د افغانستان ۱۳۹۷ کال ټاکنې
مهم خبرونه
افغان ټاکنې: د ولسمشرۍ ټاکنو مهال وېش اعلان شو
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په پام کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو نوملیکنه د لیندۍ پر ۲۴مه پیل او ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې پر ۳۱مه وشي.
ارګ: ولسمشر غني راتلونکو ټاکنو ته بیا نوماند دی
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو سلاکار له بي بي سي سره خبرو کې وویل چې ښاغلی غني د اقتصاد، سولې، ښې حکومتوالۍ او نورو برخو کې د خپلو پیل کړیو کارونو د بشپړولو لپاره راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندېږي.
یوناما: د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه دې اعلان شي
کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د افغانستان د ټاکنو له کمیسیون نه غوښتي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مهالویش اعلان کړي. په پام کې ده افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي کال په پسرلي کې ترسره شي. د ټاکنو کمیسیون ویلي چې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهالویش کار روان دی.
ویډیو, برمک: ۳۲ ولایتونو کې ټاکنیز مرکزونه پرانیستي دي, موده 3,08
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د بي بي سي خوشحال تایب سره ځانګړې مرکه کې وویل، د ټاکنو ورځې لپاره یې یوه اونۍ وړاندې ټینګ تدابیر نیولي.
ویډیو, د افغان ټاکنو پروړاندې لوی ګواښ, موده 2,04
د تلې ۲۸مه (اکتوبر ۲۰مه) د ولسي جرګې ټاکنې کېږي. په دې وېدیو کې د ټاکنو پروړاندې له امنیت او درغلۍ نیولې ځینې ګواښونه راخیستل شوي.
ویډیو, د افغان ټاکنو په اړه د بي بي سي ځانګړې نقشه, موده 2,23
د شنبې پر ورځ د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شوې. بي بي سي پښتو د افغانستان د ټاکنو په تړاو یوه ځانګړې ټاکنیزه نقشه چمتو کړې.
ویډیو, رايه څنګه او چېرته؟, موده 2,03
رایه څنګه، چېرته او کله ورکولی شئ. په همدې تړاو مو همکار هارون شفیقي یو ځانګړی رپوټ لري.
واورئ, افغان ټاکنې: فیفا اندېښمنه ده چې سم څار نه دی شوی, موده 15,00
افغانستان د آزادو او رڼو ټاکنو ټولنې، فیفا، اندېښنه څرګنده کړې، چې د ټاکنو د روان بهیر سم څار نه دی شوی.
ویډیو, د افغان ولسي جرګې ټاکنې او امنيتي ننګونې, موده 3,24
د افغان ولسي جرګې ټاکنې او امنيتي ننګونې، پر ټاکنيزو غونډو يې بريدونه شوي، او اورپکو يې د ګډوډولو ګواښ کړی، خو افغان امنيتي چارواکي وايي د خونديتابه چمتوالی يې لري.
ویډیو, افغان ټاکنو کې کاري فرصتونه, موده 2,53
د ولسي جرګې ټاکنې د اکتوبر پر شلمه کېږي خو د کمپاین له پیل راهیسې یوه صنعت د ټاکنو له برکته ډېره ګټه کړې ده او ښه روان دی، هغه چاپ خونې یا مطبعې دي.
ویډیو, افغان ولسي جرګې ته بې سياله نوماند, موده 3,14
په دې ټاکنو کې یو بې سیاله نوماند د لږکیو افغان سکانو له ټبره دی. نرېندر سنګ خالصه د اوتار سنګه خالصه زوی دی. پلار یې دوې میاشتې وړاندې په جلال اباد کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. په هغه برید کې نرېندر سنګ خالصه هم ټپي شوی وو.
ویډیو, افغان ټاکنې: کاندیدانو په کمپاینونو کې څه مهم دي, موده 2,30
افغانستان کې د ټاکنوخپلواک کمیسیون وايي د ولسي جرګې ټاکنو کې هغه رایې پاڼې نه مني چې د مالوماتو ځانګړې نښې یا بارکوډونه ونه لري. کميسیون په ټاکنو کې د رایو د شمېرلو معیار همدا نښې یا بارکوډونه بللې دي. د ټاکنو کیمسیون تمه لري، په ډول به د درغلیو مخه ونیسي.
