هندوستان ټایمز: جاپان په نړۍ کې جیو پولیټیکل رول غواړي

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جاپان او هند لومړیو وزیران په مختلفو برخو کې د خپلمنځي اړیکو نږدې کولو ته ژمنتی اښيي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې د جاپان او هند ترمنځ اړیکو ته اشاره کړې.

د ورځپاڼې په لیکنه، جاپان غواړي په نړۍ کې د یوه عادي جیو پولیټیکل لوبغاړي په توګه میدان ته راووځي او هند ته د یوه داسې هېواد په سترګه ګوري چې د دغه هدف تر لاسه کول اسانوي.

د ورځپاڼې په مطلب کې ویل شوي، چې هند تیار دی دغه رول ترسره کړي او همدا اوس په پوځي برخه کې هند د جاپان تر ټولو مهم دوست هېواد دی او مودي او د جاپان لومړی وزیر شینزو ابې هڅه کوي د هغو الوتکو د پير تړون نهايي کړي چې په سمندر کې هم ناسته کولی شي او په دې سره جاپان هغه بندیز لرې کوي چې د پوځي وسایلو پر صاداراتو یې وضع کړی و.

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په شاه نوراني مزار کې ځانمرګي برید له پنځوسو ډېر کسان ووژل او مسوولیت یې داعش ومانه.

پاکستانۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډان په بلوچستان کې پر یوه زیارت د ځانمرګي برید په اړه چې مسوولیت یې اسلامي دولت ډلې (داعش) په غاړه واخست، یو مطلب خپور کړی او په کې ویل شوي چې له وروستیو پيښو داسې ښکاري چې اسلامي دولت ډلې په سیمه کې د پښې ځای پیدا کړی.

په مطلب کې ویل شوي چې د اسلامي دولت ډلې له نوم څخه اوس لشکرجنګوي هم ګټه اخلي او د لیکوال په وینا، داسې کره شواهد شته چې دغه دواړه ډلې تنظیمي اړیکي هم لري.

لیکوال زیاتوي، چې د بلوچستان وروستۍ پیښې ښيي چې دغې ډلې په منځني ختیځ کې له ماتې وروسته اسانه هدفونه په نښه کړي. په مطلب کې وړاندې ویل شوي چې د اسلامي دولت ډلې د خطر په اړه مبالغه نه ده په کار خو دا هم سمه نه ده چې د دغې ډلې اغیز له پامه وغورځول شي.

نیویارک ټایمز:

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې چې سرلیک یې دی ټرمپ د اقلیم پرضد جګړه اعلان کړې خو اوسنی نسل به بریالی شي.

د چاپيریال ساتنې په برخه کې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کړنلارو په اړه خبر داری ورکړی او په یوه مطلب کې یې ویلي چې که ښاغلی ټرمپ په دې برخه کې خپله ورانوونکې کړنلاره عملي کړي نو راتلونکی نسل به له خطر سره مخامخ کړي او هغه ته په کار دي چې دغه ژور بدلون او خطر په پام کې ونیسي.

لیکوال زیاتوي چې موږ له یوې تیارې سره مخامخ کیدونکي یو ، خو هیله من، نوښتګر او هڅاند او نه پرېږدو چې په دې برخه کې دوی زموږ لپاره حدود وټاکي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ په ټآکنیز بهیر کې د پاریس اقلیمي تړون سره مخالفت کاوه.

ټایمز:

بریتانوۍ ورځپاڼه ټایمز په یوه راپور کې ویلي چې بریتانیا لا هم چین کلنۍ مرستې ورکوي. ورځپاڼه زیاتوي چې شپږ کاله مخکې له چین سره د دغو مرستو د بندیدو اعلان شوی و ، خو اوس داسې یو څیړنیز راپور خپور شوی چې ښيي بریتانیا هر کال چین ته لس ملیونه پونډه مرستې ورکوي، او دغه پيسې د بریتانویانو د مالیې پیسې دي او داسې یوه هېواد ته ورکول کیږي چې د نړۍ ستر صادروونکی هېواد دی.

ورځپاڼه د څیړنیز راپور په حواله ویلي د بریتانیا د نړیوالې پراختیا ادارې له خوا په چین کې لګول شوي پيسې په رڼه بڼه نه دي لګول شوي.