اکسپرېس ټریبیون: د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړ

اکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق MOFA

د پاکستان چاپ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ليکلي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير ورغوښتى او ورته يې د ډيورند کرښې له پورې غاړې د توغنديزو بريدونو له امله احتجاج کړى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په وينا پاڼه کې راغلي؛ "د ډيورند جعلي کرښې له پورې غاړې د کندهار پر معروف ولسوالۍ او د کونړ پر سرکاڼو توغندي توغول شوي دي."

د پاکستان سفير ابرار حسين ته رسما يو شکايت ليک هم سپارل شوى.

ورځپاڼه وايي په کابل کې د پاکستان سفارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د سفير وربلل منلي خو په دې تړاو يې د نورو جزيياتو له ورکړې ډډه کړې ده.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپل خپاره کړي يوۀ مطلب کې د کندز ښار امنيتي او ټولنيز حالت ته کتنه کړې.

ورځپاڼه وايي د کندز ولايت په يوه کال کې دوه وارې د طالبانو لاس ته کېوت، او طالب وسله وال اوس هم د ښار گرد چارپېره شته دي. خو د ورځپاڼې په وينا په ښار کې د کرارۍ او مقاومت داسې احساس تر سترگو کېږي چې له اټکله لرې دى.

مطلب وايي په ښار کې هر لوري ته د تاوتريخوالي شواهد ليدل کېږي. ليکوال لسگونو سوځېدلو لاريو ته اشاره کوي چې د طالبانو لخوا سوځول شوي خو يومهال يې افغانستان پوځ ته رسد (تدارکات) رسوۀ .

ليکوال خلکو سره خبرې کړي چې څنگه يې د ښار د دوه ځلې کلابندۍ پر مهال گوزاره کوله او د ښار د روغتون د ډاکټرانو يادونه کوي چې د جگړې پر مهال پرلپسې لسو ورځو لپاره خپلو کورونو ته نه و تللي.

مطلب وايي شپې مهال له غونډيو توغنديز بريدونه د شپې چوپتيا ماتوي او دا را په زړه کوي چې طالبان د ښار له دروازو ډېر لرې نه دي.

ډېلي ټلگراف:

د انځور حقوق Getty Images

بريتانيا چاپه ډېلي ټلگراف ورځپاڼه د امريکايي امنيتي کارپوهانو په وينا وايي؛ هغو روسي هکرانو چې د امريکا د ډېموکراټ گوند د عمومي غونډې پر مهال يې د غه گونډ پورې اړوند کمپيوټرونه هک کړي و، د اوکراييني پوځ کمپيوټرونه يې هم په نښه کړي دي.

دغو کارپوهانو ويلي دغو هکرانو د هماغه زيان اړونکي پوستکالي (سافټ وير) يوه بله بڼه کارولې چې د ډېموکراټ گوند پر کمپيوټرونو يې کارولي و.

د کرود سترايک په نامه د انټرنټي امنيت کلفورنيا مېشتې ادارې چې د ډېموکراټ گوند د کمپيوټرونود هک کېدو قضيه پلټي ويلي؛ د اوکرايين د توپچي افسرانو له لوري کارېدونکي يوۀ اپلېکېشن کې يې د داسې مضر سافټ وير نښې موندلي چې د "فنسي بير هکرانو" ډلې سره تړلې.

فنسي بير او اې پي تي ٢٨ د روسي هکرانو دوه ډلې دي چې ويل کېږي د امريکا د ډېموکراټ گونډ کمپيوټرونه يې په نښه کړي و.

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images

د هند په پلازمېنه ډيلي کې ښايي له دې وروسته د گاډو او موټرسايکلونو پېرودونکي اړ وي ثابته کړي چې پارکېنگ لپاره ځاى لري او بيا به ورته گاډى پلورل کېږي.

ورځپاڼه وايي د ډيلي ايالتي ادارې تېره ورځ دغه اعلان کړى خو که پلي شي نو د گاډو په پېرودنې کې به د کلني زياتوالي مخه ډپ شي. په ٢٠١٥ م کال کې په ډيلي کې ٢٦ لکه گاډي و چې دا کچه د هند د هر ايالت په پرتله لوړه وه.