واشنګټن پوسټ: افغانان د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې لېوالتیا لري

د انځور حقوق Reuters
Image caption د مطلب لیکوال زیاتوي،‎ افغانان هم د امریکایانو په څېر ‎په دوه ډلو وېشل شوي

واشنګټن پوسټ

امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په یوه مطلب کې په دې اړه لیکلي چې افغانان د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې لېوالتیا لري او غواړي پوه شي چې د نوي ولسمشر په ټاکل کېدو سره د افغانستان په اړه د امریکا په کړنلارو کې څه ډول بدلونونه رامنځته شي.

د مطلب لیکوال زیاتوي،‎ افغانان هم د امریکایانو په څېر ‎په دوه ډلو وېشل شوي. دی وايي افغانان غواړي پوه شي چې ایا رښتیا هم که ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شي، نو امریکا د مسلمانانو په ورتګ به بندیز ولګوي او د کلنټن په اړه وايي که هغه ولسمشره شي نو ایا خپل ځواکونه به په افغانستان کې وساتي او که نه؟

ده پیپل

د چين "ده پیپل" ورځپاڼې روسیې ته د دغه هېواد د لومړي وزیر لي کینیانګ د سفر په اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې دواړه هېوادونه به په راتلونکې د سوداګرۍ، ګډې پانګونې، انرژۍ او د خلکو ترمنځ د اړیکو په برخه کې خپله همکاري لاز زیاته کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې روسیې ته ښاغلي د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ۲۱ تړونونه لاسلیک شول چې یو یې د چټک ریل ګاډي په برخه کې دی.

انډین ایکسپرېس

د انځور حقوق EPA
Image caption ورځپاڼه زیاتوي چې دواړو مشرانو له پاکستانه غوښتي چې په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ کال په بریدونو او په هندي کشمیر کې په وروستیو بریدونو کې د تورن کسان تعقیب کړي.

هندۍ ورځپاڼې انډین ایکسپرېس هند ته د بریتانیا د لومړۍ وزیرې تریزا مې د سفر په اړه لیکلي چې دواړو مشرانو په بېلابېلو برخو کې یو لړ توافقات کړي او دواړو لوریو له نړیوالې ترهګرۍ او سخت دریځۍ سره یې پر مبارزې ټینګار کړی.

ورځپاڼه زیاتوي چې دواړو مشرانو له پاکستانه غوښتي چې په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ کال په بریدونو او په هندي کشمیر کې په وروستیو بریدونو کې د تورن کسان تعقیب کړي.

ګارډین

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې هم د هند ته د تریزا مې د سفر په اړه په یوه راپور کې ویلي چې مېرمن مۍ غواړي له هنده نور مسلکي کاریګر را وغواړي او هندیانو ته د ویزې د ورکولو پروسه اسانه کړي، خو ټینګار یې کړی هغه کسان چې په بریتانیا کې یې د اوسېدو موده یې پای ته رسېږي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ډان

د انځور حقوق AP
Image caption ملیحه لودي: پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې له بل دایمي غړي د زیاتېدو سره موافقه نه لري

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې بیا په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د سفیرې ملیحه لودي هغه څرګندونې راخیستې چې وايي هېواد یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بل دایمي غړي د زیاتېدو سره موافقه نه لري، خو که بل غیر دایمي غړی زیاتیږي نو دوی یې ملاتړ کوي.

د یادولو ده چې هند غواړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی هېواد شي.