ګارډین: ټرمپ او کلنټن افغانستان کې خرابېدونکى حالت له پامه غورځولى

گارډين:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګارډین لیکي؛ راتلونکى ولسمشر به دا پرېکړه کوي چې افغانستان کې سرتېري پرېږدي، نور سرتيري ورلېږي او يا ډېر شمېر يې له دغه هېواده وباسي، خو يادونه کوي چې د افغانستان پرېښودل ښايي غوراوى نه وي.

بريتانيا چاپې گارډين ورځپاڼې "افغانستان د امريکا ولسمشرۍ ټاکنيزو هلو ځلو کوچنى ناوړه راز دى" تر سرليک لاندې ليکلي: د طالبانو پروړاندې مبارزه د امريکا تر ټولو اوږده جگړه ده، خو هېلري کلنټن او ډونلډ ټرمپ ورباندې سترگې پټې کړي.

ورځپاڼه وايي؛ په داسې حال کې چې پام پر موصل او په منځني ختيځ او حلب کې د روسيې د پوځي حضور پر زياتېدا ورټول دى د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو دواړو نوماندانو په افغانستان کې خرابېدونکى حالت له پامه غورځولى.

د گارډين په وينا؛ هر څوک چې د ټاکنو گټونکى وي، په جنورۍ کې د لوړې له پر ځاى کولو وروسته به دغه راز بې پروايي د توجيه وړ نه وي.

ورځپاڼې په غور ولايت کې د ٣٠ ملکي وگړو وژنې ته اشاره کړې او ويلي دي چې افغانستان داسې لارې لري چې پر سياسي ډگر ځان ور تپي، خو اوباما دا زده کړه له ډېرې بدې تجربې وروسته وکړه.

ولسمشر اوباما ويلي و چې په افغانستان کې به جگړه ختموي خو د ختمېدو پر ځاى لا سخته شوه او هغه هم لېوالتيا وبايلله.

ورځپاڼه د امريکا د ولسمشريزو نوماندانو ترمنځ شويو دريو مناظرو ته په اشاره وايي چې د افغانستان نوم يواځې يو ځل اخيستل شوى او هغه هم د کلنټن لخوا.

ورځپاڼه استدلال کوي چې پر عراق د بريد د ملاتړ او په ٢٠١١ م کال کې په ليبيا کې د لاسوهنې له امله پر کلنټن وار له مخه نيوکې کېږي او داسې انگيزه ورسره نشته چې يوۀ نابشپړ ماموريت ته د خلکو پام ور واړوي داسې يوه جگړه چې د خلکو په منځ کې ښه نوم نه لري.

ورځپاڼه وايي؛ ډونالد ټرمپ بيا د افغانستان په تړاو لږ پوهېږي، ډېره پروا يي نه کوي او په دې اړه معلومه تگلاره هم نه لري.

ګارډین لیکي؛ راتلونکى ولسمشر به دا پرېکړه کوي چې افغانستان کې سرتېري پرېږدي، نور سرتيري ورلېږي او يا ډېر شمېر يې له دغه هېواده وباسي، خو يادونه کوي چې د افغانستان پرېښودل ښايي غوراوى نه وي.

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څو ساعته وروسته له هغه چې د جاسوسۍ يوې شبکې چلولو په تور هند يو پاکستانى ډيپلومات له دغه هېواده وشړۀ، پاکستان هم ورته يوۀ گام کې له دغه هېواده د يوۀ هندي ډيپلومات د وتلو حکم وکړ.

هندوستان ټايمز د هند او پاکستان په اړيکو کې د ترينگلتيا زياتېدو ته کتنه کړې.

ورځپاڼه وايي؛ څو ساعته وروسته له هغه چې د جاسوسۍ يوې شبکې چلولو په تور هند يو پاکستانى ډيپلومات له دغه هېواده وشړۀ، پاکستان هم ورته يوۀ گام کې له دغه هېواده د يوۀ هندي ډيپلومات د وتلو حکم وکړ.

پاکستاني چارواکي وايي؛ د سرجيت سنگ په نامه د دغه هندي ډيپلومات فعاليتونه د ډيپلوماتيکو اصولو په خلاف و.

ورځپاڼه وايي؛ په راجستان ايالت کې درې تنو، شړل شوي پاکستاني ډيپلومات محمود اختر ته د هند او پاکستان پر پولې د گومارنو په تړاو معلومات ورکول.

د ورځپاڼې په وينا ښاغلى اختر د ډيلي په ژوبن کې هغه مهال ونيول شو چې د پولې پر سر د ځواکونو د ځاى پر ځاى کېدو په اړه يې اسناد ترلاسه کول.

ډيلي ټېلگراف:

د انځور حقوق AFP
Image caption د عراق دولتي ځواکونو او کردي جنګیالیو د امریکا په مشرۍ پوځي ایتلاف په هوایي ملاتړ له اسلامي دولت نه د موصل نیولو لپاره عملیات پیل کړل.

ډيلي ټېلگراف په موصل کې د اسلامي دولت نومې ډلې پروړاندې روانو عملياتو ته کتنه کړې او په عراق کې د امريکايي ځواکونو قومندان ډگر جنرال ستيفن ټونسېند په وينا يي ليکلي چې دغه ډله د سوريې په رقه ښار کې د لوېديځ پروړاندې د بريد پلانونه جوړوي.

جنرال ټونسېند زياتوي چې دا د دغه ښار نيولو ته د سملاسي پاملرنې احساس ډېروي.

خو دغه امريکايي قومندان د کوم ځانگړي گواښ يادونه نه ده کړې.

د ورځپاڼې په وينا؛ په اگست کې چې کله د منبج ښار له داعش نه ونيول شو، نو له دغې سيمې سره امريکا او فرانسې ته د وگړو د ورتگ او د بريدونو د پلان جوړولو اړيکي وموندل شول، او جنرال ټونسېند باوري دى چې دا چاره په رقه کې هم روانه ده.