ګلف ټایمز: انټرنټي بریدونه ۷۱ سلنه زیات شوي نور هم ډېرېږي

ګلف ټایمز:

د انځور حقوق PA
Image caption د دغه راپور له مخې امریکا په نړۍ کې هغه هېواد دی چې تر ټولو ډیر سایبري بریدونه په کې شوي دي

د متحده عربي اماراتو انګلیسي ژبې ورځپاڼې ګلف ټایمز په یوه راپور کې ویلي؛ دروان کال به دریمه ربع کې سایبري یا انټرنیټي بریدونه ۷۱ سلنه زیات شوي دي او په دې برخه کې د کارپوهانو په حواله زیاتوي چې ښايي سایبري بریدونه په نړۍ کې نور هم زیاتوالی ومومي.

د دغه راپور له مخې امریکا په نړۍ کې هغه هېواد دی چې تر ټولو ډیر سایبري بریدونه په کې شوي دي. او داسې اټکل شوی چې په راتلونکې کې به هم تر ټولو ډیر دغه ډول بریدونه په امریکا کې کیږي ځکه چې د ډیرو لویو انټرنیټي شبکو مرکزونو په امریکا کې دي.

برازیل هم هغه هېواد دی چې په سیمه کې تر ټولو ډیر د سایبري بریدونو شاهد دی او په دغه هېواد کې نهه اویا سلنه سایبري بریدونه په یاده شوې موده کې زیات شوي دي.

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق AP
Image caption هندوستان کې د راتلونکې دسمبر میاشتې په دریمه او څلورمه د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس جوړېږي چې د افغانستان پر امنیت او ټیکاو پکې خبرې کیږي،

هندوستان ټایمز ورځپاڼې ددغه هېواد د چارواکو په حواله رپوټ ورکړی چې تر اوسه د آسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې په بهرنیو اړیکو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د ګډون په اړه دوی ته رسما خبر نه دی ورکړل شوی.

وړاندې ښاغلي عزیز ویلي؛ په دغه کنفرانس کې به چې په هندوستان کې د راتلونکې دسمبر میاشتې په دریمه او څلورمه جوړیږي او په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو په اړه پکې خبرې کیږي، ګډون وکړي.

کله چې د هند په یوې پوځي اډې برید وشو او پړه په پاکستان کې پر میشتو وسله والو ورواچول شوه، هند په اسلام آباد کې د سارک په غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه افغانستان هم ورته اقدام وکړ او بیا دغه غونډه وځنډول شوه.

الرای:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption الرای ورځپاڼه لیکي؛ امریکا کې اشخاص نه بلکې دولتي بنسټونه واک چلوي او د یوې ثابتې ستراتیژۍ له مخې د امریکا د ګټو لپاره کار کوي

عربي ورځپاڼو د ډونالډ په مشرۍ دامریکا او د عربي هېوادونو ترمنځ اړیکو ته تنه کړې ده. په دې لړ کې د اردن الراي ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې ویلي په دې اړه ډېرې پوښتنې شته چې دغه اړیکې به څه ډول وي خو زیاتوي چې دا باید په پام کې ونیسو چې امریکا کې اشخاص نه بلکې دولتي بنسټونه واک چلوي او د یوې ثابتې ستراتیژۍ له مخې د امریکا د ګټو لپاره کار کوي.

خو له لندنه خپریدونکې شرق اوسط ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې په همدې تړاو لیکلي چې ستونزه دا نده چې ټرمپ د امریکا ولسمشر کیږي بلکې جمهوریپال ګوند یې تر شا ولاړ دی او د کانګرس په دواړو مجلسونو کې اکثریت لري چې تر ډیره به د هغه کړنلارې او اجنډا مخته وړي.