ټایمز اف انډیا: کشمير کې د وژل شوي بریدګر پر مټ د افغانستان ټېلفون شمېره لیکل شوې

ټایمز اف انډیا:

د انځور حقوق Getty Images

هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا رپوټ ورکړی چې څیړونکو د هغو وژل شویو کسانو د یوه پر مټ یې د افغانستان ټېلفون نمبر موندلی چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یې پر پوځیانو برید وکړ او اوه تنه پوځيان یې ووژل.

هندي امنیتي چارواکو ویلي دغه شمیره ښايي د امنیتي چارواکو د پام اړولو او د برید کوونکو د اصليت د پټولو لپاره د وژل شوي وسله وال پر مټ لیکل شوې وي.

ایکسپرس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرس ټریبیون په خپله سرمقاله کې د افغانستان په اړه په هند کې د جوړیدونکو کنفرانس پایلو ته هیله مندي ښودلې چې په دغه کانفرانس کې د پاکستان ګډون به د هند او پاکستان ترمنځ پر ترینګلو اړیکو ښه اغیز وکړي.

د ورځپاڼې په نظر د سارک په سرمشریزه کې د هند نه ګډون سره، سره د آسیا زړه په کنفرانس کې د پاکستان ګډون په دې معنا دی چې پاکستان له هند سره سوله غواړي او دا چې هند او پاکستان په یوه غونډه کې برخه اخلي د غیر رسمي لیدو کتو امکانات هم رامنځته کوي.

ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

ټایمز بریتانوي ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې په بریتانیا د میشتو مسلمانانو له ډلې څه باندې نیمايي یې غواړي چې په بریتانوۍ ټولنه کې په بشپړ توګه ورګډ شي.

راپور د یوې څیړنې په اړه لیکل شوې چې په ترڅ کې یې له بریتانوي میشتو څه باندې درېیو زرو مسلمانانو پوښتنې شوي دي.

پایلې ښيي چې مسلمانان په بریتانوۍ ټولنه کې د قضایاوو په اړه په پراخه توګه توګه په نظر ورکولو کې برخه اخلي او د خپلې اسلامي عقیدې په اړه کومه اندیښنه نه لري.

۹۳ سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي ډیر زیات او یا نسبتا له بریتانیا سره یې زړه تړلی دی او فکر کوي چې روغتیايي خدمات، بېکاري او کډوال په دغه هېواد کې تر ټولو لویې قضیې دي.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا د دفاع وزیر په توګه د جیمز ماټیس ټاکل کیدل د امریکايي ورځپاڼو پام اړولی. په همدې لړ کې واشنګټن پوسټ لیکلي چې ماټیس د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په څېر د امریکا د دښمنانو په تیره د ایران په اړه سخت دریځ لري.

واشنګټن پوسټ په تیر اپریل میاشت کې د ښاغلي ماټیس هغه څرګندونې را اخستې چې ویلي یې په امنیتي بحثونو کې د القاعده او اسلامي دولت ډلې په اړه خبرې کیږي خو په منځني ختیځ کې د ټیکاو او سولې په وړاندې تر ټولو لوی ګواښ ایران دي.