نیویارک ټایمز: ایران هڅه کوي د ټرمپ کار پیلېدو وړاندې د تېلو قراردادونه وکړي

نیویارک ټایمز:

د ایران د تیلو تاسیسات د انځور حقوق Getty Images

نیویارک ټایمز په یوه مطلب کې چې سرلیک یې دی "ایران هڅه کوي واک ته د ډونلډ ټرمپ له رسیدو وړاندې د تیلو لوی قراردادونه لاسلیک کړي" وايي؛ د ایران ولسمشر حسن روحاني غواړي له لویدیځو شرکتونو سره د تیلو په برخه کې لوی تړونونو لاسلیک کړي.

د ورځپاڼې په وینا؛ دا ځکه که د امریکا نوی ولسمشر واک په لاس کې واخلي نو دی او د ده سخت دریځي ملګري به هڅه وکړي چې ایران له اقتصادي او فرهنګي پلوه منزوي کړي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ تیل د ایران د اقتصاد لپاره د ژوند د شریان مثال لري چې د اتومي پروګرام له امله د بندیزونو په پایله کې یې صادرات نیمايي ته راټیټ شوي دي.

نیویارک ټایمز دغه راز زیاتوي؛ ایران غواړي له سعودي سره د تیلو په برخه کې په سیالۍ کې برابر شي او د تیلو صادروونکو هېوادونو په ټولنه کې د تیلو د ستر صاردوونکي هېواد په توګه ځای خپل کړي.

پیپل:

د انځور حقوق Getty Images

د چین دولتي ورځپاڼې پیپل، په نړیوال نظام کې د چین موقعیت ته په اشارې سره په یوه مطلب کې ویلي؛ د لویدیځو هېوادونو اوسني اصول او نورمونه داسې وضع شوي چې د اوسني چین په ګټه نه دي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ دغه وضعیت د لویدیځو هېوادونو په ګټه دی او په نړیوال سیستم کې د چین موقعیت له څو کلونو راهیسې په خپل حال پاتې دی او بدلون یې نه دی موندلی.

پيپل وايي؛ دا منطقي خبره ده چې چین د یوه نړیوال عادلانه سیستم د رامنځته کولو غوښتنه وکړي ترڅو چین ته په نړیواله کچه ډیر ارزښت ورکړل شي او امریکا پرینږدي چې له اوسني پیاوړي دریځه په ګټه اخستو د چین بنسټیزې ګټې زیانمنې کړي.

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images

بریتانوي ورځپاڼې ګارډین ددغه هېواد د بهرنیو استخباراتو ام‌آی‌۶ (MI6) مشر الیکس یانګر هغه څرګندونې را اخستي چې ویلي یې دي بریتانیا له امنیتي ګواښ سره مخامخ ده.

هغه ویلي چې سایبري یا انټرنیټي بریدونه، پروپاګند او تخریبي کارونه چې له دښمنو هېوادونو سرچینه اخلي د بریتانیا په ګډون د اروپايي هېوادونو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.

ګارډین زیاتوي چې ښاغلي یانګر د روسیې نوم وانخست خو په غیرمستقیمه توګه یې په خپلو خبرو کې وښودله چې هدف یې روسیه ده چې بریتانیا او اروپا ته یې ګواښ متوجه کړی دی.

ورځپاڼه لیکي؛ وړاندې په روسیې دا تور هم لیګدلی و چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې ده.

هندو:

د انځور حقوق Getty Images

هندۍ ورځپاڼې هندو د امریکا او هند ترمنځ د دفاعي ستراتیژیکو اړیکو په اړه یوه رپوټ کې ویلي؛ د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په ډیلي د هغه تړون مشخصات وروستي کړل چې له مخې هند د امریکا مهم دفاعي متحد هېواد صفت غوره کوي.

هندو ورځپاڼه زیاتوي چې دغه صفت به هند د امریکا د تر ټولو نژدې متحدینو په کتار کې وردوي.

د هند دفاع وزیر منوهر پارکر ویلي په دفاعي چارو کې د امریکا ملګرتیا د هند لپاره بېسارې ده او په ترڅ کې به یې د دفاعي توکو سوداګرۍ او د تکنالوژۍ راکړه ورکړه اسانه شي.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز د معلوماتو پر بنسټ یو رپوټ خپور کړی چې په ۲۰۱۵ کال کې د هیرویینو د کارولو له ا مله په امریکا د مړیني شمیره لوړه شوې او له دیرشو زرو اوښتې ده.

دغه مرکز وايي؛ د ۲۰۱۴ کال پرتله پروسږکال د مړینې په دغه شمیر کې پنځه زره زیاتوالی راغلی دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې د لومړي ځل لپاره د ټوپک په ګولۍ د وژلو شویو کسانو له شمیره د هیروینو له امله د مړو شویو کسانو شمیر لوړ شوی دی.