ویډیو, ټاکنې: پر خواله رسنۍ کمپاینونه یوه بله لار, موده 3,32
په افغانستان کې حکومت پرېکړه کړې چې که ټاکنو کې هر چارواکی لاسوهنه وکړي، له دندې به ګوښه کړي او عدلي بنسټونو ته به ورپېژندل کېږی.
ویډیو, افغان ټاکنې: د نوماندانو په اړه شکايتونه ترلاسه شوي, موده 2,37
د افغانستان د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون وايي د نوماندانو په اړه يي لا نور شکایتونه تر لاسه کړي او پلټي یې. دوی وايي د دې شونتیا هم شته چي له پلټنو وروسته یو شمېر نوماندان له لېسته و ایستل شي.
ویډیو, د افغان ولسي جرګې ټاکنې او د ژمنتياوو بحثونه, موده 2,57
د افغان ولسي جرګې ټاکنې او د ژمنتياوو بحثونه، ولسي جرګې لپاره دوه ګونی تابعيت کومه خنډ نه دی، خو خلک وايي کانديدان بايد يوازې خپل ټاټوبي ته ژمن وي.
ویډیو, د افغان ولسي جرګې ټاکنې او د معلولانو اندېښنې, موده 2,52
کميسيون یې وايي ځانګړي تدبيرونه یې نه دي نيولي، او د حقونو فعالان يې بيا وايي لسګونه زره معلولان به د رايې ورکولو له حقه بې برخې پاتې شي.
ویډیو, افغان ټاکنې او د کانديدانو شعارونه, موده 3,02
په افغانستان کې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته چې درې کاله په ځنډ کېږي ډېری افغانان تر ډېره خپلې لویې او جدي ستونزې، نا امني، بې کاري، د قانون نه پلي کېدل، وچکالي او ورته نور مسایل یادوي خو پر دغو مسایلو کاندیان بحث کوي؟
ویډیو, د ټاکنو ورځې لپاره ۱۵۰ زره کسان ګومارل کېږي, موده 2,15
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د ټاکنو ورځې لپاره به ۱۵۰ زره کسان ګوماري. د دغو کارکوونکو له نيمو ډېرو معاشونه يې نړیواله ټولنه ورکوي.
ویډیو, "د ټاکنو کمیسیون رایه ورکوونکو ته د نوي سیستم پوهاوی نه دی ورکړی", موده 2,02
د ټاکنو د روڼوالي څآر ادارې بیا وايي، نه رایه ورکوونکو ته کميسیون د دغه سیسټم په اړه پوره پوهاوی ورکړی او نه يې کارکوونکي په بشپړ ډول ورسره بلد دي.
ویډیو, ټاکنو کمیسیون: هر یوه مرکز کې یو څارونکی ګومارو, موده 2,23
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د ټاکنو د روڼتیا لپاره به په هر یوه مرکز کې یو څارونکی ګماري. .
ویډیو, افغان ټاکنیز کمپاین کې د ښځو ونډه, موده 2,17
افغان ولسي جرګې لپاره د ټاکنيزې مبارزې پيل سره ښځينه نوماندانو هم په خپلو فعاليتونو پیل کړی.
ویډیو, افغانستان کې د ولسي جرګې لپاره د ټاکنيزې مبارزې پيل, موده 2,19
افغانستان کې د ولسي جرګې لپاره د ټاکنيزې مبارزې پيل، د استازولۍ ۲۵۰ څوکيو لپاره له دوه نيم زرو ډېر نوماندان سره سيالي کوي.
ویډیو, ابراهیمي: ټاکنې ګډوډوونکو سره ځواک کارولی شو, موده 1,47
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ګواښه کړې، چې د هغو کسانو پروړاندې به ځواک وکارول شي، چې د ټاکنو کمیسیون اړوند دفترونه تړي او د کار مخنیوی یې کوي.
