ټایمز: تر ټولپوښتنې وروسته بریتانیا کې د بیکارۍ کچه راټیټه شوې

ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

بریتانوۍ ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې په بریتانیا ۹۵ سلنه کارګر په بهر کې زیږیدلي کسان دي.

په دغه راپور کې ویل شوي؛ وروسته له هغه چې په تیره جولای کې بریتانویانو په یوه ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې د جلا کیدو رایه ورکړه په هېواد کې اوس تر بل هر وخت د بېکارۍ کچه راټیټه شوې ده.

ورځپاڼه زیاتوي چې اکثره کارګر د پولنډ او بالتیک هېوادونو وګړي دي چې بریتانیا ته کار لپاره راځي.

الحیاة:

د انځور حقوق Reuters

له لندنه خپرویدونکې عربي ژبې ورځپاڼې الحیاة په یوه تحلیلي مطلب کې لیکل شوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ دریځ کې نوی والی نه ښکاري خو زیاتوي، اندیښنه داده چې دهغه په مشرۍ امریکا به ترهګرې او هغه ډلې چې خپل لومړني حقونه غواړي په یوه تول وتلي او حکومتونو ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د استبداد لپاره لاره خلاصه کړي.

ده پیپل:

د انځور حقوق d

د چین ورځپاڼې ده پیپل په بنسټیزو پروژو کې د پانګونې آسیايي بانک په اړه د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جیمز وولسي د هغو څرګندونو هر کلی چې وایي؛ د بارک اوباما د ادارې لخوا د دغه بانک د غړیتوب نه منل یوه ستراتیژيکه تیروتنه وه.

ده پیپل زیاتوي، که امریکا د دغه بانک غړې شي نو څه له لاسه نه ورکوي او که غړیتوب یې تر لاسه کړي نو ښايي د نړۍ په پرمختیايي کارونو کې رغنده رول ولوبوي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

امریکايۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز د "ټرمپ یواځې کلنټن ته ماتې ورکړې نه ښځو ته" تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکلي؛ ښايي د ډونلډ ټرمپ لخوا هېلیري کلنټن ته ماتې ورکول یو پيغور پاتې شي، خو زیاتوي چې میرمن کلنټن هم نیمګړتیاوې لرلې.

د مطلب لیکوال وړاندې لیکي چې ښاغلی ټرمپ او جمهوریپال ګوند به واک تر لاسه کړي خو راځئ هغه واک ورنکړو چې ښايي یوه ورځ یوه میرمن دامریکا ولسمشره شي.

انډېپنډنټ:

د انځور حقوق Getty Images

بریتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډینټ د امریکا د فضايي څیړنو ادارې (ناسا) د یوه ساینسپوه لخوا د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د خبرداري په اړه یو راپور خپور کړی، چې سرلیک یې د نړۍ تودوخې ته ټاکنې مهمې نه دي.

مطلب زیاتوي چې ښاغلی ټرمپ په دې نظر لرلو چې اقلیمي بدلون نه رامنځته کیږي په غلطه دی، هغه خبرداری ورکړی چې ساینسپوهان به په دې برخه کې د حکومت د لاسوهنو پروړاندې تړلي لاسونه ونه دریږي.

+ د اقلیم بدلون: هېوادونه به له ټرمپ پرته خپل پلان پرمخ بیايي

ورځپاڼه وایي؛ په امریکا کې د اقلیم یو شمیر فعالانو وار له مخه یو کمپین پیل کړی چې د واک تر لاسه کولو وړاندې ښاغلی ټرمپ قانع کړي چې د ځمکې د تودوخې ستونزه یوه واقعي ستونزه ده.