"پاکستان او هند له ۲۰۰۳ کال راهیسې بیا د یو بل پرضد سخت تاوتریخوالی کوي"

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شنونکي وايي، له ۲۰۰۳ کال راهیسې ړومبی ځل بیا د اسلام اباد او نوي ډېلي ترمنځ ټکر ډېر زیات شوی دی.

د پاکستان او هند ترمنځ د لاین اف کنټرول په شاوخوا سیمو کې د وروستي تاوتریخوالي په تړاو د دواړو هېوادونو په ورځپاڼو کې ډیر مطالب خپاره شوي دي.

هندۍ ورځپاڼې د هندوستان ټایمز په یوه رپوټ کې ویلي، له تازه برید وروسته چې درې پاکستاني سرتیري او ۱۱ ملکي وګړي پکې ووژل شول، د پاکستان پوځي چارواکو له هندي لوري سره اړیکه نیولې او په دې تړاو یې خبرې کړې دي.

ورځپاڼه زیاتوي، هندي لوري د ملکي وګړو د وژل کیدو له امله خپګان ښوولی او ویلي یې دي، دوی هغه ځایونه په نښه کړي، چې پاکستاني لوري پکې له اوربنده سرغړونه کړې.

له دې وړاندې د پاکستاني لوري له خوا په ډزو کې دوه هندي سرتیري وژل شوي وو.

ورځپاڼه د څارونکو په حواله زیاتوي چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې اوسنی تاوتریخوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ له سختو وسله والو بریدونو څخه دي.

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په تاوتریخوالي کې کنټرول کرښې ته نږدې ولس بیا له ستونزو سره مخ دی.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان هم په دې اړه مطالب خپاره کړي او په یوه رپوټ کې د پوځي چارواکو په حواله تور پورې شوی چې هندی لوری دغه بریدونه د دې لپاره پراخوي چې د "نیول شوي" کشمیر له مسلې د نړیوالو پام بلې خواته واړوي او د لاین اف کنټرول سیمه کې ملکي وګړي په نښه کوي.

امریکايي ورځپاڼو د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د کابینې د نویو غړو د ټاکلو په اړه ډیر مطالب خپاره کړي، په همدې لړ کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي چې د وزیرانو په توګه د دوو مېرمنو په ټاکلو سره ښاغلي ټرمپ په کابینه کې د جنسیت رنګارګۍ ته پام اړولی.

خلک:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ د ټاکنو له ګټلو وروسته د چین او روسیې له ولسمشرانو سره ټلیفوني اړیکې نیولې دي.

د چین ورځپاڼې (the people ) د امریکا، چین او روسیې ترمنځ د اړیکو په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی او پکې ویل شوي چې د امریکا د نوي ولسمشر په راتګ سره د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیالۍ یو نوی پړاو پيلیږي، خو زیاتوي چې نه به د چین او امریکا او نه هم د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکي یوه نا متوازن ته حالت ته ورسیږي.

دا ورځپاڼه د چین او روسیې د اړیکو په اړه زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي باید انعطاف ولري او د لا ډیرو هغو برخو په لټه کې شي چې د دواړو هېوادونو ګډې ګټې پکې نغښتې دي.