انډېپنډنټ: بلغاریا د ډسمبر له پیله سلګونه کډوال افغانستان ته ګرځوي

انډېپنډنټ:

کډوال د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بلغاریا لومړي وزیر په حواله ویل شوي چې د اروپايي ټولنې او افغانستان ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د راتلونکې دسمبر له پیله سلګونه افغان کډوال خپل هېواد ته استوي

بریتانوۍ انډېپنډنټ په بلغاریا کې د کډوالو په یوه کمپ کې چې یو شمیر یې افغانان و، له پولیسو سره د شخړې په اړه یو راپور خپور کړی.

راپور کې د دغه هېواد لومړي وزیر بوکو بوروسوف په حواله ویل شوي چې د اروپايي ټولنې او افغانستان ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به د راتلونکې دسمبر میاشتې له پیله سلګونه افغان کډوال خپل هېواد ته واستوي، او هغه نور کډوال چې په دغې شخړه کې یې برخه لرله هغوی نورو کمپونو ته واستول شي.

په راپور کې ویل شوي چې د شخړې په تړاو اتلس تنه کډوال تورن شوي او د پيښې په تړاو څیړنې دوام لري.

پولیسو له کډوالو سره په شخړه کې اوبه شیندونکي او ربړي وسایل وکارول، په خواله رسنیو کې هم داسې ویډیويي انځورونه خپاره شول چې ویل کیږي په بلغاریا کې د کډوالو او پولیس ترمنځ د شخړې دي. په دغې ویډیو کې د افغانستان کډوال ښودل کیږي.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images

امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ، د امریکا د ټاکنو په تړاو او شويو احتمالي تیروتنو په اړه یوه تحلیلي مطلب کې هغو راپورونو ته اشاره کړې چې روسیې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په بهیر کې د یوه ټاکلي نوماند په ګټه لاسوهنه کړې.

په مطلب کې تردې سرلیک لاندي، "امریکایان د ټاکنو له هغې کیسې لري ساتل شوي چې ډیره داندیښنې وړ ده" ویل شوي؛ د روسیې ولسمشر له لویدیځې نړۍ سره په سیالۍ کې ستراتیژیک هدفونه تعقیبوي لکه پر اوکرایین نفوذ ساتل، د اروپايي ټولنې اوناټو سازمان کمزوري کول او یا لمنځه وړل او پر یوه ځواک د روسیې بدلول.

لیکوال زیاتوي چې په دې سره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کوي چې د مالي ملاتړ او پروپاګند له لارې په لویدیځو هېوادونو کې د ولسواکۍ پر بنسټ ولاړ پر سیاسي بهیر اغیز وکړي.

ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

د بریتانیا بلې ورځپاڼې ټایمز، د هغه وړاندیز تفصیل وړاندې کړی چې له مخې ویل کیږي له اروپايي ټولنې د بریتانیا له وتلو وروسته به بریتانویان په نورو اروپايي هېوادونو د اوسیدو او کار کولو د اجازې تر لاسه کولو لپاره پیسې ورکوي.

دوی به ویزې ته اړتیا ونه لري خو د یوه اندازه پیسو په ورکولو دوی به هم لکه د نورو اروپايي هېوادونو د اتباعو په څیر په نورو اروپايي هېوادونو کې د اوسیدو او کار اجازه ولري.

د اروپايي ټولنې لخوا د بریتانیا د غړیتوب د پایته رسولو لپاره لوی مرکچي ګای ویرهوستادا ویلي؛ دی هم دغه وړاندیز په اصولو کې تاییدوي.

هغه زیاته کړې د هغو ۴۸ سلنه بریتانویانو د حقونو د ساتلو لپاره هڅه کوي چې په اروپايي ټولنې د بریتانیا د غړیتوب په پلوۍ یې رایه ورکړې ده.