هندوستان ټایمز: نوې ډیلي او کابل د اسلام اباد ګوښه کولو ته لاس یو کړی

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

هندوستان ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې چې عنوان یې دی هند او افغانستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د پاکستان ګوښه کولو ته یو لاس شوي دي، وايي چې نوي ډېلي او کابل نړیوال ټولنې ته د دې پيغام د استولو لپاره چې د سویلي اسیا د نا آرامیو د ستونزو اصلي سرچینه چیرته ده، به هیله ولري چې د آسیا زړه په کنفرانس کې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله ګوښی کړي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ دا چې دوی به څومره وکولی شي د چین په حضور کې دغه هدف تر لاسه کړي د ورځپاڼې د مطلب له مخې ډیره ستونزمنه نه ده.

ورځپاڼې په دغه کانفرانس کې د ګډون لپاره په پام کې ده چې نن د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ هند ته ورسیږي.

ټایمز:

د بریتانوۍ ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویل شوي چې د حکومت اړوند سلاکارانو ویلي؛ د شرابو د زیانونو د کمولو لپاره تر ټولو ښه لار داده چې بیه یې لوړه شي.

په انګلستان کې د عامې روغتیا ادارې ویلي په دې کار سره به د هغو کسانو د ژوند په ژغورلو کې مرسته وشي چې د شرابو یا الکولو له امله یې ژوند له خطر سره مخامخ دي.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق AP

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د جیمز ماټیس په اړه چې د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د دفاع وزیر په توګه یې رسما ونوموي، په یوه مطلب کې د پخوانيو پوځي افسرانو څرګندونې راخستې دي.

ورځپاڼې د یوه پخواني پوځي افسر چې د ښاغلي ماټیس تر قوماندې لاندې یې کار کړی په حواله لیکلي؛ دی هیڅکله خپل سرتیري له خطر سره نه مخامخ کوي خو کله چې دی فکر کوي د امریکا ګټې دی نو بیا د سرتیرو خطر هم مني.

خو یوه بل افسر بیا ویلي؛ کله چې جیمز ماټیس افغانستان کې د امریکايي سرتیرو ځايي قوماندانو وو نو د هغو سرتیرو د لیږدولو لپاره یې د چورلکو له استولو ډډه کړې وه چې په کندهار کې یې په یوه سیمه کې خپل سرتیري په یوه خطرناک سیمه کې پریښې و.

پیپل:

د انځور حقوق Getty Images

چینايي ورځپاڼې پيپل د امریکا د بهرنیو چارو له پخواني وزیر هنري کسنجر سره د دغه هیواد د ولسمشر شي جینګ پینګ د کتنې راپور خپور کړی.

ښاغلي شي هنري کسینجر ته ویلي چې چین له نژدې له امریکا سره د اړیکو په نژدې کولو کار کوي، خو زیاته کړې یې ده چې چین او امریکا باید د یوه بل ستراتیژیکو اهدافو په اړه سم پوهاوی ولري.

ورځپاڼه زیاتوي چې کسینجر د چین ولسمشر ته ویلي چې دی فکر کوي چې د امریکا نوې اداره غواړي د دواړه هیوادونو ترمنځ اړیکي په باثباته او ښه توګه پراخې شي.