د پاکستان ۲۰۱۸ کال ټاکنې
مهم خبرونه
تحریک انصاف د پښتونخوا د وزیر اعلی په توګه محمود خان نوماند کړ
د پاکستان د تېرې میاشتې ټولټاکنو کې د ډېرو څوکیو ګټونکي ګوند پاکستان تحریک انصاف د پښتونخوا له سوات صوبايي اسمبلۍ ته کامیاب غړی او پخوانی صوبايي وزیر محمود خان د دې ایالت د وزیر اعلی څوکۍ ته نوماند کړ.
منظور پښتین: له پښتنو سره پر خپله ژمنه ولاړ یم
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د ځينو غړیو پارلمان ته تګ د هغوی شخصي پرېکړه وه. نوموړی وايي، له پښتنو سره يې پارلمان ته د نه تلو ژمنه کړې او لاهم خپله په دې ژمنې ولاړ دی. "پښتانه به دا وخت زما څېرې ته ګوري او پوهېږي به چې زه څومره پرېشانه یم".
عمران خان: له افغانستان سره پرانيستې پوله غواړو
د پاکستان په ټاکنو کې د نورو ګوندو پرتله د ډېرو څوکيو له ګټلو وروسته د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په يوه خبري کنفرانس کې ويلي چې له افغانستان سره ښې اړيکي غواړي او هيله لري چې د اروپايي ټولنې په څېر له افغانستان سره ګډه پرانيستې پوله ولري.
عمران خان څوک دی؟
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د چارشنبې ورځې ټاکنو کې مخکښ دی، دلته د دغه ګوند د موسس مشر عمران خان ژوند او سیاسي مبارزې ته یوه کتنه لولو.
د پاکستان ټاکنې: پښتونخوا او قبایلو کې څوک بریالي دي؟
پښتونخوا کې د بي بي سي خبریال رحمان الله وايي، تحریک انصاف هغه ګوند دی چې تراوسه یې دغه ایالت کې له ۹۹ څوکیو څخه زیاتې څـوکۍ ګټلې چې شمېر یې ۵۴ ته رسېږي.
د پاکستان ټولټاکنې: د پایلو له منلو د شهباز شریف انکار
پاکستان کې د ۲۰۱۸ کال پارلماني ټاکنو لپاره د دغه هېواد په لر او بر کې رایې واچول شوې. د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر او د پخواني لومړي وزیر نوازشریف ورور شهباز شریف لاهور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، د دوی د کاندیدانو پایلو خپرېدو مخه نیول کېږي. نوموړي وویل، ''درغلي کېږي، زه مجبور یم ووایم، چې موږ دغه پایلې ردوو.''
ویډیو, د پاکستان ټاکنې او مذهبي ګوندونه, موده 2,33
د پاکستان ټاکنو کې یو ځل بیا مذهبپاله ګوندونه د متحده مجلس عمل، تر جنډې لاندي سره یو ځای شوي او ډېر وخت خپلو ټاکنیزو هلوځلو کې مذهبي شعارونه کاروي.
واورئ, د پاکستان ټاکنو ته ځانګړی شوی بحث, موده 25,05
دې ځانګړې بحث کې په دې غږیږو چې راتلونکي حکومت ته د کورني او بهرني سیاست په برخه ک څه ډول ننګونې متوجه دي؟ پوځ سره به یې اړیکې څنګه وي؟
ویډیو, پاکستان ټاکنو کې د ښځو ونډه, موده 2,27
په پاکستان کې د ټولټاکنو لپاره نن سبا د دغه هېواد لروبر چتوالی او ټاکنيزې هلې ځلې روانې دي.
ویډیو, د پاکستان ټاکنو کې د ښځو برخه, موده 2,41
د يوه نوي قانون له مخې ډېریو ګوندونو اوس ښځې ټاکنيزو سياليو ته نومولې، خو ځينې وايي دا يوازې هغو څوکيو ته دي چې د ګټلو چانس يې کم دی.
ویډیو, پښتونخوا: په ټول ټاکنو کې د 'هیځ' خواجه سرا ګډون, موده 6,19
د خیبر پښتونخوا خواجه سراو "هیځ" یوه مشره فرزانه وایي، که څه د پاکستان تاریخ کې ټاکنو کې دوی ته د حکومت له خوا د نوماندۍ اجازه ورکړل شوې، خو د حکومت له مرستې پرته دوی ته دا کار ګران دی.
