پیپل: فضا ته د سېلانیانو استولو لپاره د چین اوږدمهاله پلان

پيپل:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دغه پلان له مخې به د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ موده کې فضا ته د لسو نه تر شلو کسانو پورې د سفر زمینه برابره شي.

د چین د پیپل ورځپاڼې فضا ته د سیلانیانو د سفر لپاره د دغه هېواد د اوږمهاله پلان تفصیل خپور کړی، د دغه پلان له مخې به د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ موده کې فضا ته د لسو نه تر شلو کسانو پورې د سفر زمینه برابره شي چې د ځمکې د مدار په ۱۲۰ تر ۱۴۰ کیلومتر واټن کې ترسره شي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ د ۲۰۳۰ او ۲۰۳۵ کلونو ترمنځ موده کې به د همدې شمیر نورو کسانو لپاره فضا ته د تګ موکه برابره شي. په مطلب کې راغلي؛ ددغه پلان په عملي کیدو سره به فضا ته د عامو خلکو د سفر لپاره لاره هواره شي.

ډیپلومات:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډیپلومات مجله وایي؛ امریکا په اقتصادي برخه کې د ستاینې وړ نوښتونه کړي دي.

د امریکا د بهرنۍ کړنلارې اقتصاد تر سرلیک لاندې په یوه تحلیلي مطلب کې چې په ډیپلومات مجله کې خپور شوی ویل شوي؛ نړیواله پانګونه روښانه راتلونکی لري او امریکا په دې برخه کې د ستاینې وړ نوښتونه کړي دي.

د مقالې لیکوونکي هیله ښوولې چې د امریکا راتلونکی ولسمشر د اقتصاد په برخه کې همدې اصل ته په پام سره هڅو ته دوام ورکړي چې نړیواله پانګونه نوره هم پراخه شي او وده وکړي.

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګارډین وایي؛ د بریتانیا اوسیدونکي باید وهڅول شي چې له نورو توکمونو سره په یوه سیمه کې واوسیږي.

ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼۍ په یوه مطلب کې لیکلي؛ د بریتانیا اوسیدونکي باید وهڅول شي چې له نورو توکمونو سره په یوه سیمه کې واوسیږي. ورځپاڼه زیاتوي چې په ډیرو ښارونو کې د سپین پوستو شمیر په چټکۍ مخ په کمیدو دی.

په راپور کې د کارپوهانو په حواله ویل شوي؛ سپین پوستي باید وهڅول شي په هغو سیمو کې پاتې شي چې د بیلابیلو توکمونو وګړي پکې اوسیږي او په دې سره به د دوی په وینا د توکمونو ترمنځ چې په بریتانیا کې میشت دي د بېلوالي مخه ونیول شي.

فایننشیل ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فایننشیل ټایمز: د امریکا ټاکنو په درشل کې جنجالونو کې د یوې بلې سړې جګړې وېره رامنځته کړې ده.

بلې بریتانوۍ ورځپاڼې فایننشل ټایمز، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په اړه په یوه مطلب کې ویلي چې د دغو ټاکنو په تړاو ځینې جنجالونه ددې لامل شوي چې د سړې جګړې د مهال د جاسوسۍ ویره یو ځل بیا رامنځته شي.

د ورځپاڼې اشاره هغو راپورونو ته دي چې د جمهوریپال ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ یې له روسانو سره په اړیکو تورن کړی دی.

خلیج:

د انځور حقوق AFP
Image caption خلیج: ټرمپ تر ډیره له نړیوال بدلون سره هملاری دی او میرمن کلنټن د امریکا دودیز سیاسي فکر لري.

دمتحده عربي اماراتو خیلج ورځپاڼې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په اړه تحلیلي مطلب کې د میرمن هیلري کلنټن او ډونالډ ټرمپ شخصیت د نورو څو پخوانیو ولسمشرانو سره پرتله کړی.

ورځپاڼه وایي؛ اوس د امریکايي رایه ورکوونکو ذهنیت او نړیوال چاپيریال بدل شوی، نو له همدې امله ده چې ښاغلی ټرمپ تر ډیره له همدې فضا سره هملاری او میرمن کلنټن د امریکا دودیز سیاسي فکر لري چې که بریالۍ شي نو له همدا ډول واقعیتونو سره به برا بر نه وي.

لیکوال ویلي؛ یو توپير دادی چې اوس یواځې امریکا په نړۍ کې یواځیني زبر ځواک نه دی.