ویډیو, د ټاکنو ډېټابېس کې جعلي پېژندپاڼې, موده 2,22
بي بي سي په افغانستان کې موندلې چې یو شمېر جعلي پېژندپاڼې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له فلټرونو تېرې شوې او د دې کمېسیون اصلي ډيجیټلي زېرمې ته یې لار کړې.
"ټولو افغانانو ته د منلو وړ ټاکنې غواړو"
اروپايي ټولنه وايي، د افغان ټاکنو بهیر سخت یا جدي څاري او هڅه کوي چې دا ټاکنې له تېرو هغو توپیر ولري. په کابل کې د دې ټولنې استازي پي یردمیودان له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د دې کار د پرځایښت لپاره افغانستان کې د اروپايي ټولنې کارډلې د دې ټاکنو د روڼتیا لپاره کار کوي.
کمېسیون: یوازې بایومټرېک رایې به د منلو وړ وي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ هغه رایه نه شمېرل کېږي چې د بایومتریک بارکوډ ونه لري. بارکوډ هغه شمېره ده چې بایومتریک کې د رایه ور کوونکي له مشخصاتو ثبتولو وروسته چاپېیږي.
د ټاکنو کمېسون؛ ولایتونو ته ټاکنیز مواد رسول شوي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وایي؛ ولایتونو ته د انتخاباتي موادو د لېږدولو بهیر بشپړ شوی دی. له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت وايي، د ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره ۵۴ زره سرتېري ګومارل شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون "۵۰۰۰ څارونکي" ګوماري
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون د لومړي ځل لپاره پتیلې ده چې د ولسي جرګې ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو په هر مرکز کې خپل استازی ولري، چې شمېر به یې نږدې ۵۰۰۰ کسانو ته رسېږي. د افغانستان پارلماني ټاکنې د روان کال د اکتوبر پر شلمه نېټه ترسره کېږي.
افغان ټاکنې: د ښځو پیکه ونډې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ځنډولې
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د هېواد په ۱۲۰ ولسوالیو کې هیڅ یوې ښځې ټاکنو کې د ولسوالۍ شورا ته ځان نه دی کاندید کړی او له همدې کبله د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ځنډول شوې دي. لا مالومه نه ده چې د ولسوالیو شورا ګانو ټاکنې به څه وخت ترسره کېږي.
د کمپاین لومړۍ ورځ؛ یوازې کابل کې ۵۲ نوماندان جرمانه شول
د ټاکنو د خپلواک کمېسون د رسنیو د کمېټې مشر رفیع رفیق صدیقي وایي، د ولسي جرګې د نوماندانو له ډلې یې یوازې کابل کې ۵۲ کسان د ټاکنیزو سرغړونو له امله جرمانه کړي دي. د دوی جرمانه له دېرش زرو تر یو لک افغانیو ښودل شوې ده.
د ټاکنو کمېسون: ۴۴۰۰ بایومټریک الې مو ترلاسه کړې
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د پنجشنبې په ورځ د رسنیو په مخ کې بایو مېټرک اله سیاسي ګوندونوته وښوده. افغان چارواکي وايي، دا اله ډېر امنیتي خوندیتوب لري او پارلماني ټاکنو کې د رایو روڼوالي لپاره کارېږي.دوی وايي، ۴۴۰۰ الې یې تر لاسه کړې او تر راتلونکې اونۍ به یې شمېر تر ۲۲ زرو ورسېږي.
"زرګونه کسان د رایه ورکوونکو له لېسته ایستل شوي"
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی چې په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۱۲۰ زره کسانو نومونه د رایه ورکوونکو له لېسته ایستل شوي دي، خوا وایي دا کسان د اعتراض حق لري. یاد کمیسیون د یکشنبې پر ورځ د نورو ۱۰ ولایتونو د رایه ورکونکو لېست هم اعلان کړ.
"له یوې ډېرې رایې ور کول له پنځوس زرو تر یو لکو جرمانه لري"
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون مشر وایي، که څوک د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ څو ځله رایه ور کړي او د پولیسو یا کمېسون له خوا ونیول شي، له ۵۰ زرو نیولې تر یو لک افغانیو جرمانه کېږي. چارواکي وايي، دا جرمانه د ټاکنو روڼتیا کې مرسته کولی شي.
