ډان: پاکستان کې له پټنځيو پرته افغان طالبانو دومره جگړه نشواى کولاى
- یما بارز
- بي بي سي لندن
ډان:

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د "پټنځيو جگړه" تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې. د مطلب ليکوال وايي؛ په پاکستان کې له وروستيو بريدونو وروسته د اورپکو پټنځيو پر سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورلگونې لوبه چې له هر بريد وروسته يې زور اخيسته، دا ځل له عادي حالته وتلې.
ليکوال زیاتوي، پاکستان په يوه کمساري اقدام کې د ډيورند کرښې پر سر تللې لارې وتړلې او پر هغو کسانو يې هم د ډزو حکم وکړ چې په ناقانونه توگه له کرښې اوړي.
مطلب کې راغلي چې د کرښې دواړو غاړو ته د اورپکو شته پټنځي له ترهگرۍ سره د جگړې پر وړاندې يو مهم خنډ دى.
ليکوال په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون ته گوته نيسي، خو وايي دا هم د منلو ده چې په پاکستان کې له پټنځيو پرته افغان طالبانو دومره جگړه نشواى کولاى.
ليکوال احتمال څرگندوي چې کېداى شي د افغانستان د حکومت له لوري د پاکستاني طالبانو ملاتړ (لکه څنگه چې پاکستان يې ادعا کوي)، د غچ يو اقدام وي.
مطلب کې راغلي چې دغه راز کړنې ترهگريزو فعاليتونو ته پراخه زمينه برابروي او په سيمه کې د بې ثباتۍ لامل گرځي.
ليکوال په دې باور دى چې د دواړو ولسونو ترمنځ بايد د باور فضا رامنځته شي ځکه په وينا يې د دواړو برخليکونه سره غوټه شوي دي.
ټايمز آف انديا:

دغې هندې ورځپاڼې په افغانستان کې د هلکانو ګډول (بچه بازۍ) د مخنيوي په تړاو د دولت هڅو ته کتنه کړې چې غواړي دا کړنه جرم وگرځوي.
ورځپاڼه وايي، جنگسالاران، قومندانان او آن ځينې سياستوال د هلکانو ساتنه د واک او اغېز د نښې يا سمبول په توگه کاروي.
ورځپاڼه زياتوي، د بچه بازۍ زوړ دود چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال ورباندې بنديز لگولى و، په دې وروستيو کې يو ځل بيا زور اخيستى.
ورځپاڼې د بشري حقونو د ادارو په وينا ليکلي چې په افغانستان کې د ښځو او سړیو جلاتوب او ټولنيزو محدوديتونو له امله د بچه بازۍ دود پراخ شوى. ورځپاڼه وايي، بل لور ته د قانون نه پلي کېدل، فساد، او د ناقانونو وسلوالو ډلو شتون هم د بچه بازۍ له ودې سره مرسته کړې ده.
ورځپاڼه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د يوه رپوټ پر بنسټ ليکلي چې د بچه بازۍ قربانيان د جنسي تېريو ښکار کېږي او له سختو رواني ستونزو سره مخامخ وي.
واشنگټن پوست:

د عکس سرچینه، AFP
د امريکا واشنگټن پوست ورځپاڼې ليکلي چې ډونلد ټرمپ د رسنيو پروړاندې خپله جگړه بايلي. ورځپاڼه وايي، ښاغلى ټرمپ چې د گرانښت (محبوبیت) کچه يې ټيټه ده غواړي پر رسنيو د بريدونو پر مټ چې گواکې يې پر خلاف دي، ځان ښه څرگند کړي. خو د ورځپاڼې په وينا دا کړنه يې بريالۍ نه وه.
د "کوينيپياک" پوهنتون له لوري شوې نظر پوښتنې ښوولې، سره له دې چې خلک له رسنيو تر ډېره خپه دي خو اوس هم داسې انگېري چې رسنۍ د ولسمشر ټرمپ په پرتله ډېر د باور وړ دي.
په نظر پوښتنه کې ٥٢ سلنې وگړو ويلي چې پر رسنيو ډېر باور کوي. ٣٧ سلنې بيا پرښاغلي ټرمپ باور ښوولى خو ١٠ سلنې يو هم نه دى غوره کړى.