سنډې ټایمز: د بریتانیا استخباراتو په "ترهګرۍ" تورن ته دوی سره د کار وړاندیز کړی

سنډې ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

بریتانوۍ ورځپاڼې سنډې ټایمز په یوه مطلب کې لیکلي چې د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي کس ته ددغه هېواد د استخباراتو یوې څانګې ام آی فایف (MI5) د دیرش زره پونډه وړاندیز کړی چې له دوی سره کار وکړي.

پرویز رفیق چې اوس تر محاکمې لاندې دی په دې تور نیول شوی چې په سوریه کې یې میشتو جهادي ډلو ته مالي مرسته رسوله او پیسې یې د خیریه ټولنې د کاروانونو له لارې استولې.

د پرویز رفیق مدافع وکیل ویلي؛ موکل یې د هغه استخباراتي افسر خبرې په خپل ټيلفون کې ثبت کړي چې ده ته یې له دوی سره د کارکولو په مقابل کې د دیرش زره پونډه وړاندیز کړی دی.

شرق الاوسط:

د انځور حقوق Getty Images

له لندنه خپریدونکې عربي ژبې ورځپاڼې الشرق الاوسط په یوه رپوټ کې ویلي؛ د سوریې دولتي ځواکونو لخوا د نژدې ټول حلب ښار له نیول کیدو وروسته فتح الشام چې پخوا د النُصره په نوم یادیدله او احرار الشام ډلې هڅه کوي چې د سوریې په شمال کې دولت ته ورته یو جوړښت رامنځته کړي.

ورځپاڼه د سوریې دولت د مخالفینو د سرچینو په حواله زیاتوي چې د دولت ۱۴ مخالفې ډلې هڅه کوي چې د یوې ډلې تر چتر سره راټولې او خپل نوي دولت ته ورته تشکیل اعلان کړي.

فایننشیال ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

بلې بریتانوۍ ورځپاڼې فایننشیال ټایمز له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې لومړۍ وزیرې تیرېزا می هڅه کړې چې په بریتانیا کې د کارې ځواک په اړه اروپايي ټولنې سره خبرې وکړي او په دې برخه کې یوې هوکړې ته ورسیږي خو هغوی تر اوسه په دې اړه مثبت ځواب نه دی ورکړی.

تر ډیره په بریتانیا کې کارګر د ختیځې اروپا د هېوادونو اتباع دي چې په دغه هېواد کې کار کوي او له دغې ټولنې د بریتانیا په وتلو سره په دې برخه کې د لویې تشې خطر شته.

پیپل:

د انځور حقوق Getty Images

د چین دولتي ورځپاڼې پیپل د مسکو او پیکنګ ترمنځ د اړیکو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې چې د ۲۰۱۶ کال له پيله یوه نوي پړاو ته ننوتي د سیمې او نړۍ په ثبات او سوله کې مهم رول لري.

ورځپاڼه زیاتوي؛ ښکاري په راتلونکي کال کې به د نړۍ وضعیت ښايي ډیر پیچلي وي چې له امله به د دواړو هېوادونو د پرمختګ په وړاندې ګواښونه رامنځته شي.

خو د ورځپاڼې په وینا د چین او روسیې ترمنځ د ګډو همکاریو له لارې او پراخ بنسټه ستراتیژیک ګډ کار له لارې دواړه هېوادونه کولی شي چې د نړۍ په ټیکاو او سوله کې لا لویه ونډه ولري.

هندو:

د انځور حقوق Getty Images

هندۍ ورځپاڼه هندو د دغه هېواد پوځ د نوي مشر په توګه د بیپن راوت د ټاکل کیدو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د هغه ټاکنه د هغه دود خلاف شوې چې له اوږدې مودې راهیسې د هند په پوځ کې مراعات کیدله.

ورځپاڼه زیاتوي چې د همدغه دود له مخې باید لوړ پوړی او پخوانی جنرال پروین بکشي ټاکل شوی وای، چې په پوځ کې له ښه اعتبار او درناوي برخمن دی.