د ګوندونو ټلوالې د ولسي جرګې ټاکنو کې د بايوميټريک سيستم هرکلی کړی
افغانستان کې د ګوندونو لويې ټلوالې وايي د ولسي جرګې د ټاکنو له بهیر سره د بایوميټریک سیستم د کارولو له امله موافق دي او د ټاکنو کميسيون د دفترونو له مخې خېمې لېرې کوي.
"د ټاکنو په ورځ به د رایه ور کولو لپاره بایو مټریک وکارول شي"
د افغان حکومت اجرایه مشر وايي، د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو په ورځ به د رایه ور کولو لپاره له بایو مېټریک کار واخیستل شي او دې سره به هغه اندېښنه لرې شي چې خلک او سیاسي ګوندنه یې لري.
کمیسیون: نه غواړو چې یوه ورځ دې هم ټاکنې وځنډېږي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د تلې میاشتې د اته ویشتمې پارلماني ټاکنې ورته سرې کرښې دي او نه غواړي چې له دې نېټې یوه ورځ هم وځنډېږي.
مزار او کندهار کې د ټاکنو د ځنډېدو خبرداری
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، که په کندهار او مزار شریف کې د ټاکنو کمېسونونو ولایتي دفترونه تړلي پاتې شي، نو دوی به ځانګړې کمېټې ته په دغو ولایتونو کې د ولسوالیو شوراګانو او ولسي جرګې ټاکنو د ځنډېدو وړاندیز وکړي. بله خوا هرات کې د کمیسیون دفتر پرون بېرته پرانیستل شو.
ننګرهار کې د ټاکنو تړل شوی دفتر بېرته پرانیستل شو
د افغانستان ختیځ ننګرهار کې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفتر تړل شوی و، چې د افغان ولسمشر سلاکار فضل محمود فضلي په وینا، دغه دفتر د سې شنبې په ګهیځ پولیسو بېرته پرانیستلی او دغه دفتر ته ۱۶ مزاحمت کوونکي نیول شوي دي.
"هرات کې د ټاکنو کمیسیون تړل شوی دفتر بېرته پرانیستل شو"
د هرات پولیسو یکشنبې پر ورځ لاریون کوونکي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دفتر له مخې په زور شړلي او د دغه کمیسیون دفتر یې بېرته د کارکوونکو پرمخ پرانیستی. خو په کندهار او مزار شریف کې لا هم د ټاکنو د کمیسیون ولایتي دفترونه د اعتراض کوونکو لخوا تړل شوي دي.
د ټاکنو کمېسيون ډېټابېس کې جعلي تذکرې ثبت شوې دي
بي بي سي موندلې چې یو شمېر "جعلي پېژندپاڼې" د ټاکنو خپلواک کمېسیون له فلټرونو تېرې شوي او د دې کمېسیون اصلي ډيجیټلي زېرمه کې ثبتې شوې دي. د افغانستان د ګوندونو لویه ملي ټلواله وايي، جعلې تذکرې د دې ښکارندويي کوي چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر کې درغلي شوې ده.
ټاکنو کمېسیون: ۵ میلیونو کسانو نومونه ډېټابېس ته رسېدلي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر پنځو میلیونو ډېرو رایه ورکوونکو نومونه یې سستم یا ډېټابېس ته اچولي دي. دوی وايي، دغه چاره به د روانې میاشتې تر پایه بشپړه شي. بلخوا د یو شمېر سیاسي ګوندونو اېتلاف وايي داسې ثبوتونه یې تر لاسه کړي چې ښیي د نهو میلیونو کسانو نوم لیکنه کره او رښتینې نه ده.
غني: ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې به په خپل وخت وشي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې به په خپل وخت تر سره شي او د ملي وحدت حکومت ځان مکلف بولي چې د ټاکنو تر سره کولو لپاره سرچینې برابرې کړي. نوموړی پر داسې مهال پر خپل وخت د ټاکنو پر تر سره کېدو ټینګار کوي چې مهال یې لا معلوم نه دی.
