شپږېزه کرېکټ لیګ

مهم خبرونه

  • شپږیزې لیګ سیالۍ

    کرېکټ شپږیزې لیګ سیالۍ څه پیغام درلود؟

    افغانستان کې د شپږېزې لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې او د راشد ارمان لوبډله اتله شوه. د لوبو په ترڅ کې لوبغالي ته څېرمه یو ځانمرګی برید وشو خو دغه سیالۍ ونه ځنډېدلې او نندارچیان یې لا ډېر شول. د سیالیو پای کې کورنیو او نړیوالو برخوالو دا د سولې پیغام لېږدوونکې مراسم وبلل.

  • ژوندۍ شپږېزه: د راشد لوبډلې اتلولي وګټله

    د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۴ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

  • ویډیو, ولې د اصغر لوبډلې نیمه پایلوبه وبایلله؟, موده 0,57

    د کابلبازانو لوبډلې الراونډر لوبغاړی کریم صادق بي بي سي پښتو ویبپاڼې سره په شپږیزه لیګ کې د خپلې لوبډلې د وروستۍ ماتې پر عواملو غږېدلی.

  • ویډیو, راشد خان: د شپږیزې اتلولي زموږ ده, موده 1,00

    په شپږیزه لیګ کې د بندامیر لوبډلمشر راشد ارمان وايي، ډاډه دی چې د روانې شپږیزه لیګ اتلولي به د دوی لوبډله وګټي. نوموړي بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، پخپله لوبډله پوره باورمن یم چې کابلبازانو ته به د لومړي پړاو په پنځلسمه یا وروستۍ لوبه کې ماتې ور کړي او ورپسې به د شپږیزه لیګ اتلولي هم خپله کړي.

  • ویډیو, شپږېزه: غواړم راشد یې وګټي, موده 0,23

    د شپږیزې پایلوبې ته نن ګڼې مینه والې او تماشاچانې هم ورغلې دي. په دغو مینه والو کې یوه یې د راشد د ټیم پلوۍ ده او هیله لري چې د راشد ارمان لوبډله یې وګټي

  • ویډیو, د شپږيزې کرېکټ مينه وال, موده 0,24

    د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته په ۵ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله. د شپږيزې لوبډلې يو شمېر مينه واله زموږ سره خپل نظرونه شريک کړي دي.

  • ویډیو, شپږېزه: د سپین غر لوبډله ولې له لوبو ووتله؟, موده 1,43

    په شپږیزه لیګ کې بوست او سپین غر لوبډلو ونه شو کولای د دغه لیګ دویم پړاو ته لار ومومي. د سپین غر مرستیال روزونکي خالقداد نوري بي بي سي پښتو پاڼې سره یې پر لاملونو غږېدلی.

  • ویډیو, شپږېزه: تهدیدونه زموږ مخه نه شي ډب کولی, موده 1,50

    نن په کابل کې د شپږېزې کرېکټ سیالیو ته د تېرو لوبو پرتله ډېر مینه وال ورغلي وو. په لوبغالي کې یوې مینه والې بي بي سي ته وویل چې تهدیدونه د دوی مخه نه شي نیولی.

  • ویډیو, شپږیزه:‌ زمبابوې خپل لوبغاړي بېرته نه دي غوښتي, موده 2,02

    .د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر وايي، شپږیزه لیک ته راغلي بهرني لوبغاړي په افغانستان کې دي او خپلو لوبو ته به دوام ور کړي

  • ویډیو, د سویلي افریقا لوبغاړي ولې لاړل؟, موده 3,38

    د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر وايي د سويلي افريقا ډېرى لوبغاړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

  • ویډیو, مشعل: د کرېکټ لوبه او د کرېکټ اداره بشپړه خوندي ده, موده 1,32

    د شپږېزه سیالیو لوبغالي سره نژدې چاودنې وروسته بي بي سي سره په خبرو کې د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وویل چې لوبه او د کرېکټ اداره بشپړه خوندي ده.

