ټایمز اف انډیا: ډیلي - کابل ښايي د سوداګرۍ پر هوایي کرښې هوکړه وکړي

ټایمز اف انډیا:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د هند امرتسر ته تللی او هلته به د ۴۰ هېوادونو له استازو سره د 'اسيا زړه کنفرانس' کې ګډون وکړي

هندۍ ورځپاڼو د هند په امرتسر کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس په اړه ګڼ شمیر مطالب خپار کړي او د ډېلي او کابل ترمنځ اړیکو ته یې له بیلابیلو اړخونو کتنې کړي دي.

په همدې لړ کې ټایمز اف انډیا په یوه راپور کې لیکلي چې ښايي د افغانستان او هند حکومتي چارواکي په امرتسر کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس په څنډه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي کرښي په اړه چې سوداګریز توکي به لیږدوي، موافقه وکړي او په دې اړه شته پلان نهايي او لاسلیک کړي.

ټایمز اف انډیا زیاتوي؛ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ترمنځ غونډه کې ښايي د افغانستان لوری له هنده د لاډیرو پوځي توکو ترلاسه کولو او د افغانستان امنیتي ځواکونو د لاغښتلتیا لپاره له ډیلي د نورو مرستو غوښتنه وکړي.

هندوستان ټایمز:

بلې هندۍ ورځپاڼې هندوستان ټایمز ویلي؛ د آسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې تمه ده چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې یو پلان او په افغانستان کې د لازیاتې پانګونو لپاره د کوټلو ګامونو پورته کول د دغه کنفرانس له مهمو پایلو وي.

ډان:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان رپورټ ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر د لانجې د هوارولو لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی.

ښاغلي ظریف ویلي؛ ډېلي او اسلام اباد دواړه ایران ته مهم دي او که تهران وکولی شي په دې برخه کې مرسته وکړي نو د منځګړي رول لوبولو ته تیار دي.

عکاظ:

د انځور حقوق Getty Images

سعودۍ ورځپاڼې عُکاظ د خلیج د همکاریو شورا په اړه په یوه مطلب کې لیکلي؛ په سیمه کې اوسنی وضعیت دا اړتیا رامنځته کوي چې خلیجي هېوادونه د یوه اتحاد بڼه غوره کړي او په سیاسي ، او ټولنیزو برخو کې د خلیج هېوادونو نږديوالی ورځ تر بلې زیاتیږي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ د دې په رڼا کې تر ټولو ښه پایله دا ترلاسه کیدای شي چې دغه هېوادونه د - اروپايي ټولنې - په څیر یو اتحاد رامنځته شي. د دا ډول یوه اتحاد د رامنځته کولو لپاره د عمان انکار ته په اشارې سره د عُکاظ په مطلب کې ویل شوي چې د خلیج د همکاریو شورا د یوه غړي انکار د دغه اتحاد د رامنځته کېدو مانع کیدای نشي.

ګارډین:

د انځور حقوق AP

ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې د تایوان له مشرې سره د د امریکا د بهرنۍ کړنلارې پر خلاف د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د ټلفوني خبرو په اړه یو مطلب خپور کړی.

په دغه مطلب کې ویل شوي چې د ښاغلي ټرمپ دغه اقدام ښايي د امریکا د بهرنۍ کړنلارې کې یوه بدلون ته لاره هواره کړي، هغه کړنلاره چې د څو لسیزو راهیسې د تایوان په اړه دوام لري.