واشنګټن پوسټ: صدام حسین امریکایانو ته ویلي و عراق کې ماته خورئ

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی اې دهغه کارکوونکي له قوله چې د عراق له پخواني ولسمشر صدام حسین یې تحقیق کړی ویلي؛ صدام حسین باید د عراق ولسمشر پاتې شوی وای.

دی وايي صدام حسین امریکایانو ته ویلي و چې تاسې به په عراق کې ماته خورئ، ځکه د هغوی په ژبه اوتاریخ نه پوهیږئ او نه دا د عراقیانو ذهن باندې پوهیدلای شئ.

ورځپاڼه زیاتوي؛ د امریکا اوسنی او نوی ولسمشر دواړه په دې باور دي چې امریکا باید په ۲۰۰۳ کې پر عراق برید نه وای کړی.

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images

بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په اسراییل کې دامریکا د نوي سفیر په اړه یو مطلب کې لیکلي چې نوموړی د فلسطین په اشغالي سیمو کې د یهودي میشتځایونو د پراخولو پلوی دی.

په مطلب کې ویل شوي چې ډیویډ فریډمن د فلسطین قضیې د حل لپاره د هغې طرحې مخالف دی چې له مخې په دغې سیمه کې د دوو دولتونو فلسطین او اسراییل مخالف دی او بیت المقدس ته د اسراییلو د سفارت د لیږدولو طرفدار هم دی.

بله دا چې دی به د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سلاکار په توګه هم دنده ترسره کوي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندې هېلیري کلنټن هغه څرګندونې راخستې چې ویلي یې دي؛ د روسیې ولسمشر د امریکا په ټاکنو کې غوښتل زموږ ډیموکراسي زیانمنه کړي او ده په خپله ددغې لاسوهنې امر کړي.

هغې چې د مرسته کوونکو یوې ډلې ته یې وینا کوله وویل؛ پوتین له دې سره شخصۍ ستونزه لري، او دا له هغه ځایه سرچینه اخلي چې کله دا د بهرنیو چارو وزیر وه او د ۲۰۱۱ کال پارلماني ټاکنو کې یې د روسیې لخوا د لاسوهنې خبره وکړه.

هغې ویلي ولادیمیر پوتین د همدغو څرګندونو له امله دې پسې را اخستې وه.

ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

بریتانوۍ ورځپاڼې ټایمز لیکلي؛ بریتانوي چارواکو د لومړي ځل لپاره ومنله چې روسیې له دغه هېواد سره په یوه داسې جګړه لاس پورې کړی چې دودیزه نه ده، دغه راز د بریتانیا پرضد پروپاګند هم کوي.

ورځپاڼه د لوړ پوړو چارواکو په حواله زیاتوي چې مسکو د جاسوسۍ، د ناسمو معلوماتو د خپرولو، د سایبري بریدونو او د ناسمو خبرونو د خپرونو له لارې د بریتانیا د کمزوري کولو هڅه کوي.

ټایمز زیاتوي لومړۍ وزیره تیرېزا می به د ملي امنیت شورا راوغواړي چې د روسیې لخوا بریتانیا او د ملګرو هېوادونو ته یې د ورپېښو ګواښونو ته د ځواب ویلو په اړه سلا مشورې وکړي.

ورځپاڼې د هغه دوه میاشتې وړاندې غونډې ته هم اشاره کړې ده چې لوړ پوړو چارواکو په کې د مسکو لخوا د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړل شوی و.

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

هندۍ ورځپاڼې هندوستان ټایمز یوه مطلب کې چې سرلیک یې هند باید د چین په اړه د امریکا د نوي ولسمشر دریځ ته په احتیاط هرکلی وکړي زیاتوي چې هند باید د امریکا او روسیې د اړیکو د ښه کیدو، د چین د پیاوړي کیدو او په سیمه کې له پوځي پلوه د نورو هېوادونو د پياوړي کیدو له جاپان، سویلي کوریا، ویتنام سره مخالف ونه ښيي او د ډونلډ ټرمپ له دریځه درس واخلي او خپل ځان پياوړی کړي.