  • ویډیو, راشد خان: څو چې کاراییب کرېکټ وي، د افغانستان نوم به یادیږې, موده 0,48

    د افغان ملي لوبډلې لیګ سپین توپ اچوونکی راشد ارمان وايي، تر هغه چې په کرېکټ کې د کرابین غوره لیګ سیالۍ وي، د افغانستان نوم به ور سره یادېږي.

  • ویډیو, نجیب ځدراڼ: ډېر خوشحاله یم چې د بنګله دېش لیګ کې غوره شوی یم, موده 4,30

    بي بي سي سره په خبرو کې نجیب ځدران وویل: ډېر خوشحال یم چې په دغه لیګ کې غوره شوی یم.

  • د شپږیزې مبصر: دوه مخي باید ونه اوسو، ترهګریز برید په لندن کې هم وشو

    پخوانى استراليايى لوبغاړى "ډين جونز" وايي افغانستان ته له ورتگ وړاندې په شته خطرونو پوهېدۀ، او په وينا يې دا غوښتنې چې گواکې بهرني لوبغاړي دې دا هېواد پرېږدي، دوه مخې ده.

  • افغان لوبغاړي له دې شپږېزې ډېره زده کړه کولى شي

    د افغانستان کرېکټ بورډ مشر وايي سږکال شپږېزه کې گڼ بهرني لوبغاړي، روزونکي، مبصرين او نور کارپوهان برخه لري چې د ځوان لوبغاړو لپاره د زده کړې یو ښه فرصت دی.

  • د شپږیزې ښه لوبغاړي ښايي د پاکستان سوپرلیګ ته غوره شي

    د استرالیا پخوانی لوبغاړی او د پاکستان یونایټډ اسلام آباد کرېکټ لوبډلې روزنکی وايي هغه ځوانان چې په شپږیزه کې ښه وځلېږي ښايي د خپلې لوبډلې لپاره یې غوره کړي.

  • د راشد ارمان او اصغر ستانکزي د لوبډلو ترمنځ سیالي پیل شوه

    نن د شپږیزه لیګ سیالۍ په لړ کې کابل بازان او بند امیر ښاماران لوبه کوي. راشد ارمان بي بي سي ته وویل، چې اټکل ګران دی، خو د خپلې لوبډلې لوبېدلو ته چې ګوري دا او پایلوبه به ګټي.

  • راشد خان خپله لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسوله

    د شپږیزه لیګ ۱۴مه لوبه د بند امیر او امو نهنګانو لوبډلو تر منځ وشوه، بندامیر وتوانېده خپلې سیالې لوبډلې ته په نهو وېکټو ماتې ورکړي. راشد خان په څلورو اورونو کې ۱۰ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

  • شپږېزه: د ملي لوبډلې کپتان له خپل مرستیال ماتې وخوړه

    د راشد ارمان لوبډلې بند امیر د کابل بازانو لوبډلې ته چې اصغر ستانکزی یې کپتان دی ماتې ورکړه. له دې سره بندامیر لوبډلې د دویم پړاو مخکښو لوبډلو ته لار ومونده.

  • غني: د بهرنیو لوبغاړو راتګ پیغام دا دى چې افغانان یې خوندي کولی شي

    د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني له لوبغاړو سره په لیدنه کې وویل چې ورزش افغان سره یو موټی کوي. بل لوري ته د زېمبابوې کرېکټ ملي ټیم مخکیني روزونکي الستر کمبیل ویلي د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ کې به تر پایه لوبېږي

  • شاهد اپریدی: افغان کرېکټ شپږیزه کې برخه نه اخلم

    د پاکستان کرېکټ لوبغاړی شاهد اپریدی وايي، د افغانستان شپږیزه کرېکټ سیالیو کې ګډون نه کوي. په پام کې وه، چې ښاغلی اپریدی به د افغانستان په شپږیزه کرېکټ سیالیو کې د سپین غر بازان لوبډلې له لوري ګډون کوي.

