واشنګټن پوسټ: ټرمپ ښایي د تیلو او ګازو یوه شرکت رییس د بهرنیو چارو وزیر وټاکي

واشنګټن پوسټ:

Chairman and CEO of US oil and gas corporation ExxonMobil, Rex Tillerson د انځور حقوق Getty Images

امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي؛ د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښایي د ایکسون موبل تیلو او ګازو شرکت رییس د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ دغه خبره ورته د واک د لیږد له ډلې درې تنو کړې ده.

دغه کس ریکس ټیلرسن نومیږي چې د ورځپاڼې په وینا د ایکسون موبیل کمپنۍ اجرایي مشر و چې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې یې دندې ترسره کړې دي او د نورو هېوادونو له څو مشرانو سره یې ښې اړیکي جوړې کړي دي.

خو واشګنټن پوست زیاتوي؛ ښايي سنا مجلس د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي ټیلرسن په ټاکلو کې ډیر دقت وکړي، دا ځکه چې د ورځپاڼې په وینا هغه په روسیه کې د تیلو په یوه لوی شرکت کې هم کار کړی او په همدې ترڅ کې یې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټینګې اړیکې جوړې کړي دي.

په راپور کې ویل شوي؛ لا له وړاندې سناتور جان مکین او لینډسي ګراهام د ښاغلي ټیلرسن د ټاکلو په اړه انديښنه ښوولې ده.

ټایمز:

بریتانوۍ ورځپاڼې ټایمز په یوه راپور کې ویلي؛ ځینې هغه ماشومان چې د فرانسې د کالې له "جنګل" کمپ نه برتانیا ته راوستل شوي و، بې درکه دي او دا ویره شته چې له دغو ماشومانو د بدلمنۍ او یا مریېتوب لپاره کار اخستل شوی وي.

ورځپاڼې د ځینو ځايي چارواکو په حواله چې ددغو ماشومانو پالنه پرغاړه لري وايي؛ د انسان قاچاق کوونکي دغه ماشومان د خواله رسنیو له لارې تعقیبوي ترڅو هغه پیسې تر لاسه کړي چې بریتانیا پورې ددوی رسولو په بدل کې ورسره ژمنه شوې ده.

د ټایمز د راپور له مخې دا ویره شته چې دغه ماشومان دې د پيسو تر لاسه کولو لپاره کارول شوې وي.

په رپوټ کې ویل شوي؛ په دغو نادرکه کسانو کې یوه شپاړلس کلنه نجلۍ وه چې د حکومت لخوا یوه کورنۍ ته له هغوی سره د اوسیدو لپاره ورکړل شوې وه او وروسته وموندل شوه چې د بدلمنۍ لپاره کارول کیږي.

فایننشیل ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

بریتانوۍ ورځپاڼې فایننشیل ټایمز په متحده عربي اماراتو کې د لوړو زده کړو په برخه کې د ښځو د ونډې په اړه یوه مطلب کې ویلي چې د دغه هېواد په دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په انسټیټیوټونو کې له څلورو دریمه برخه نجونې او ښځې دي.