اکسپرس ټریبیون: هند بیا پاکستان کې جوړېدونکي یوه کنفرانس ته له ورتګه ډډه کړې

اېکسپرس ټريبيون:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ورځپاڼه اکسپرېس ټربيون وايي؛ هند يوځل بيا په پاکستان کې جوړېدونکې يوه سيمه ييزه غونډه کې له گډونه ډډه کړې.

د ورځپاڼې په وينا؛ په وروستيو شيبو کې، د ټکنالوژۍ لېږد لپاره د آسيا او پسفيک واکمنې شورا په درې ورځنۍ غونډه کې د هند له لوري د نه گډون اعلان د دغو دواړو هېوادونو په اړيکو کې د شته ترينگلتيا څرگندونه کوي.

د پاکستان ساينس او ټکنالوژۍ وزارت سرچينې وايي؛ هند په لومړي سر کې منلې وه چې په غونډه کې گډون کوي، خو د کنفرانس له پيله څو ساعته وړاندې يې خپله پرېکړه بدله کړه.

دا د هند د هغو هڅو يوه برخه بلل کېږي چې غواړي پاکستان په نړېوال ډگر کې گوښى کړي.

دغه هېودا په تېر نومبر کې هم په اسلام آباد کې د سارک په سرمشريزه کې د نه گډون پرېکړه وکړه، چې وروسته افغانستان، بنگله دېش او بوتان هم ورته گام واخيست.

گاډین:

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه بهرنۍ جوړه په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو له خوا په میدان وردګ ولایت کې برمته شوه

د بريتانيا چاپ گارډين ورځپاڼې په افغانستان کې د برمته شوې يوې بهرنۍ جوړې قضيې ته کتنه کړې چې تېره ورځ يې يوه ويډيو هم خپره شوې وه.

ورځپاڼه وايي؛ د کاناډا حکومت د دغې امريکايۍ او کاناډايۍ جوړې د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې له څلورو کلونو راهيسې د ورځپاڼې په وينا د افغانستان په شمال کې برمته دي.

په خپرې شوې ويډيو کې کاناډايى جوشوا بويل او امريکايۍ کتلن کولمن له خپلو دوو ماشومانو سره ليدل کېږي او خپلو حکومتونو ته زارۍ کوي چې د دوى د خلاصون لپاره دې برمته کونکو سره جوړجاړى وکړي.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي؛ د دغې جوړۍ او د ماشومانو خونديتابه په اړه اندېښمن دي خو امريکايي چارواکو بيا په دې تړاو له څرگندونو ډه ډه کړې.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images

امریکایۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې بيا د افغانستان شمال کې د يرغمل شوي يوۀ بهرني وگړي په تړاو د اسوشيټډ پرس خبري آژانس يو رپوټ راخيستى چې وايي؛ اسپانيا منلې تېره دوشنبه د وسله والو له لوري تښتول شوى کس د دغه هېودا وگړى دى.

د کندوز ولايتي ادارې وياند محمود دانش اسوشيټډ پرس ته ويلي، وسله والو د سره صليب د گاډو پر يوۀ کاروان بريد کړى او په کتار کې شته يواځينى بهرنى يې له ځان سره بيولى دى او په گاډو کې سپرو افغانانو ته يې څه نه دي ويلي.

ورځپاڼه وايي کومې وسله والې ډلې لا د تښتونې پړه نه ده منلې.

ډیلي مېل:

د انځور حقوق Getty Images

ډيلې مېل ورځپاڼه وايي؛ ښايي له ٢٠٥٠ م کاله وړاندې په لومړي ځل د انسان او روبوټ ترمنځ واده وشي.

له روبوټانو سره د جنسي اړيکو کارپوهان وايي؛ نه يواځې دا چې له انسان سره د جنسي اړيکو ټينگولو په پرتله به له ربوټ سره جنسي اړيکه نيول لا ډېر خوندور شي.

دا ځکه چې د مصنوعي ذکاوت کچه به لوړه شي او همداراز روبوټان به د خپلو بشري سيالانو په پرتله ډېر ښکلي او زړه راښکونکي وي.