۲۰۱۹ کرېکټ نړيوال جام

له نړيوالې اتلولۍ مخکې، افغان کرېکټ کې بدلونونه

له نړيوالې اتلولۍ مخکې، افغان کرېکټ کې بدلونونه، کرېکټ بورډ یې د شل اوريزو، يو ورځنيو او ټېسټ لوبو لپاره نوي لوبډلمشران ټاکلي.

د لوبو نړۍ د مهمو شېبو څو انځورونه

د امریکا کلیفورنیا کې د باسکېټ بال اتلولیو کې د ګونزاګا بل ډاګز لوبغاړی د سیالې ډلې مقابل کې توپ کوي او خپله ډله بریالۍ کوي.

د ۲۰۱۹ کال کرېکټ نړيوال جام؛ د لوبو اټکل وکړئ

دلته کولی شئ په انګلنډ کې د ۲۰۱۹ کرېکټ نړيوال جام د هرې لوبې پايله اټکل کړئ او وګورئ چې د بي بي سي شننونکي درسره همغږي دی که نه. د افغانستان په ګډون د ټولو لوبو اټکل کولی شئ.

د نبي ۴ وېکټو حیدراباد ته لویه بریا ورکړه

د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې نن یکشنبه سنرایزرس حیدر اباد له رایل چلېنچرز بنګلوره سره مخامخ شو. د افغانستان د ملي لوبډلې الرونډر په دې لوبه کې ښه وځلېد او په خپلو څلورو ارونو کې یې یوزاې ۱۱ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې واخیستې

افغان کرېکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. د کرېکټ بورډ د وېبپاڼې له مخې، دې لوبډله کې د ملي لوبغاړو له منځه تر ټولو غوره لوبغاړي غوره شوي دي. تېز توپ اچوونکی حمید حسن ‌‌‌‌‌‌ډېره موده پس لوبډلې ته را ستون شوی، خو شاهپور ځدراڼ نه دی اخیستل شوی.

یونیسف راشد خان افغانستان لپاره د ښه نیت سفیر ټاکلی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یونیسف افغان کرېکټ لوبغاړی راشد خان په افغانستان کې د ښه نیست ملي سفیر وټاکه. ددې ادارې په خبر پاڼه کې راغلي چې دغه ۲۰ کلن مخکښ کرېکټ لوبغاړی به په خپل هېواد کې د ماشومانو د حقونو پرمختګ، د نجونو د تعلیم ودې، د خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغیو لمنځه وړلو په برخو کې له یونیسیف سره مرسته وکړي.