"ولسمشریزې ټاکنې به له اساسي قانون سره سمې یو کال وروسته کېږي"
افغان ولسمشر په ارګ کې د ثور د اتمې په پلمه جوړې شوې غونډې ته وویل، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به په اساسي قانون کې د ځانګړې شوې نېټې له مخې ترسره شي او له ټاکل شوې مودې وروسته یوه ورځ هم په واک کې نه پاتې کېږي.
د تلې ۲۸ د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان شوه
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، د دغه هېواد پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې له نږدې درې کلن ځنډ وروسته د تلې پر ۲۸ نېټه کېږي. ټاکلې وه د افغانستان پارلماني ټاکنې د اساسي قانون له مخې د ۱۳۹۴ کال په غوايي یا غبرګولي میاشت کې شوې وی، خو حکومت په دې کار ونه توانېد. ملګري ملتونه د دې پرېکړې هرکلی کوي.
ولسمشر غني: دولتي مامورین دې ټاکنو ته نوم لیکنه وکړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټولو والیانو ته امر کړی چې له دولتي مامورینو وغواړي چې تر یوې اونۍ پورې له کورنیو سره یوځای راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د ګډون په موخه نوم لیکنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق هم ورته څرګندوې درلودې.
ټاکنو کمېسیون د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ځنډولو غوښتنه کړې
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون رسماً ویلي، کېدای شي، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ولسي جرګې له راتلونکو ټاکنو سره یو ځای چې د تلې میاشتې پر ٢٨ مه کېږي و نه شي. دغه کمیسیون له حکومته غوښتي چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د څلورو میاشتو لپاره وځنډوي.
حکومت د اسلامي جنبش ګوند اندېښنې بابیزه بولي
د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند خبرداری ورکړی، اوسنیو امنیتي شرایطو ته په کتو په شمالي ولایتونو کې ټاکنې نه شي ترسره کېدای. خو دفاع وزارت وايي، شمال کې کافي ځواکونه شته او وضعیت قابو کولی شي.
غزني کې ښايي د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ټاکنې وځنډېږي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون مشر وايي، دغه کمېسون پوره هڅه وکړه چې په غزني کې د ولسوالیو شورا او ولسي جرګې ټاکنې په خپل وخت وشي، خو هڅو یې نتیجه ور نه کړه. د افغانستان د ټاکنو کمېسون وايي، د دغه هېواد پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې پر ۲۸ نېټه کېږي.
"د رای ورکوونکو د ثبت بهیر باطلول ټاکنې کړکېچ ته بیايي"
په داسې حال کې چې افغانستان کې پارلماني ټاکنو ته نژدې درې میاشتې پاتې، ځینو لویو سیاسي ګوندونو د ټاکنو له کمیسونه د رای ورکوونکو د نوملیکنې د بهیر باطلولو غوښتنه کړې چې وايي له الکترونیک سیستم سره دې بېرته له سره پیل شي. د ټاکنو کمیسیون د دوی دا غوښتنه نه عملي کېدونکې او ټاکنیز بهیر د کړکېچ لوري ته بېول بللي دي.
ټاکنو کمېسیون: یوازې په اصلي تذکرو د رایه ور کوونکو نوملیکنه اعتبار لري
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په راتلونکو ټاکنو کې پر شرایطو برابر رایه ور کوونکي یوازې په اصلي تذکرو نوملیکنه کولی شي. کابو یوه اونۍ وړاندې د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې رایه ور کوونکي کولای شي د اصلي تذکرې پر کاپۍ هم نوملیکنه وکړي.
ارګ: د احمدزي ګوښه کولو پرېکړه ټاکنیز کمېسیون کړې ده
په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزي بي بي سي ته ویلي، د ولسمشر له خوا له دندې د نوموړي لیرې کېدل ناقانونه عمل دی، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ښاغلي احمدزي د لیرې کولو ګام یې د ټاکنیز کمېسیون د پرېکړې پربنسټ اخیستی.
