واشنګټن پوسټ: ډېری افغانان باوري نه دي چې اشرف غني به دوستم محاکمه کړي

واشنگټن پوسټ:

دوستم د انځور حقوق Getty Images

د امريکا چاپ واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم په اړه په خپاره کړي مطلب کې وايي؛ نوموړى د ظالمانه کړنو له امله پېژندل شوى، خو دا ځل ښايي له حده اوښتى وي.

ورځپاڼې پر ښاغلي دوستم د تېرو درېيو لسيزو په اوږدو کې شويو ادعاو ته اشاره کړې چې وايي، گواکې نوموړي پر خپلو غليمانو ټانک ورخېژولى او يا سلگونه طالبان ددۀ په بند کې په کانټينرونو کې د ساه بندۍ له امله مړه شوي دي.

واشنگټن پوست وايي؛ دغه ټول تورونه په دې کې پاتې راغلي چې نوموړي ته کومه جدي ستونزه راولاړه کړي.

ورځپاڼه وايي؛ خو د مرستيال ولسمشر پروړاندې دا وروستى تور چې گواکې خپل يو سياسي مخالف ٦٢ کلن احمد اېشچي يې ډبولي او له جنسي پلوه یې ځورولی د نورو تر څنگ آن د ازبک لږکيو ځينې غړي يې هم په غوسه کړي.

د ورځپاڼې په وینا؛ ډېرى افغانان باوري نه دي چې ولسمشر محمد اشرف غني به دغه پخوانى جنگسالار عدالت ته راکاږي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي؛ ښاغلى دوستم اوس هم په امريکايانو او روسانو کې اغېزمن ملگري لري.

ورځپاڼې د مطلب په دوام د ولسمشر غني ځینو همکارانو په حواله ویلي؛ که کافي شواهد وي هغه به له خپلې دندې لرې او محاکمه شي خو په همدې مهال کې مني چې دا له قانوني پلوه ډېره پېچلې چاره ده او سياسي خطر هم لري.

ورځپاڼه وايي؛ که ښاغلى دوستم د اېشچي په قضيه کې له محاکمې بچ هم شي، دې مسالې پر ښاغلي دوستم نورو پخوانيو تورونو ته پام وراړولى او د طالبانو د ډله ييزې وژنې په تړاو د بشري جنايتونو يوې نړېوالې دوسيې د بيا پرانيستنې خبرې هم راپورته شوي دي.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images

نيويارک ټايمز د اټومي وسلو د سيالۍ په تړاو د امريکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وينا مهمه بللې ده.

ورځپاڼه وايي؛ د ټرمپ دا ډول ژمنه چې گواکې د امريکا اټومي وړتيا لوړوي آن که دا د ټومي وسلو د سيالۍ په معنا هم وي، نړۍ يوۀ نامعلوم لوري ته ټېل وهي.

نیویارک ټایمز زياتوي؛ ښاغلى ټرمپ د احساساتي ويناو مخينه لري او دغه اعلان يې ښايي هسې تشې خبرې وي، خو که نوموړى رښتيا دغه راز اقدام وکړي نو پايلې به يې ناوړه وي.

ډیلي ټلگراف:

د انځور حقوق Getty Images

د بريتانيا چاپ ډیلي ټلگراف ورځپاڼه وايي؛ د امريکا د پلټنو فدرالې ادارې خبردارى ورکړى چې اسلامي دولت نومې ډلې د امريکا پر کليساوو او د کرسمس او نوي کال د لمانځنې پر غونډو د بريدونو غږ کړى.

اف‌بي‌آى دغه خبردارى وروسته له هغه ورکړ چې د امريکا د کليساوړ يو نوملړ د جهادي خواخوږو له لوري کارېدونکې يوې وېبپاڼې کې خپور شو.

دا موضوع څو ورځې وروسته له هغه مخې ته راغلې چې اسلامي دولت نومې ډلې په برلين کې د شوي لارۍ بريد پړه ومنله. په دغه پېښه کې ١٢ کسان ووژل شول او ٤٩ تنه نور ټپيان شول.