واشنګټن پوسټ: د اسراییلو لومړی وزیر واشنګټن سره اړیکې بېرته رغوي

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Reuters

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې امریکا ته د اسرائیلو د لومړي وزیر د سفر ارزونه کړې او هغه یې مهم بللی. ورځپاڼې د اسرائیلو چارواکو په حواله ویلي چې د تل ابیب لومړی وزیر غواړي له امریکا سره خپلې اړیکې بیرته ورغوي چې د مخکنې ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال زیانمنې شوې وې.

ګارډین:

د انځور حقوق WIN MCNAMEE/GETTY IMAGES

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼه لیکي چې که څه هم د ویزو او کډوالو په برخو کې د امریکا د ولسمشر اجرایوي فرمان د محکمې له خوا ځنډول شوی خو ښايي ددغه فرمان له امله زرګونه کډوال امریکا ته له ورتګه بې برخې شي.

ورځپاڼه زیاتوي د ښاغلي ټرمپ دغه فرمان د هغو ۱۱۰ زره کسانو امریکا ته د تګ مخه نیسي چې په روان کال کې د مخکني ولسمشر د پریکړې له مخې دغه هېواد ته ورتلل.

ټریبیون:

د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې په یوه تحلیلي مقاله کې د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکو ته اشاره کړې او د هغو هېوادونو لست ته د پاکستان د ورزیاتولو په اړه اندیښنه ښودل شوې چې وګړو ته یې د امریکا د ولسمشر په یوه اجرایوي فرمان کې د ویزې د نه ورکولو حکم شوی و.

مقاله زیاتوي که دا کار وشي نو دا به د پاکستان لپاره ډیرې ناوړه پایلې ولري. او په دې برخه کې هر ډول ګام پورته کول به د هند د خوښولو لپاره ډیر څه وي.

د مطلب په دوام راغلي؛ په دې برخه کې شته ننګونې باید په فرصتونو بدلې شي او په دې برخه کې د پاکستان لپاره د بهرنیو چارو د وزیر په لرلو ټینګار شوی چې تر اوسه یې نه لري.

ټایمز:

د انځور حقوق KIM HEE-CHUL

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې د شمالي کوریا لخوا د لرې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي ازمایلو په اړه یوه تحلیلي مقاله کې راغلي؛ په دې وخت کې د دغه ډول توغندي د ازمایلو لاملونو بیلابیل کیدای شي خو یو یي ښايي دا وي چې په دې ازموینې سره امریکا او جاپان ته چې مشران یې په امریکا کې سره ګوري یو پیغام وي چېرته چې دواړو مشرانو د ټایمز په وینا خپلې پوځي اړیکې ټینګي او داسې وبللې چې دریم لوري ته په کې ځای نشته.

لیکوال زیاتوي چې وروستۍ ازموینه دا ویره رامنځته کوي چې د ښاغلي کیم تخنیکي متخصصین د اټومي سرګلولې لیږدوونکي وسلو د جوړولو په برخه کې پرمختګ کوي چې نه یواځې اسیا بلکې د امریکا لویې وچې ته هم خطر پیښولی شي.

او بله دا چې داسې ښکاري چې په امریکا کې د مشرتابه بدلون د شمالي کوریا ستراتیژي هم بدله کړې ده.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې د امریکا یو شمیر ملګري هېوادونه له امریکا سره د اړیکو په څرنګوالي کې ستونزې نه لري ځکه پخواني چارواکي له کاره ګوښه شوي او یا د دندې د پریښودلو په حال کې دي او پر ځای یې نوي کسان نه دي ګمارل شوي.