د افغانستان پارلماني ټاکنو د نوماندانو نوملیکنه پیل شوه
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو د نوماندانو نوملیکنه د غبرګولي پر پنځمه پیل کړه. دا بهیر د روانې میاشتې پر ۲۲مه پایته رسېږي. کمېسیون وايي، تر اوسه ۳ میلیون رای ورکوونکو ټاکنو کې نومونه لیکلي.
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون نوی غړی ټاکل شوی
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري ویل شوي، سید حفیظ الله هاشمي یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړي په توګه ټاکلی دی. د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د درېیو په شرایطو برابرو کاندیدانو د اسنادو تر ارزولو وروسته، ښاغلی هاشمي پر دغې دندې ګومارل شوی دی.
سیاف: که پارلماني ټاکنې ونه شي، کړکېچ به پیل شي
د افغانستان یوه پخواني جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف خبرداری ورکړی که راتلونکې پارلماني ټاکنې ونه شي یا له "درغلیو" سره ترسره شي. دی وايي، راتلونکو ټاکنو ته سم چمتووالی نه دی نیول شوی.
'د ټاکنو د نېټې بدلولو شونتیا نه شته'
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي ټاکنې به پر خپل وخت یعنې د راتلونکې تلې پر ۲۸مه ترسره شي چې د نېټې د بدلون شونتیا یې نه شته. دغه کمیسیون په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګني د ۹ میلیونه رایو ورکونکو شمېر کې درغلې شوې ده.
د ټاکنو د کمېسیون مرکزي دفتر بېرته پرانیستل شو
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر او په لوګر او کندوز کې يې ولايتي دفترونه له دوو اونيو ځنډ وروسته بېرته پرانيستل شول. خو په شپږو ولایتونو کې لا هم د دغه کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي پاتې دي.
د سولې عالي شورا: کابل کې د طالبانو دفتر پرانیستلو ته چمتو یو
د افغانستان سولې عالي شورا په وینا، د اندونیزیا حکومت او د اسلامي عالمانو شورا چمتووالی ښوولی چې افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره یوه نړیواله غونډه راوبولي.
افغان ټاکنې: له بایو مټرېک پرته رایو په اړه هوکړه وشوه
له دې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له بایو مټرېک پرته اچول شوې رای باطلې اعلان کړې وې، خو دغه پرېکړه یې د ټاکنو کمیسیون له کلک مخالفت سره مخامخ شوه. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني غونډه کې د دغه کمیسیون د پخوانۍ پرېکړې برعکس له بایو مټرېک پرته اچول شوې رای په مشروط ډول د اعتبار وړ اعلان کړې.
"له بایو مټرېک پرته کارول شوې رایې هم حسابېږي"
د افغانستان د ټاکنو خپلواکو کمیسیون وایي، د تېرې شنبې په ټاکنو کې به هغه رایې هم حسابېږي چې له بایومټرېک پرته کارول شوي. د کمیسیون په وینا، یوه ځانګړې کومیټه به د دغو رایو ترمنځ سمې او ناسمې سره بېلې کړي او له هغه وروسته به سمې رایې وشمېرل شي.
ویډیو, افغان ټاکنې: د رايو شمېرل, موده 3,11
د افغانستان یو شمېر سیاسی ګوندونو د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه غوښتې چې د ټولو هغو مرکزونو رایي باطلي کړي چې بایومټریک الې په کې نه دي کارول شوي
کندهار ټاکنې په سوله ییز ډول وشوې
په کندهار کې ټاکنې له امنیتي ستونزو پرته وشوې. د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي، کندهار اوسېدونکي د ورځې تر پایه اوږدو کتارونو کې د رای ورکولو مرکزونو ته روان وو.
افغان ټاکنې؛ کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې وځنډېدې
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د کندهار ولایت د خلکو په غوښتنه او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندیز د ملي ا منیت شورا بېړنۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې کندهار ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ لپاره وځنډېږي.