  • د سويلي افریقا ډېری لوبغاړي بېرته ستانه شوي

    د بهرنيو لوبغاړو د وتلو خبره وروسته له هغه راپورته شوه چې تېره چهارشنبه هغه لوبغالي ته نژدې يو ځانمرگى بريد وشو چې په کې د شپږيزې ليگ سيالۍ روانې دي.

  • شپږیزه:‌ زمبابوې خپل لوبغاړي بېرته نه دي غوښتي

    د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې مسؤلین هغه راپورونه ردوي چې ګواکې زمبابوې خپل هغه لوبغاړي چې افغان شپږیزه کرېکټ سیالیو کې برخه اخلي، بېرته هېواد ته ورغوښتي دي. کرېکټ چارواکي وايي، د ننۍ لوبې لیدونکو شمېر تر لسو زرو کسانو پورې رسېده، چې د تېرو لوبو پرتله درې برابره ډېر دی.

  • د شپږېزې ټکټ پلورلو شرکت: د پنجشنبې لوبې ته مینه وال بې ټکټه را تللی شي

    د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو بي بي سي ته ومنله چې پلازمېنه کابل کې به د پنجشنې د شپږیزې کرېکټ سیالیو له نندارچیانو د ټکټ پېسې نه اخیستلې کېږي. د میح ګروپ نړیوال شرکت چې د ټکټونو پلورلو مسولیت لري ویلي دغه کار یې د لوبغاړو د تشویق لپاره کړی.

  • د شپږېزه سیالیو لوبغالي سره نژدې چاودنه

    د افغانستان کرېکټ شپږېزه لیګ سیالو لوبغالي ته څېرمه چاودنه شوې ده. ځینې سرچینې وايي چې پېښه د ګازو ډبې د چاودېدلو له امله را منځ ته شوې ده.

  • کریم صادق: مینه والو ته به د کرېکټ په زړه پورې لوبه وړاندې کړم

    د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی کریم صادق وايي، هوډ لري په روانه الکوزي شپږیزه لیګ کې د خپلو مینه والو لپاره په زړه پورې لوبه وکړي. ښاغلی صادق وايي، راتلونکې لوبه یې د جمعې په ورځ له سپین لوبډلې سره ده او هڅه به وکړي چې له ماتې سره یې مخامخ کړي.

  • مس عینک بند امیر او سپین غر بست مات کړ

    په کابل کې د کرېکټ شپږیزې غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن دوې لوبې وشوې چې لومړۍ لوبه د مس عینک اتلانو او بند امیر ښامارانو تر منځ وه. د بند امیر لوبډلې لوبغاړو پیل ډېر ښه او چټک و.

  • شپږیزه: کابلبازانو د پنځم پړاو لومړۍ لوبه وګټله

    د الکوزي شپږیزه لیګ د پنځم پړاو په لومړۍ لوبه کې کابلبازانو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې بست ساتونکو ته په اتو ویکټو ماتې ور کړه.

  • شپږیزه: جاوید احمدي د نهمې لوبې غوره لوبغاړی شو

    د افغانستان د کورني کرېکټ شپږیزه لیګ نهمه لوبه چې د بندامیر او بوست لوبډلو ترمنځ وشوه؛ بندامیر لوبډلې وګټله. د بندامیر لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې منډې جاوید احمدي وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو. نوموړي د ۴۷ توپونو مخه وکړه او ۷۵ منډې یې جوړې کړې.

  • جېسوریا په شپږیزه لیګ کې روزونکی ټاکل شوی

    د سریلانکا لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او پیاوړی لوبغاړی د افغانستان د کرېکټ د شپږیزه لیګ سیالیو په پنځم پړاو کې برخه اخلي او له بوست لوبډلې سره به د مشر روزونکي په توګه دنده پر مخ یوسي.

  • کرېکټ: شپږیزې جام سیالۍ وځنډول شوې

    یو سرچینې بي بي سي ته ویلي چې په افغانستان کې د کورني کرېکټ ۲۰ اوریزې سیالۍ 'شپږېزې لیګ سیالۍ' سپتمبر ته وځنډول شوې. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستان خپلو لوبغاړو ته په دې سیالیو کې د اجازې نه ورکولو اعلان وکړ.