ویډیو, د پاکستان ټاکنې: له محمود خان اڅکزي سره ځانګړې مرکه, موده 25,15
محمود خان اڅکزی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر دی، چې ګوند یې تېر څلورنیم کاله په بلوچستان ایالت کې له دوو نورو ګوندونو سره په واک کې و. یاد ګوند لومړی ځل په یاد ایالت کې د تېر پرتله زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې.
ویډیو, پاکستان: ټاکنو کې د معلولینو لپاره اسانتیاوې څومره دي؟, موده 3,17
د پاکستان د رايه اچولو په ٨٠ سلنه مرکزونو کې د معلولينو لپاره اسانتياوې نشته.
" ټاکنو کې ژمنې نه، عملي کول يې مهم دي"
د ټاکنو په موسم کې به مو د ټاکنيزو هلو ځلو پر مهال ډېر کانديدان ليدلي وي چې د خپلو سيمو ولسونو سره لويې لويې ژمنې کوي او د غټو غټو کارونو ټټر وهي.
د پاکستان ټاکنې؛ "دلته دېرش کاله ښځو هېڅ رایه نه ده ورکړې"
زموږ همکاره کوثر اعوان وحید له یوې داسې ښځې سره غږېدلې چې وايي تېرو ۳۰ کلونو کې کلي یې ښځو هېڅ رایه نه ده اچولې او چې رایو ته رامخې ته شوې د ټوپک په زور بېرته کور کې ایسارې شوې دي.
د پاکستان ټولټاکنې: لومړنیو پایلو کې د عمران خان ګوند مخکې دی
د ټاکنو په دویمه ورځ سهار نهه بجو پورې د ټاکنو کمېسون د قامي اسمبلۍ یا پارلمان لپاره د اوو حوزو نارسمي پایلې اعلان کړې. د دې پایلو له مخې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف څلور، مسلم لیګ نون، پیپلز پارټۍ او متحده مجلس عمل یوه یوه څوکۍ ګټلې دي.
پاکستان کې ټاکنیزو کمپاینونو سره تړلي بریدونه
په پاکستان کې د ټاکنو کمیسیون له خوا د رای اچونې د نېټې له اعلان وروسته، ددغه هېواد سیاسي او مذهب پاله ډلو ټاکنیزو کمپاینونو ته مخه کړه چې له دې سره پر کاندیدانو د بریدونو لړۍ هم پیل شوه. د دې بریدونو لومړی ښکار د عوامي نیشنل ګوند غړي وګرځېدل.
ویډیو, د پاکستان ټاکنې او د پوسټرونو بازار, موده 2,28
د پاکستان ټولټاکنو کې هر وخت نوماندان د وټونو او رايو ګټلو لپاره ډېرې ژمنې کوي، خو خلک بيا وايي، دغه ژمنې تر ټاکنو وروسته ان په خپله د نوماندانو هم په یاد نه وي.
پښتونخوا کې ۷۹ ښځې ټاکنیزو سیالیو ته ولاړې دي
پاکستان کې راروانو ټاکنو کې په لومړي ځل ښځې پر عوامي څوکیو کاندیدې دي. صوبیا هم له خیبر پښتونخوا څحه سیالۍ ته ولاړه ده، خو شنونکې وایي ګوندونو د څوکیو په ورکړه کې له ښځو سره د برابرۍ چلند نه دی کړی.
"چې رایه ونه کاروم، ځان تر نورو کم احساسوم"
د پيښور لېرې پرتې سيمې "ارمړ" اوسيدونکې ۳۸ کلن سخي جان په دواړو پښو شل دی، خو بيا هم چې له کله د رايي اچونې اهل شوی، نو ټولو ټاکنو کې يې رایه کارولې ده.
ویډیو, پېښور کې د اې اېن پي پر غونډه له ځانمرګي بريد وروسته, موده 2,43
پېښور کې د اې اېن پي پر غونډه له ځانمرګي بريد وروسته، دغه پښتون ملتپاله ګوند د خپلو ټاکنيزو او سياسي فعاليتونو ځنډولو اعلان کړی.
