو کې د هند په امرتسر ښار کې ترسره کیږي.

د امرتسر په غونډه کې د ۱۴ هېوادونو استازي د ګډون لپاره وربلل شوي دي، په غونډه کې په افغانستان کې د ټیکار او امنیت په اړه خبرې کیږي.

ډان رپوټ ورکړی چې په بهرنیو اړیکو کې د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار سرتاج عزیز د ارمتسر په غونډه کې د پاکستان د ګډون پخلی کړی.

د یادولو ده چې افغانستان، هند، بنګلادیش او بوتان په اسلام آباد کې د سارک په غونډه کې له ګډونه انکار وکړ او په پایله کې پاکستان پریکړه وکړه چې په راتلونکې نومبر میاشت کې دغه کیدونکې غونډه لغوه کړي.

نیوریاک ټایمز

امریکايي نیوریاک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې د امریکا راتلونکی ولسمشر به په منځني ختیځ کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ وي، دا ځکه چې د لیکوال په وینا په سیمه کې پخوانی ثبات نشته او ځای یې نویو ډلو ټپلو او کړکېچونو نیولی دی.

واشنګټن پوسټ

د انځور حقوق AFP
Image caption کردي ځواکونه د ماینونو له کبله ورو د موصل پر لور لوران دي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ویکي لیکس له خوا د ځینو رازونو د خپرونو په اړه لیکلي چې د عراق په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د جنګي جنایتونو او د هیلیري کلنټن د ایمیلونو له رسوا کولو وروسته لا هم د امریکايي سیاستوالو په کړو وړو کې بدولون نه دی راغلی.

ګارډین

ګارډین بریتانیایۍ ورځپاڼې ویلي چې بریتانیا له (اسلامي دولت) ډلې سره د جګړې لپاره د سوریي حکومت د مخالفو وسله والو روزنه له سره پيلوي. ورځپاڼه زیاتوي چې دغه وسله والو به په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې له وسله والو ددغه ښارونو په نیولو کې کار واخیستل شي.

ورته مطالب