  • د شپږیزې سیالیو لپاره لیلامۍ کې ګلبدین نایب تر ټولو مخکښ

    په افغانستان کې لومړی ځل د کورني کرېکټ د ۲۰ اوریزو سیالیو، شپږیزې جام شپږ لوبډلو له ۹۰ ډېرو کورنيو او له ۶۰ د ډېرو بهرنيو لوبغاړو پېرلو لپاره دواطلبۍ کې برخه واخیسته.

  • شپږیزه: راشد د اصغر لوبډلې ته ماتې ورکړه

    د شپږیزه لیګ په نیمه پایلوبه کې راشد ارمان په مشرۍ د بند امير لوبډلې د کابلبازانو لوبډلې ته چې مشري یې اصغر کوله ماتې ورکړه. د ارشد لوبډله د جمعې په ورځ د نبي له لوبډلې سره پایلوبه لري.

  • شپږیزه: اصغر که راشد پایلوبې ته ځي؟

    د شپږیزه لیګ د دویم پړاو لوبو درېیمه لوبه د کابلبازانو او بندامیر لوبډلو ترمنځ پیل شوې ده. د لوبې پچه کابلبازانو ګټلې او بندامیر لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ور کړې ده.

  • شپږیزه: کومه لوبډله له دویم پړاو وځي

    د شپږیزه لیګ دویم پړاو لومړۍ لوبه د بندامیر او میس عینک لوبډلو ترمنځ پیل شوې ده او دویمه لوبه به نن چهارشنبه د سپټمبر پر (۲۰)مه د کابلبازانو او بوست ساتونکو لوبډلو ترمنځ له غرمې وروسته پیل شي.

  • شپږیزه: دوه پیاوړې لوبډلې کومې دي؟

    په شپږیزه لیګ کې د لوبېدونکو شپږو لوبډلو له منځه څلورو یې د لیګ دویم پړاو ته لاره موندلې او دوه لوبډلې په دویم پړاو کې له لوبېدو غورځېدلې دي.

  • کومه لوبډله له شپږیزې بهر کېږي؟

    د افغانستان د کورني کرېکټ شپږیزه لیګ لومړی پړاو لوبې وروستي پړاو ته نږدې کېدونکې دي چې د شپږو لوبډلو له وتلو سره به څلور لوبډلې دویم پړاو ته لار ومومي او دوه لوبډلې به د لیګ له دویم پړاوه بهر شي.

  • د شپږیزې کرېکټ لیګ پنځم پړاو ځانګړی رنګ

    په افغانستان کې د کریکټ شپږیزې غوره لیګ سیالۍ سبا د دوشنبې پر ورځ پیلېږي او دا ځل یې د تېرو کلونو پرتله رنګ ډېر بدل ښکاري. د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې مسؤلین وايي، دا ځل یې په دغه لیګ کې یو شمېر نوښتونه کړي دي.

  • پاکستان خپلو لوبغاړو ته په افغان شپږېزه کې د ګډون اجازه نه ورکوي

    د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکو ویلي، د دغه هېواد لوبغاړو او روزونکو ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان شپږیزو کرېکټ سیالیو کې برخه واخلي.

  • لومړي ځل شپږېزه سیالیو کې ۶۸ بهرني لوبغاړي لیلامېږي

    افغانستان کې به په لومړي ځل د کورني کریکټ د شل اوره سیالیو، شپږیزه جام کې شپږ لوبډلې ۹۰ کورني او بهرني لوبغاړي وپیري. د لوبډلو روزونکي ټول بهرنيان دي خو مرستیالان به ورسره افغانان وي.

  • د افغانستان په شپږیزه سیالیو کې خصوصي شرکتونو پانګونه وکړه

    په کابل کې د افغانستان د کرېکټ بورډ له خوا د روان کال د شل اوریزو سیالیو "شپږیزه جام" لوبډلې په لومړي ځل کورنیو او نړیوالو پانګوالو ته وړاندې شوې چې تر نیم میلیون ډالرو ډېره پانګونه پکې وشوه .