افغان ټاکنې: د 'ایران تابعیت لرونکي' نوم د کاندیدانو له لسته لیرې شو
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسي جرګې نوماندانو له وروستي لیسته یې اوه کسان د ځینو سرغړونو له امله لیرې کړي دي.
د ولسي جرګې پر هر وکیل د کال شپږ نیم ملیونه افغانۍ لګېږي
د ولسي جرګې د دارلانشا مشر خدای نظر نصرت وایي، څه باندې یو میلیارد او شپږسوه میلیونه افغانۍ د دغې جرګې د یوه کال بودیجه ده. په دې حساب د ورځې شاوخوا اتلس زره او په کال کې نږدې شپږ نیم میلیونه افغانۍ په یوه استازي لګول کېږي.
افغان ټاکنې: له دیني عالمانو د همکارۍ غوښتنه شوې
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون مشر د دوشنبې په ورځ کابل کې له دیني عالمانو وغوښتل چې خلک وهڅوئ له خپلو رایو د ټاکنې په ورځ سمه ګټه واخلي. د ټاکنو کمېسون دا ګام په داسې مهال دی چې تېره اونۍ طالبانو په یوه بیانیه کې له افغانانو وغوښتل چې رایه ور نه کړي.
"ټاکنو کې بوخت کسان باید و نه ګواښل شي"
یوناما یا له افغانستان سره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره وايي، افغانان باید له کوم خنډ، وېرې او ګواښ پرته د ولسي جرګې ټاکنو کې خپل استازي وټاکي. وسلوال طالبان د یوناما غبرګون کې وايي، چې د ټاکنو بهیر مخه به نیسي. پارلماني ټاکنې د تلې پر ۲۸مه نېټه کېږي.
هلمند: ځانمرګي برید د نوماند په ګډون ۹ کسان وژلي
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یوه خانمرګي برید د راتلونکو پارلماني ټاکنو نوماند صالح محمد اڅکزی او د هغه۸ تنه پلویان وژلي دي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د ښاغلي اڅکزي د وژل کېدو خبر تائید کړی.
افغان ټاکنې؛ نوماندان، رای ورکوونکي او څوکۍ
افغان ټاکنې؛ نوماندان، رای ورکوونکي او څوکۍ
افغانستان کې څوک غواړي د پارلمان غړي شي؟
د منځني ختيځ کې د انگريزۍ ژبې چاپېدونکې ورځپاڼې ډېلي سټار ورځپاڼې د افغان ټاکنو په تړاو خپل خپور کړى مطلب په دې پوښتنې پيل کړى "څوک به وغواړي چې افغانستان کې د پارلمان غړى شي؟"
ښځینه وکیلانې څومره بریالۍ وې؟
د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د ۴۰۰ شاوخوا ښځې نوماندې دي. په دوی کې یې ډېری پخوانۍ وکیلانې دي، خو په ښارونو کې د نویو ځوانو ښځینه نوماندانو تصویرونه او پوسټرونه تر سترګو کېږي. د دوی شعارونه د نارینه وو هغو پرتله له لږ مبالغې ډک ښکاري.
ټاکنیز نظام څه ته وايي؟
د افغانستان پارلماني ټاکنې له درې کاله ځنډ وروسته د روانې میاشتې په ۲۸مه او د اکتوبر پر ۲۰مه تر سره کېږي. ټاکنو ته له ۲۵۰۰ ډېر نوماندان د ۲۵۰ څوکیو لپاره ولاړ دي. دغه لیکنه کې د افغانستان د ټاکنیز نظام په هکله هر اړخیز معلومات لوستلی شئ.
په افغانستان کې د پارلمان تاریخ او بڼې
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په دولتي سیستم کې د شورا په نامه یا بڼه لومړۍ هلې ځلې د امیر شیر علي خان د واکمني په وخت کې پیل شوې. د دغه ډول ګامونو تر شا د علامه سید جمال الدین افغان هڅې وې.
تر ساعتو انتظار وروسته مې بیا هم رایه ورنه کړه
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وايي، د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو د رایې اچونې په مرکزونو کې یې د معلولانو لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نه دي نیولي.