ژوندۍ پاڼه پاکستان ټولټاکنې: د رايو اچولو بهیر شېبه په شېبه حال
پاکستان کې خلک د چارشنبې په ورځ د پارلمان او صوبايي شوراګانو د غړو ټاکلو لپاره رایې ورکړه. د دغو ټاکنو بهیر د بي بي سي پر پښتو وېبپاڼه په ژوندۍ بڼه خپور شو.
د پاکستان ټاکنې او افغانستان
نن د جولای میاشتې ۲۵مه نېټه په پاکستان کې د ملي او ایالتي اسمبلیو د انتخاباتو ورځ ده. د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون وايي، چې د ملي اسمبلۍ د ۲۷۲ او څلورو ایالتي اسمبلیو د ۵۷۷ انتخابي څوکیو لپاره څه باندې ۱۰۰ میلیونو کسانو نوملیکنه کړې ده.
د پاکستان ۲۰۱۸ کال ټاکنې: پاکستاني ټاکنو کې د لږکيو ستونزې
د جولای میاشتې په ۲۵مه نېټه په پاکستان کې پارلماني ټاکنې ترسره کېږي، هلته مېشت مذهبي لږکي وايي، د دوی په ونډه کې په تېرو دریو لسیزو کې هېڅ زیاتوالی نه دی شوی او لاهم د ډار په چاپېریال کې د ټاکنو لپاره کمپاين کوي.
پېښور چاودنه: د هارون بلور جنازه کې د زرګونو کسانو ګډون
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند یوې ټاکنیزې غونډې پرمهال د پاکستاني طالبانو چاودنه کې د دغه ګوند د یوه مشر هارون بلور په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۳۵ نور ټپیان دي.
د ټاکنو له امله پېښور کې د افغانانو په تګ راتګ بندېز لګول شوی
په پېښور کې پر افغان کډوالو بندیز لګول شوی چې د جولای میاشتې له ۲۴ تر ۲۸ مې ڼېټې پورې له خپلو کمپونو ونه وځي. چارواکي وايي چې دا ګام یې په پاکستان کې د ټاکنو د امنیت په موخه پورته کړی دی.
کراچۍ کې ټپي شوی "اتل خر" ومړ
د پاکستان ستر ښار کراچۍ کې د تحريک انصاف ګوند د پلویانو له خوا ټپي شوي خره له څو ورځو درملنې وروسته سا ورکړه چې پر خواله رسنيو دې موضوع توند غبرګونونه پارولي دي.
ویډیو, پاکستان ټاکنې او د کراچۍ پښتانه, موده 2,18
د پاکستان سږنیو ټاکنو ته د کراچۍ، میلیونونو پښتنو هم خپل کاندیدان نومولي دي.
ویډیو, له منظور پښتين سره ځانکړې مرکه, موده 17,37
د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین وايي، د پاکستان پارلمان ته يې د ځينو غړیو تلل د هغوی خپله پرېکړه ده او له دې سره د غورځنګ هېڅ کار نشته.
ویډیو, د پاکستان ۲۰۱۸ کال ټاکنې: ځانګړی بحث, موده 30,45
د پاکستان پارلماني ټاکنې د جولای مياشتې پر ۲۵ نېټه ترسره کېږي. ګڼ شمېر ګوندونه په دې ټاکنو کې برخه اخلي. د دې ټاکنو په اړه ځانګړی بحث لرو.
د پاکستان ټاکنې ولې مهمې دي؟
پاکستان کې لسګونه میلیونه کسان د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (جولای ۲۵مه) په ټولټاکنو کې د ګډون لپاره تیارېږي. په ورته وخت کې ټاکنیز کمپاینونه له تاوتریخوالي او سیاسي لانجو سره مخامخ شوي دي.
د پاکستان ټاکنې: مهم سیاسي ګوندونه
په پاکستان کې د روانې میاشتې پر ۲۵مه نېټه ټول ټاکنې اعلان شوې دي، چې شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو د ټاکنو لپاره کمپاینونه پېل کړي دي.
ویډیو, نوې کلنه حکم بي بي : هېڅکله مې رایه نه ده ورکړې, موده 1,11
د پښتونخوا ۹۰ کلنه حکم بي بي یوه له هغو ښځو ده چې وايي، په ژوند کې يې هېڅکله هم په ټاکنو کې رايه نه ده ورکړې.