هندو: د امریکا کانګرس پنځه غړي هندي توکمه دي

هندو:

د انځور حقوق Getty Images

د هند چاپ هندو ورځپاڼې د امریکا د کانګرس په وروستیو ټاکنو کې د هندي توکمو امریکایانو د بري په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه وايي، دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د امریکا کانګرس ته پنځه هندي توکمه امریکایان بریالي شوي او په وینا یې له دې لارې به په دغه هېواد کې نور هندي توکمي هم وهڅېږي چې په سیاست کې فعاله ونډه واخلي او دا زړه وکړي چې رامخته شي، د خلکو استازیتوب وکړي او په لوړو سیاسي پوستونو کار وکړي.

دا ځل د امریکا ګانګرس استازو مجلس ته څلور هندي امریکایان او د سنا مجلس ته یوه هندي توکمې سیاستواله بریالۍ شوې ده.

ورځپاڼې په امریکا کې د مېشتو هندي توکمو سیاستوالو له خولې ویلي، د دوی رول به پر دې هم مهم وي، چې د ملي شورا دا غړي ټول ډیموکراتان دي او د کانګرس په دواړو جرګو کې ډېری د جمهوري پالو دی. نو دوی باید په مهمو پرېکړو کې فعال وي او خپل خلک په سیاست کې فعالېدو ته وهڅوي.

یوه هندي توکمي امریکايي سیاستپوه ورځپاڼې ته ویلي چې اوسمهال هندي توکمي د امریکا د نفوسو یوه سلنه جوړوي او په کانګرس کې یې استازیتوب هم یو فیصد دی، خو که په پرتلیزه توګه وکتل شي، په امریکا کې یهودي ټولنه د ټولو وګړو دوه سلنه ده، خو کانګرس کې لس سلنه استازي لري چې دا په سیاست کې د دوی فعالیت ښيي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق PA
Image caption جولیان اسانژ څه باندې څلور کاله کېږي چې لندن کې د اکوادور له سفارت نه نه دی وتلی

نیویارک ټایمز ورځپاڼې امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د روسیې د ادعا شویو انټرنېټي بریدونو په تړاو یوه رپوټ کې د پټو اسنادو د ډاګیزوونکې وېبپاڼې ویکیلیکس د مشر جولیین اسانژ له خولې ویلي، د امریکا د ډیموکرات ګوند د چارواکو د برېښنالیکونو په غلا کولو کې د روسانو لاس نه و.

د ورځپاڼې په خبره، داسې ښکاري چې جولیین اسانژ د دې مسلې په اړه د امریکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره همنظری دی.

ښاغلي ټرمپ ویلي، امریکایان باید په دې قضیې کې د روسیې له لاسوهنې اخوا فکر وکړي. نوموړي مخکې هم داسې اشارې کړې وې چې ښايي روسان په دې مسله کې ښکېل نه وي. خو د ویکیلیکس مشر دا هم نه دي ویلي، چې په دې کار کې څوک لاس لري.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایلور ازاریا د یوه ټپٍي فلسطیني پر وژلو تورن دی

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په لوېدیځې غاړې کې د یوه فلسطیني سړي د وژنې په قضیه کې د یوه اسرایلي پوځي د پړ کېدو په اړه لیکلي چې دې مسئلې د اسرایلو ټولنه سره وېشلې ده.

د اسرایلي ټولنې یوه غاړه دا سرتېری مجرم ګڼي او وايي چې د یاد شوي ټپي سړي د وژنې له کبله یې د بشري حقونو او پوځي قوانینو سرغړوونه کړې، خو له بلې خوا ځینې اسرایلیان هغه ته د یوه اتل په سترګه ګوري.

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې پر خپل لومړي مخ د یوې روغتیايي مسلې په اړه خبرداری خپور کړی او د ساینسپوهانو له خولې یې لیکلي، چې په داسې سیمو کې ژوند ژواک، چې ترافیکي ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي، پر مغزو ناوړه اغېز کوي او د یادښت د خرابېدو او الزایمر ناروغۍ د پیدا کېدو ګواښونه ډېروي.

د ورځپاڼې په خبره په دغسې ځایونو کې ژوند د دې ستونزو ګواښونه ۱۲ سلنه لوړوي.

فایننشیل ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images

په لندن کې چاپېدونکې فایننشیل ټایمز ورځپاڼه وايي، د ټکنالوژۍ مخکښ شرکت اېپل منلې چې په چین کې پلورل کېدونکو خپلو ټکنالوژیکې توکو نه به د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې اپلېکېشن لرې کړي. دا پر دغې ورځپاڼې یو سخت ګوزار بلل شوی او دا ګام په داسې وخت کې پورته شوی، چې د ورځپاڼې په خبره د چین حکومت په دې وروستیو کې د بهرنیو رسنیو د کنترولولو هڅې زیاتې کړې دي.