ایکسپرس ټریبیون: طالبان د روسيې په ملاتړ وتوانېدل يوۀ کال کې دوه ځله کندز ونيسي

ایکسپرس ټريبيون:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستان چاپې ایکسپرس ټريبيون ورځپاڼې د اې اف پي خبرې آژانس يو رپوټ راخيستى چې وايي له طالبانو سره د ايران او روسيې نژدې کېدو ادعاوو له امله په افغانستان کې نيابتي جگړې سره تړلې د يوې نوې سترې لوبې په تړاو اندېښنې را پارېدلي دي.

مطلب له طالبانو سره د اړيکو څرنگوالي په اړه د تهران او مسکو څرگندونو ته هم اشاره کوي، خو وايي افغان چارواکي او امريکايان دغو سپيناويو ته د شک په سترگه گوري.

مطلب کې د طالبانو د يوۀ قومندان څرگندونې را اخيستل شوي چې وايي طالبان د روسيې د ملاتړ له امله وتوانېدل چې په يوۀ کال کې دوه ځله کندز ولايت ونيسي.

د مطلب ليکوال وايي د طالبانو استازو په تېرو څو مياشتو کې څو ځله په مسکو او تاجیکستان کې له روسي چارواکو سره کتلي دي.

په اکسپرېس ټريبيون کې خپور شوي مطلب د لويديځوالو ډيپلوماټانو په وينا ليکلي روسيه په چوپتيا په خپل کابل سفارت کې داسې تجربه لرونکي کسان ځاى پر ځاى کوي چې سړې جگړې په تکتيکونو ښه پوهېږي.

خو دا هم زياتوي چې د چارو ځينې څارونکي په دې باور دي چې د اسلامي دولت نومې ډلې په تړاو د تهران او مسکو اندېښنې هم عادي او سربيرن نشي بلل کېداى.

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق AFP

کندز ولايت کې د هندو مذهبو لږکيو مشر لالا دلسوز وژنې په پلمه چې تېره ورځ د ناپېژاندو وسلوالو په ډزو ووژل شو، دغه هېواد کې د دغې مذهبي ډلې حالت ته کتنه کړې.

ورځپاڼه وايي اوسمهال په کندز کې يواځې درې هندو مذهبې کورنۍ ژوند کوي حال دا چې دا شمېره څو کلونه پخوا ٤٠ ته رسېده.

ورځپاڼه وايي په تېرو ٣٠ کلونو کې د افغانستان د هندو مذهبو ٩٩ سلنې دغه هېواد پريښى، او له ٢٢٠ زرو کسانو اوس يواځې ١٣٥٠ په افغانستان کې پاتې دي.

واشنگټن پوسټ:

د انځور حقوق AP

امريکا چاپې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې سوريه کې شوي اوربند ته کتنه کړې او وايي د سوريې حکومت د جگړې له پيلېدا وروسته اوس تر ټولو پياوړى دريځ کې دى.

ورځپاڼه وايي ياغيان اوس په شمالي ولايت ادليب ښار کې ايسار پاتي او داسې سيمې چې له ستراتيژيک پلوه مهم بلل کېږي په خپله ولکه کې نه لري.

ورځپاڼه زياتوي روان اوربند د ولسمشر پوتين د خيالورو پروگرامونو برخه دى او په دې توگه غواړي ځان د سوريې په کړکېچ کې د مهم لوبغاړي په توگه ثابت کړي.

د ورځپاڼې وينا د ښاغلي پوتين موخه دا ده چې امريکا د ښاغلي ټرامپ له لوړې وړاندې لا ډېر گوښې کړي.

ورځپاڼه وايي د امريکا نفوذ په سوريه کې ډېر کم شوى، او د ستونزې د هوارۍ نوښت روسيې او ترکيې په لاس کې اخيستى.